د مور خدمت
حاجیان له کعبې طوافونه کوي، له خپل رب څخه د بخښنې دعاوې غواړي، لمر هم تېز او ګڼه ګوڼه هم زیاته ده…
یوه یمني خپله مور په شا کړې ده، ستړی ستومانه او خولې پرې ور ماتې دي، د ده عمر خوړلې مور له ناستې ولاړې وتلې ده او زوی یې پرې د کعبې طوافونه کوي. زوی یې د خپلې مور خدمت خپله دنده ګڼله او باید ویې هم ګڼي، ځکه دا همدغه مور وه چې خپل زوی یې نهه میاشتې په نس کې و ګرځاوه او بیا یې شاوخوا درې کاله په غیږه کې وپاله او د خپل زوی په روزلو کې یې ډیرې تنګسې، بې خوبۍ او نورې ګڼې ستونزې تېرې کړې.
ابن عمر رضی الله عنهما د کعبې تر څنګ ولاړ دی، دغه یمني سړي پرې سلام وکړاو له سلام وروسته یې وار له واره وویل: ما خپله مور په شا کړې ده او د کعبې طواف پرې کوم، ایا په دغه کار سره ما د خپلې مور حق ادا کړ؟
ابن عمر رضی الله عنهما ورته وویل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح او تن یې په لاس کې دی، تا په دغه کار سره د خپلې مور د هغو ساګانو د یوې حق هم نه دی ادا کړی چې ستا مور ستا د زېږون پر مهال ایستلي دي، ستا دغه ټوله ستړیا او سختي ستا د زېږون پر مهال ستا د مور د یوې اخیستل شوې سا سره برابره نه ده.
(منبع: پر تقوا ولاړه کورنۍ، ژباړه: محمد جعفرهاند|تعلیم القرآن اسلامي راډیو)
دا هم ولولئ