مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د لباس اغوستلو آداب!

د لباس اغوستلو آداب!

د لباس آداب

د لباس د اغوستلو د آدابو څخه څه آداب د ښځو لپاره په لاندي ډول ذکر سوي دي:

(۱) د لباس په اغوستلو کي ښه نيت

تر ټولو دمخه د لباس د اغوستلو پر وخت ښه نيت خپلول چي زه کوم لباس اغوندم د دغه مقصد د ستر پټول دي او د الله تعالی د نعمت اظهارول او ښکاره کول دي، چي الله تعالی ما ته د داسي لباس د اغوستلو توقيق راکړی او د رانيولو قدرت يې راکړی دئ، چي د هغه په وجه سره زه خپل خاوند ته په ښه ښايسته شکل او صورت کي ښکاره سم:

ان الله يحب ان يری أثر نعمته علی عبده.

ځکه چي الله پاک دا خوښوي چي د ده ورکړل سوي نعمتونه پر خپل بنده باندي وويني([1]).

(۲) د لباس د اغوستلو دعا

د لباس د اغوستلو پر وخت د لباس دعا کول او تر ټولو مختصره او بهتره دعا په لاندي ډول ده:

اَلْحَمْدْللهِ الَذِیْ کَسَانِیْ هَذَا الثَوْبَ وَ رَزَقَنِيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّیْ وَ لاَ قُوَّةَ.

ترجمه: ټوله ثنا او صفت الله تعالی لره ثابت دي، هغه الله چي ما ته يې دغه لباس را اغوستی دئ، او زما بېله د طاقت او استعداد يې ما ته راکړی دئ([2]).

(۳) لباس اغوستل د راسته طرفه څخه شروع کول

د لباس د اغوستلو پر وخت د راسته طرفه څخه شروع کول يعني د قميص د اغوستلو پر مهال اول راسته لستوڼی اغوستل او د پرتوګ اول راسته پايڅه په پښه کول، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت او د لباس آداب دي([3]).

(۴) د لباس کښل د چپه طرفه شروع کول

د لباس د کښلو پر مهال د چپه طرفه څخه شروع کول، يعني د قميص د کښلو پر مهال اول چپه لستوڼی کښل او د پرتوګ د کښلو پر وخت اوله چپه پايڅه کښل سنت او د لباس آداب دي([4]).

د لباس د کښلو دعا:

لباس که د پرېوللو يا د خوب (پرېوتو) لپاره کښل کېدی نو دغه لاندي ذکر سوې دعا دي ووايي:

بسم الله الذي لااله الا هو([5]).

(۵) د لباس د اغوستلو دمخه په لباس کي کتل

د لباس د اغوستلو دمخه په لباس کي کتل يا لباس ټکوهل د سنت او آدابو څخه دي، ځکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چي پر الله تعالی او د آخرت پر ورځ ايمان لري نو موزې دي نه اغوندي تر څو چي ټکوهلی يې نه وي.

تشريح: که څه هم دغه حديث د الفاظو له رويه د موزو په اړه وارد سوی دئ مګر علماء کرامو د اغوستلو د ټولو انواعو (قسمو) لپاره بللی دئ، ځکه د حشراتو (خزندو) څخه د ځان ساتلو لپاره د اغوستلو په هر شي کي کتل سنت دي([6]).

(٦) د لباس اوږدوالی

د ښځو لباس پر دوه ډوله دئ، يو مستحب دوهم جائز.

اول: د ښځو لپاره مستحب لباس دا دئ، چي قميص يې د پښو (بجلکو) څخه يوه لوېشت لوړ وي.

دوهم: جائز لباس يې دا دئ، چي د پښو (د بجلکو) څخه يې قميص يو شرعي ګز لوړ وي([7]).

