سرو زرو کرښي ( دوهمه برخه )
ليکنه او راټولونه: محمد نبي سلطاني
١ _ تر سرو او سپينو زرو غوره خيرات : د حضرت ابي الدردآء رضى الله عنه څخه روايت دئ ، دى مبارک وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و اصحابو کرامو ته وفرمايل : ايا زه تاسو ته داسي شى ونه ښيم چي تر ټولو عملونو بهتر وي او ستاسو د مالک (خداى جل جلاله ) په نزد د ټولو څخه زيات پاک کوونکى وي ، ستاسو ددرجو لوړونکى ، د خداىجل جلاله په لاره (جهاد کي) د سرو او سپينو زرو تر مصرف هم ښه وي تاسو چي د ښمنان قتل کړئ او هغوئ تاسي قتل کړي تردې هم زيات وي ؟ اصحابو وويل : خامخا ئې راوښيه ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله جل جلاله ذکر دئ .
عن ابي الدردآء رضى الله عنه قال قال رسول الله جل جلاله لا انبئکم بخير اعمالکم و ازکاها عند مليکم و ارفعها في درجتکم و خير لکم من انفاق الذهب و الورق و خير لکم من ان تلقوا عدو کم فتضربوا اعناقهم و يضربوا اعناقکم قالوا بلى قال ذکر الله.
٢ _ ګرانو ځوانانو ! په پنځه وخته لمانځه او ټولو ديني امورو ځان کلک عادت کړی، ځکه دځوانی عبادت د پيغمبرانو عادت دی ا و خدای جل جلاله ته د ځوانانو عبادت او زاری د ډيري خوښی وړ دي او دغه کسان به دقيامت د ورځی په سختو ګرميو کي د خدای جل جلاله د عرش تر سيوري لاندي وي.
٣ _ دميږي ژوند : مېږى يوه وړه حشره ده، چي ژوندې و موږته د توحيد اوخداى پېژندني درس راکوي .
ددې وړوکي ژوى ژوند، پر ګډژوند، ګډکوښښ او له يو د بل سره پر ملګرتيا ولاړدئ او د يو د بل په مرسته خپل کارونه کوي، داګډه ملګرتيا دمېږتون په جوړولو او د دانو او خوړو دراغونډولو په وخت ليدل کېږي .
داحشره پرته له دې، چي پوهنتون ته تللې وي اوبې له دې، چي دکرهڼي پوهنځۍ ئې ويلې وي په خداى ورکړي پوهي، فطري غريزې او احساس سره په دې پوهېږي، چي غله دانه په سوري کي خوسا او خرابه نه سي، نوپکارده، چي نيمه ئې کړي .
ميږى که محسوس کړي ،چي دانه لنده سوې، نوسمدستي ئې له سوري څخه راباسي اولمرته ئې ږدي، چي وچه سي او اصولاً دوى خپلي سوړي اومېږتون په لوړ او وچ ځاى کي جوړوي ،چي اوبه ورته ونه رسېږي .
نوآيا ويلاى سو، چي داحيرانوونکي کارونه له لارښوونکي پرته کېداى سي ؟!
ددې وړې حشرې استاد اولارښوونکى څوک دئ ؟ اوله کومه ئې دادومره سترې خبري (چي انسان پرې دزده کړي له لاري پوهېداى سي) زده کړي اود ژوندبنيادئې پرې ولاړ دئ ؟
٤ _ لويه خدايه ! له هغه چا څخه امان راکړې چي ستا د ويري او خوف احساس نه کوي، تواضع په تکبر وژني، دتعصب سره مينه لري د انصاف او عدالت ټغر را ټولوي، پرځاى ئې د ظلم او استبداد ټغر غوړوي، د نورو د بد مرغۍ له پاره ليڅي را نغاړي، خپلي ګټي د نورو په زيان کي لټوي، پېرزوينه نه لري هرڅه د ځان له پاره خوښوي، خپل اهليت او لياقت ته پام نه کوي، د لوړمقام او څوکۍ مطالبه لري ، نورو ته په سپکه سترګه ګوري او ځان واجب العزت ګڼي، د خداى طاعت ته ئې ملا ماته وي، د ګېډي په چاره او نوکري کي او ل نمبر اخلي .
٥ _ شاعره ! ستا په شعر کي ستا د ولس عقلي ژوندون ، اخلاق ، دودونه ، ديانت، عقليت اونور روحي خصايص ، دملت اجتماعي نفس اوروحي ساختمان اوفکر داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري، نو خپل عقلي ژوندون ، اخلاق ، دودونه ، ديانت، عقليت ، روحي خصايص ، دملت اجتماعي نفس ، روحي ساختمان اوفکر داسي ښکاره کړه لکه څه ډول چي دي .
٦_ مه پرېږده چي زړه دي زنګ وکړي : زړه د هينداري مثال لري څومره چي خيرنېږي په هغه اندازه د الله جل جلاله د پېژندني انځور پکښي کمېږي او څومره چي پاکېږي په هغه اندازه د الله جل جلاله د پېژندني انځور پکښي روښانه کېږي . ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :
عن ابن عمر رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان هذه القلوب تصداُ کما يصداُ الحديد اذا اصابه الما ء قيل يا رسول الله وما جلائها قال کثرة ذکر الموت وتلاوة القرآن . (رواه بيهقى فى شعب الايمان )
د ابن عمر رضى الله عنهما څخه روايت دئ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: بېشکه زړونه هم زنګ کوي لکه اوسپنه چي د اوبو په رسېدو سره زنګ کوي. يو چا پوښتنه وکړه چي پاکي ئې په څه شي سره ده؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د مرګ په ډېر يادولو سره او د قرآن په تلاوت سره.
٧ _ علامه اقبال وايي : زما د شعر او ادب په مدرسه کي داسي ځوانان روزل کېږي ، چي هيڅ درهم او دينار نه لري ، خو د پاچاهانو خوى لري ته اختيار لرې ، چي څه دي خوښه سي هغه غوره کړه ،خوماته له ژونده تېښته او په کونجونو او ګوښه ځايونو کي کښېناستل غوره معلوم نه سول .
٨ _ د ژوند معنوي رنګ : که چيري څوک په ژوندکي خپل فرايض او وجايب وپېژني خپل ټول اعمال دقرآني احکامواونبوي ارشاداتو سره عيار کړي ، د اسلامي سپيڅلو اخلاقو اوغوره ادابو سره ملګري د ځان له پاره سرمشق وګرځوي ژوند ته معنوي رنګ ورکړي او د خپل پيدايښت اصلي علت ته په اصلاحي نظر وګوري ، نو نه يوازي د ځان له پاره بلکي د اسلام ، ټولني ، خلکو ، ولس او د وطن له پاره به هم ګټور تمام سي .