مخپاڼه / ستاسو شرعی پوښتنی او جوابونه / روژه / په مټ وهلو روژه ماته ده که یا؟

په مټ وهلو روژه ماته ده که یا؟

که يو انسان په روژه کي په قصد سره ځان جنوب کړي نو ددغه انسان روژه ماته ده او که نه ده ماته او ايا کفاره سته او كه نه سته؟
سائل:
عزت الله

الجواب بعون الملهم الوهاب:
که څوک په روژه کي ځان خپله انزال کړي روژه یې ماته قضاء ورباندي سته کفاره ورباندي نسته.

داخبره دي یاده وي چي ځان خپله انزالول یعني استمناء بالید حرام او لویه ګناه ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي کس ته ملعون ویلي.

_________________________________

وَكَذَا الِاسْتِمْنَاءُ بِالْكَفِّ وَإِنْ كُرِهَ تَحْرِيمًا لِحَدِيثِ (نَاكِحُ الْيَدِ مَلْعُونٌ) ط: دارالفکر بيروت.

وکذا في نهر الفائق:۲\۱۶، ط: دار الكتب العلمية – بيروت.

_________

والله اعلم

ع حماد، حمادیه اسلامیه مدرسه، قندهار ۱۱ رمضان۱۴۳۷ ه ق

دغه هم وګوری

فتوا: مضاربت څه ته وایي؟

جواب ويونکی: مفتي عبدالهادي حماد. ستاسو د شرعي پوښتنو جوابونه کوم چي مو د حمادیه …