(۷) په لباس کي د لويي (تکبر) څخه ځان ساتل

تزوير يعني د خلکو په مخکي خپل ځان يا لباس په دا ډول ښکاره کول چي دا ډول لباس يوازي زه لرم، بل څوک يې نه لري او پخپل لباس باندي په باطله طريقه ځان ښايسته کول. دا عمل د لباس د آدابو څخه نه بلل کېږي. بلکي په لباس کي اعتدال او ميانه روي اختيارول په کار دي([8]).

(۸) په لباس کي تواضع کول

په لباس کي تواضع (عاجزي) کول خپل ځان د لباس د اغوستلو په ذريعه پر بل باندي لوړ بلل په کار نه دي، او په لباس کي اوسط لباس اغوستل مناسب دي([9]).

(۹) پاک لباس اغوستل

د لباس له آدابو څخه يو ادب پاک لباس اغوستل دي، ځکه چي کله لباس خيرن سي نو پرېولل يې په کار دي، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم يو څوک وليدی چي هغه خيرن لباس اغوستی وو، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

آيا پاکوونکی يا داسي شی دي  نه درلودی، چي لباس دي په پرېولی وای([10]).

منبع:د ښځو د لباس او سینګار شرعي حدود.

مؤلف: مولوي محمد مجاهد. | تعلیم القرآن اسلامي راډیو اداره.


([1]ترمذي: کتاب الادب، ج ۲، ص ۱۰۹.

([2]) (ابو داود: کتاب اللباس، ج ۲، ص ۵۵۸).

([3]) عن ابي هريرة = کان رسول الله 3 اذا لبس قميصاً بدأ بميامنه (ترمذي: کتاب اللباس، ج: ٦، ص ۳۹۰. ط: المکتبة الشاملة و رقم الحديث: ۱٦۸۸).

([4])عن ابي هريرة = ان رسول الله 3 قال اذا انتعل احدکم فليبدأ باليمنی و اذا خلق فليبدأ بالشمال … (الحديث). قال نووي W فيستحب البداءة باليسار فی کل ما هو ضد ما يتسحب فيه البدأ باليمين … و من ذلک … والسراويل والکم … الخ (شرح مسلم للنووي: ص ۷۴ – ۷۵، فتح الباري ص ۳۱۲، ج ۱).

([5]) (اذکار النووي: ص ۲۴).

([6]) من کان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يلبس خفيه حتی ننفضهما.

و هذا الادب و ان کان لفظه وارداً فی الخف … عند تطبيقه فی سائر أنواع اللباس (احکام تجميل النساء: ص ۳۵۵).

([7]) و عن ابن عمر = قال رخص رسول الله 3 لامهات المؤمنين فی الذيل شبراً ثم استزدنه فزادهن شبراً فکن يرسلن الينا فنذرع لهن ذراعاً (ابوداود: کتاب اللباس، ص ۷۷٦، باب فی قدر الذيل).

و قال ابن حجر W: والحاصل ان النساء لهن حالان: حال استحباب و هو ما يزيد علی هو جائز للرجال بقدر الشبر و حال جواز بقدر الزراع (فتح الباري: ص ۲۵۹، ج ۱۰).

([8]) عن عائشة C ان أمراة قالت يا رسول الله 3 اقول ان زوجی اعطانی ما لم يعطنی فقال رسول الله 3 المتشبع بما لم يعط کلابس ثوبی زور (مسلم: کتاب اللباس والزينة، باب النهن عن التزوير، ص ۱۹۲، ج ۲).

والمقصود ان يظهر للناس اتصافه بدالک.

([9]) التواضع فی اللباس والتوسط فيه، فيستحب التواضع و ترک الترفع فی اللباس تواضعاً (تجميل احکام النساء: ص ۳۵۸).

([10]) عن جابر بن عبدالله اتانا النبی 3 فرأی رجلاً شعثا … و رأی رجلا آخر عليه ثياب و سخة فقال اما کان هذا يجد ماء يغسل به ثوبه (ابو داود: کتاب اللباس، ص  ۳۳۲، باب فی غسل الثوب).

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …