وطن شعار ، نه ، کارغواړي
ليکنه : محمد نبي سلطاني
انسان چي د کم هيواد په لوړو او ژورو کي راستر سوى وي، په غرونو او رغونو کې ( کي ئې ) لوبېدلى وي، په مرچو او سنګرونو کې جنګېدلى وي، په ښېرازۍ يې سره فرازه سوى وي، په مکتب او مدرسه کې پوهېدلۍ وي ، علم يې پکښي ترلاسه کړى وي، په سمسورو باغونو کې ګرځېدلى وي او د خپل هيواد په غېږ کي رالوى سوى وي نو دا طبعي او فطري خبره ده چي دى به د خپل هيواد سره مينه لري ځان به تر قربانوي دښمن به ئې دښمن او دوست به ئې دوست بولي .
له خپل وطن سره مينه ديني او اخلاقي مسئوليت دئ ، چي بايد دى يې ورسره ولري ، ځکه چي کله يو انسان په يوځاى (هيواد) کي زېږېدلى وي، هلته لوى سوى وي له ښېګڼو او نعمتونو څخه ئې برخمن سوى وي نو دا هيواد پر ده حق هم لري چي دى يې حق پرځاى کي، له ځان سره فکر وکي چي ما خپل هيواد ته څه او د هيواد بچيانوسره مي څه کړي ؟ ما خپل هيواد دناخوالوڅخه ژغورلۍ ؟ دښمن ته مې (مي ئي) دښمن ويلي ؟ د خپلواکۍ او استقلا دخوندي ساتلو هڅه مې کړې د يرغلګرو په مقابل کې د رېدلى يم؟ د يو متمدن او مسئول انسان په توګه مې د بچيانو د اصلاح او سمون هڅه کړې او که نه ؟ .
دا هغه کړني او اعمال دي چي يو هيواد يې تل د خپلو بچيانو څخه غواړي چي په عملي توګه يې تر سره کړي او په عمل کي ثابته کي چي زه د دې هيواد بچى يم ، دې هيواد ته کار کوم ، دا هيواد د سيالانو په قطار کي دروم ، دوست ئې دوست او دښمن ئې دښمن بولم .
دلته ډېرکسان دي چي په خوله دهيواد دپالني نارې وهي، شعارونه ورکوي ، کوڅو او بازارو ته راوزي سړکان چارو کوي، خلکو ته دخدمت وايي، په راډيو ، تلويزيون او ورځ پاڼوکي د وطن د جوړولو او ابادلو شعارونه ورکوي، ځان د وطن رښتيني خدمت کونکى بولي ، ځان يې تر ټولو په غم غمجن بولي خو متاسفانه چي عمل يې په صفر کي ضرب دئ، نې د خپلي شتمنۍ ، نې د خپل فکر او نې د خپل فزيکي ځواک څخه د هيواد په جوړولو کي کار اخستۍ ، کله يې هم په خپله شتمنۍ د هيواد او د هيواد د بچيانو له پاره کلينک، ښوونځى، پول، سړک او يا بل عام المنفعه ځاى جوړ نه کړ ، کله يې هم د خپل فزيکي ځواک څخه کار وانه خيست، په يو ښوونځي ، کلينک ، پول ، سړک او يا بل عام المنفعه ځاى کې پنځه ورځي في سبيل الله ( د الله او خلکو له پاره ) کاور ونه کۍ ، کله يې هم په يو ښوونځي ، پوهنتون، مدرسې او نورو کي د هيواد د بچيانو له پاره خپل پنځه ورځي قيامتي وخت ورنه کړ، چي د استاد ، معلم او لارښود په توګه و درېږي او د هغوى د زده کړي او راتلونکي غم وخوري د غه ډول دخولې ناميان (په خوله شعار ورکونکي) او په عمل کي پاته خلک نو نه د ښې دي نه د تو ښې .
څوک چي د وطن او هيواد د جوړولو نارې وهي ، څوک چي ځان د وطن ختمګار بولي ، څوک چي د هيواد د جوړوني او سمسورتيا سره مينه لري ، څوک چي د هيواد د اوسېدونکو درد د ځان درد بولي نو هغه يوازي په خوله نه بلکي په عمل کي هم بايد دا ثابته کي چي د خپل هيواد رښتنۍ بچى دئ ، يوازي د خولې په جديت او قاطعيت د هيواد مينه نه ثابتېږي ، بلکي د خولې د جديت او قاطعيت سره عمل ضروري دئ .
د وطن او هيواد له پاره کار او خدمت ټاپه ، کميس ، کورتۍ او نور د اغوستلو څه نه دي چي څوک ئې واغوندي او ثابته کي چي دا نو واقعي د وطن او هيواد خدمتګار دئ . يو هيواد هيڅکله په خبرو، شعارنو اونمايشي کارونو نه جوړېږي بلکي عملي کار غواړي داسي يو عملي کار چي د هيواد د مصلحت او بقا ساتنه او پرمختګ پکښي نغښتى وي ، د هیواد یا وطن مینه یو مشروع، دیني او اخلاقي دنده او مسئوليت دئ ، چي باید په واقعیت بدل سي او په داسي افعالو او کړنو سره څرګند سي چي پر دغه مینه باندي ټينګار او دلالت وکي په عملي کړنو او ویناوو او څرګندونو کي وځلېږي.