مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د نوي اسلامي کال اړونده څوخبري!

د نوي اسلامي کال اړونده څوخبري!

د نوي اسلامي کال اړونده څوخبري

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو

۱: په اسلام کي لمریز (شمسي)کال ته اعتبار نسته هغه که هجري وي او که میلادي وي، بلکي سپوږمیز (قمري) کال معتبر دئ، البته که څوک د اړتیا پر مهال د لمریزي سنې څخه استفاده کوي منع نه ده.
۲: #د اسلام په مبارک دین کي تمام احکام پر قمري سنه باندي تطبیق کیږي، لکه د رمضان المبارک تعین، د حج میاشتي ، ذکات… او داسي نور، که څوک پر شمسي سنه باندي زکات ورکوي نه صحیح کیږي او نه هم نور احکام پر شمسي سنه باندي تطبیقول جایز دي.
۳: #خپلو اولادونو ته هجري اسلامي سنه ورښوول ضرور او ددین سره مینه ده‎.
۴: د #اسلامي سنې لومړۍ میاشت حسن حسین (محرام الحرام ) ده.

۵: #داسلامي سنې د میاشتو نومونه په لاندي ډول دي:

لومړۍ میاشت: حسن حسین (محرم الحرام)

دوهمه میاشت: صفره (صفر المظفر)
درېیمه میاشت: لومړۍ خور (ربیع الاول)
څلورمه میاشت: دوهمه خور (ربیع الثاني)
پنځمه میاشت: درېیمه خور (جمادي الاولی)
شپږمه میاشت: څلورمه خور (جمادي الثاني)
اوومه میاشت: د خدای تعالی میاشت (رجب المرجب)
اتمه میاشت: برات (شعبان ا لمعظم)
نهمه میاشت: دروژه (رمضان المبارک)
لسمه: کوچنی اختر (شوال المکرم)
یوولسمه میاشت: میاني (ذوالقعده)
دوولسمه میاشت: لوی اختر (ذوالحجه)
۶: #د اسلامي کال په شروع کي لاندي دعاء ويل ښه کار دئ، اصحابانو مبارکانو به ویل:
اللَّهُمَّ أَدْخِلْهُ عَلَيْنَا بِالْأَمْنِ، وَالْإِيمَانِ، وَالسَّلَامَةِ، وَالْإِسْلَامِ، وَرِضْوَانٍ مِنَ الرَّحْمَنِ، وَجَوَازٍ مِنَ الشَّيْطَانِ .
(المعجم الاوسط:۷\۲۲۱)
۷: #د اسلامي کال یا اسلامي سنې لومړۍ میاشتي ته ځکه محرم الحرام ویل کیږي، چي دا میاشت محرمه وه یعني جنک پکښي کول حرام و.
۸: #مهمه خبره داده، چي داسلام په شروع کي تاریخ نه و ، دحضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه په خلافت کي ابو موسی اشعري رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه ته ولیکل، چي ستا په خطونو کي سنه (تاریخ) نسته بیا حضرت عمر رضي الله عنه د اصحابانو سره مشوره وکړل ، اصحابان مبارکان کښېنستل د تاریخ ټاکلو لپاره یې لاندي نظرونه ورکړل:

الف: د رومیانو د پاچاهانو په څېر تاریخ وټاکو.

ب: د فارس د پاچاهانو په څېر تاریخ و ټاکو.

ج: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد څخه تاریخ ټاکو.

د: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه تاریخ و ټاکو.

هـ: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت څخه تاریخ و ټاکو.

لومړني نظرونه په دلایلو رد کړل سوه پر وروستي نظر باندي اتفاق راغلی حضرت عمر بن خطاب، حضرت عثمان بن عفان او حضرت علي رضي الله عنهم و ارضاهم وروستی نظر تائید کړ بناء د همدغه نېتې څخه اسلامي تاریخ را پیل دئ.

پاملرنه:

په پورتنۍ مشوره کي د هجري کال تر تعین وروسته د لومړۍ میاشت پر تعین هم مشوره واخیستل سوه اصحابانو مبارکانو لاندي نظرونه ورکړل:

الف: لومړی خور د کال لومړۍ میاشت وټاکل سي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې میاشت کي هجرت کړی وو.

ب: رمضان المبارک لومړۍ میاشت وټاکل سي ځکه په دې میاشت کي قران نازل سوی وو.

ج: د محرم الحرام میاشت وټاکل سي ځکه دغه میاشتي ته دحج مراسم خلاصیږي.

په پورته درو نظرونو کي د اصحابانو پر وروستنی نظر باندي مشوره ووتل او همدا میاشت د هجري سنې لومړۍ میاشت و ټاکل سوه.
۹: #کوشش وکړئ ، چي اسلامي سنه یا اسلامي تاریخ په استعمال کي راولئ ، د اسلام د مبارک دین لپاره ستره نښه ده او د توان تر بریده دمیلادي سنه مه استعمالوئ.
۱۰: #رسول الله صلی الله علیه وسلم د کال د لومړۍ میاشتي روژې نیول زیات ثواب لرونکي بللي دي.
النسائي رقم: ۱۶۱۳
۱۱: #د_نوی اسلامي کال د لومړۍ میاشتي لسمه ورځ خورا مهمه ورځ ده په دغه ورځ روژه نیول ډېر ثواب لري خو باید د نهم روژه هم ورسره ونیول سي.
۱۲:#غالبا به دا زما ددې کال وروستی لیکنه وي که الله جل جلاله ژوند او توفیق راکړی وو د راتلونکي لیکني سره به ۱۴۴۲ ه ق لیکلی وي(لیکنه د تیر کال ده…۱۴۴۳) او که زما د ژوند یا توفیق کتاب بند وو، نو دعاوي به سره کوو.

هیله!

د نورو سره یې هم شریکه کړئ، ممکن یو څوک ځني مستفید سي.

په درنښت ستاسو ورور:

مولوي عبدالهادي حماد ۲۹ ذوالحجه، ۱۴۴۱ ه ق د کال وروستی ورځ/ لیکنه د تیر کال ده.

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …