د حق په لټه کي اوسئ!
إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ: يقيناً بېرېږي څوک چي تابعداري د پند کوي، چا ته چي پند او نصيحت کوې حق ورته وايې دى غاړه ورته ايږدي او دا يې فيصله وه، چي که په دې لار کي ما ته حق معلوم زه به يې اتباع کوم. وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ: او د الله’ څخه بېرېږي په ناليدلي ډول سره يعني الله’ ته عقيده لري او د الله’ ويناوي چي ته ورته راوړې هغه مني، پس داسي کس ته زېرى ورکړه په مغفرت سره او په نيکي مزدورۍ سره چي جنت دئ.
په دې کي يوه لويه خبره دا ده، چي د هر مؤمن څخه چي ګناه او خطا وسي بيا هم د دين محبت ورسره وي، د علماوو بيانونه او حق خبري اوري، د مساجدو او قرآن سره محبت لري او په دې فکر کي وي چي دا ګناه چي زه يې کوم بده ده، دې کسانو ته الله’ مغفرت کوي او لاره ورته سيده کوي.
او يوه سړي چي ګناه شروع کړې وي او هغه ګناه، ګناه نه بولي، يا په ګناهونو کي غرق دئ د حق سره هيڅ محبت نه لري، د حق وينا لا بده ورباندي لګېږي، که يو څوک د دين خبره ورته کوي داسي بده ورباندي لګېږي لکه د آسمان څخه چي ټکه ورباندي را ايله سي، دا کس بدبخته دئ او هغه سړى چي هر څومره ګناهونه يې کړي وي مګر بيا هم چي د دين خبره ورته کېږي هغه اوري او وايي، چي رښتيا هم ګناهکاره يم، دې کسانو ته د الله’ له لوري زېرى دئ چي و داسي کسانو ته چي د حق سره محبت کوونکي دي الله’ به يې ګناهونه وروبخښي او حقه لار به ور په نصيب کړي.
منبع: تفهیم التفاسیر، ۱۲ جلد،۱۸ صفحه.
مفسر: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله