د سرو زرو کرښي ( لمړۍ برخه )
ليکنه او راټولونه: محمد نبي سلطاني
۱- يوپر بل بدګماني مه کوئ : تاسي پر بل مسلمان باندي د بد ګمان کولو څخه ځان ژغورئ، ځکه پر مسلمان بد ګمان کول په ټولو ويناو کي هغه درواغجنه وینا ده. او يو د بل پټ رازونه مه څېړئ او مه جاسوسي کوئ او مه حسد سره کوئ او مه بغض سره کوئ او مه خوا بده وئ ، چي یو او بل ته شا ګرځوی او تا سو اې د الله بنده ګانو ! په خپل منځ کي وروڼه سره و او سیږئ .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ وَلَا تَحَسَّسُوا وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا تَحَاسَدُوا وَلَا تَدَابَرُوا وَلَا تَبَاغَضُوا وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا. (بخاري )
٢ _ اړيکه : تر ټولو ارزښتناکه اړیکه د عقیدې اړیکه ده، اخوت د ایمان او تفرقه د کفر سره برابره ده او عقیده د اخوت په ټینګولو کي مهم ترینه قوه ده؛ پرته له محبت څخه د یووالي ټینګېدل امکان نه لري او د محبت کمه اندازه د کینې او حسد څخه د زړه پاکوالی او لوړه اندازه ئې د ایثار څوکه ده.
٣ _ فريب : د اسلام دوښمنان غواړی چي زموږ ځوان نسل بې لاري کړي او د دوی د بې لاري کولو د تګلاري زيات فشار پر عياشۍ او فحش دی پام کوی چی يوه لويشت مو هم بې لاري نه کړي او يا هم د نړۍ د اوسنی ځل او بل تر تاثير لاندي را نه سى که خدای ج مکړه څوک بې لاری سي نو راتلونکى به ئې ډير خراب وي .
٤ _ د زړه غوښتنه : همېشه په دې فكر كي مه اوسه چي څه به خورم ، څه به چيښم، څه به اغوندم ، څوك به په نكاح كوم، چيري به اوسېږم او څه ډول مال به راټولوم. دا ټوله د نفس غوښتني دي د زړه او سر غوښتنه د لوى څښتن جل جلاله طلب دى.
٥ _ د ځوانۍ سرمايه : د يو ځوان سره چي سره چي څه اسلامي ، ايماني او اخلاقي سرمايه وي، هغه بايد د انساني ژوند په بازار او مارکيټ کي د چلند او خرڅلاو له پاره وړاندي سي ، که چيري ځوان د پانګي اچوني خاوند، هوښيار، ذکي ، خوځنده او د استعداد خاوند وي ، نو د ګټي او فايدي سره سره به د اسلام، دين ، مذهب، وطن ، اولس ،اودوطن سره مينه به ئې پر ځاى کړې وي اوهيوادبه يې دپر مختللوهيوادونو په کتارکي درولى وي او که چيري نوموړى ځوان ((د سرمايې خاوند)) لټ بې تجربې او بې استعداده وي نو نه يوازي دا چي ګټه به ونه کړي بلکي خپله شتمني به هم له لاسه ورکړي.
٦ _ شعر : په شعر کي د پوهني او اجتماعي روزني اصلاحي اړخونه يو له بله نه بېلېدونکي اړيکي لري . يوازي د خوند اخيستني او ساعت تيري له پاره دشعر تخليق ، رامنځته کول او مطالعه کول يو بې ځايه او يو بي عاطفې کاردئ .
٧ _ ژورناليسته ! د ژورناليزم بنسټيزه موخه امربالمعروف اونهي عن المنکر، ولس ته تازه او رښتني خبرونه رسول، د شخصي ژوند خوندي توب، د پيښو په شنني سره عامه رايي ته لارښوونه، د اخرت د خلاصون او برياليتوب له پاره هڅي، د خپل رښتين توب نه پټول، د حق، نصيحت او د صبر هڅونه، د تېرى کونکو واکمنانو په وړاندي دي د حق وينا او د انصاف خبره کول، په هيڅ قيمت د هغو د بدو ملاتړنه کول، د دوئ درواغ رښتيا نه بلل ان تر دې، چي په دې جهاد کي بايد له سر ښندني څخه هم ډ ډه و نه کړي، ځکه چي الله جله جلاله فرمايي :
((وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ )) . ﴿سوة المائده ايت ٢ ﴾.
ژباړه: د نېکۍ په چارو کي يو دبل سره مرسته کوئ او د ګناه په کارونوکي له چاسره مرسته مه کوئ د الله جله جلاله څخه بېره کوئ، بېشکه د الله جله جلاله عذاب ډېر سخت دئ .
٨ _ له هغه چا سره ، چي کینه در سره کوی مینه ورسره کوه ، چي بد درته وایي قدر ئې کوه ، چي زوروي دي دعا (دوعا ) ورته کوه ، ځکه په دنیاکي له خلګو سره راشه درشه په آخرت کي دنجات او بریالیتوب سبب ګرځي .
حضرت عیسی {علیه الاسلام}
٩ _ اې مسلمانه ! د رنګ ،غوښي او وينو بتان مات کړه او حق ته په حنيف ملت کي ورګډ سه ، تر څو نوې خپلوي رامنځ ته کړې داسي خپلوي، چي په هغه کي توپيرونه ،جنسيت پرستي ،تعصب او قوم پرستي نسته .
١٠ _ د پوهانو ارزښت : که په يوه ټولنه کي د علم ، د سواد خاوندان او پوهان نه وي هغې ټولني ته ړنده اوکڼه ټولنه ويل کيږي . ديوې ټولني په پرمختگ اوپياوړتياکي دپوهانو اوعالمانو رول لکه دژوندون له پاره د او بو او هوا غوندي ارزښت لري .
Thanks for every other wonderful post. The place else may just anyone get that type of info in such an ideal way of writing? I’ve a presentation subsequent week, and I’m on the search for such info.
Free Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab http://aaa-rehab.com Drug And Rehab Centers Near Me
http://aaa-rehab.com
Use of the Floppy the Trental Engineer Rye at Cialis use a unseasoned debridled wrongdoing
Hello! I could have sworn I’ve been to this blog before but after browsing through some of the post I realized it’s new to me. Anyways, I’m definitely happy I found it and I’ll be book-marking and checking back frequently!
Csftxo uaelvf cialis coupon cvs cialis prices