مخپاڼه / ځانګړي مطالب / لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

مامون خليفه یوه ورځ د خپل دربار د لوی مجلس په حضور کي يوه قصيده وويل ، بيا يې مشهور شاعر ابو نواس ته مخ را واړوئ ، چي څنګه قصيده وه؟ ابو نواس ورته وويل: د بلاغت بوی هم پکښي نسته بيخي بې خونده ده. مامون ته سخته غصه ورغلل خو چوپ سو ، مجلسيان چي ولاړ سوه پاچا حکم وکړی ، چي ابو نواس يوه مياشت د خرو او غاترو سره په اسطبل کي وتړئ ، د پاچا حکم نافذ سو ، یوه مياشت وروسته يې ابو نواس را وغوښتی بيا يې قصیده ورته وويل ، قصيده لا نه وه خلاصه سوې ، چي ابو نواس ولاړ سو، مامون پوښتنه ځني وکړه ، چي چيري ځې؟ أبو نواس ورته وویل: د خرو اسطبل ته ځم ، مولای!

تنبيه: د مامون فکر و ، چي سزا مي ورکړه اوس به نو د قصيدې ښه ډېر صفت وکړي أبو نواس بيا په دې باور و ، چي قصيده خو هغه قصيده ده زه يې صفت نه سم کولای نو داچي ته بيا د سزا اعلان کوي دا دئ زه په خپله خوښه سزا ته حاضر يم خو ناسم شی سم نه سم تعبيرولای.

هيله!

زما په فکر د پورته قصې څخه څو پيغامه اخستل کيږي هيله ده استفاده ځني وکړئ تر نورو يې هم ورسوئ:

۱: حقبين انسان هيڅکله ناسم شی نه ستايي که څه هم د پاچا شی وي.

۲: د زورورو سره همت لرونکی کس غوړه مالي نه کوي بلکي حقيقت وايي که څه هم سزا ورکول کيږي.

۳: په سزا او انتقام باندي هيڅکله دچا په فکر کي بدلون نه راځي بلکي په نرمئ باندي ممکن تغير راسي.

۴: که هر څومره زورور يې خو بد عمل به دي سل ګونه کلونه بعد هم ليکل کيږي ښه داده چي حق مه خرابوه نفس خراب کړه.

ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۱۱ شعبان ۱۴۴۱ه ق

حجاج بن يوسف د وتلو صحابوو ، تابعينو او د زرګونو بې ګناه مسلمانانو قاتل دئ البته د وخت د واکمن قمندان و ، مسلمان و ؛ خو ستر ظالم و .

يوه ورځ يې په بهانده وياله کي غسل کاوه ، چي اوبو په مخه کړی ، يو کس پيدا سو دده مرسته يې وکړه د غرقېدو څخه يې خلاص کړ.

کله چي حجاج د اوبو څخه را وخاتی يعني د هلاکت څخه خلاص سو هغه بل کس ته يې وويل: ونيسه ! هره غوښتنه چي کوې زه يې در پوره کوم ، هغه کس ورته وويل: ته څوک يې، چي زما هر ناز پوره کولای سې؟ حجاج ورته وویل: زه حجاج بن یوسف ثقفي يم ، هغه کس ورته وویل: زه يو ناز درباندي کوم هغه داچي ستا دي په الله تعالي قسم وي که به چاته وايي ، چي زه دغه کس د غرقېدو خلاص کړم ، ستا خلاصېدل زما لپاره تاريخي شرم دئ.

هيله:

ممکن کله يو څوک د ځواک پر مهال د مجبوریت او يا له ويري ظاهري مینوال ولري البته که مجبوريت او وېره ليري سي هغه مهال به يې مینوال دده په تعلق شرم کوي ، دوستي خو ليري خبره ده ، که غواړئ ريشتني مینوال پيدا کړئ د الله تعالی قانون ته په شعوري ډول تسليم سئ نه د مزاج او نفس په تعبير.

ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۱۰ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …