مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د قدر په شپه ولي يوه دعا قبليږي؟ او رڼا ولي راځي؟

د قدر په شپه ولي يوه دعا قبليږي؟ او رڼا ولي راځي؟

د قدر په شپه ولي يوه دعا قبليږي؟ او رڼا ولي راځي؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو

د شب قدر اړوند څو خبري:

داچي د نن شپې څخه د نبوي هدايت مطابق د قدر د شپې احتمال شته ځکه نو لاندي خبري مي ښې وګڼلې که مو ورپام نه ورپام به مو سي:
۱: #د قدر شپه یا شب قدر په کال کي یو ځلي راځي خو دقیقه یې شپه معلومه نه ده البته د ځينو احاديثو په رڼا کي يې اټکل کېدای.
۲: د #قدر شپې د طلب په موخه دتاریخ په اوږدو کي علماوو خورا ژور تحقیقات کړي دي آن تردې چي پنځوس قولونه علماوو او محقیقینو پکښي سته ، د ډېرو دلایلو او تجربو په وړاندي کولو سره وایي: د قدر شپه د روژې په میاشت کي ده او غالبا به د طاق شپه وي یعني ۲۱ ، ۲۳ ، ۲۵، ۲۷ ، ۲۹ شپو کي به وي. والله اعلم.
۳: #که د چا په توان وي دغه شپې دي په عبادت کښېباسي که نه نو په دغو شپو کي صحیح تراویح او په پیشلمي تهجد که څوک وکړي غالبا به یې د قدر په شپه عبادت کړی وي.
۴: #هغه خبره صحیح نه ده چي د قدر په شپه به ضرور پړکنده رڼا راځي. او که چا رڼا ونه لیده ګواګي هغه دشب قدر څخه محروم سو.
۵: #داخبره هم در واغ ده چي په دغه شپه به صرف یوه دعا کوي تر یوې دعا زیاتي نه قبلیږي.
فکر وکړئ! الله جل جلاله مسکین نه دئ څومره دعا چي مو په توان وي الله جل جلاله یې قبلوي.
هغه قصه به مو اورېدلې وي ، چي کوچی شوکدر لیدلی وو دستي يې دعا وکړه چي سل کتي او سل اوخان غواړم ، وایي: سهار سل کتي پرتې وي اوښان نه وه ځکه چي په دغه شپه صرف یوه دعا قبلیږي، دوهمه نه قبلیږي ، دغسي افواهات خپرول ښه نه دي.
۶: #داچي داشپه ولي پټه سوه؟ علماوو يې د پوټوالي لاندي لاملونه بيان کړي دي:

الف: دا چي که دغه شپه معلومه واى نو ډيرو خلګو به يوازي په دغه شپه عبادت کولاى په نورو شپو کي به غافله واى.

ب: #که دغه شپه معلومه واى نو ډيرو خلګو به پر ګناه باندي زړورتيا کولاى ددوئ به يقين واى چي په دغه شپه ټول ګناهونه بخښل کېږي نو ځکه الله جل جلاله دغه شپه پټه کړه اوس څوک پر دنيا باندي دلاوري نسي کولاى ځکه دى په دې آند وي چي ګوره چي زه دغه شپه پيدا کړم که يا.

ج: که دغه شپه معلومه واى او د يو چا څخه اتفاقا دغه شپه پاته سوي واى نو د فکر خرابۍ او نورو په وجه به بيا هيڅ شپه نه ويښېدلاى اوس خو لږه تر لږه دوې درې شپې ددغه شپې په اميد روڼوي.

د: څومره شپې ددغه شپې په لټه څوک ويـښ پاتيږي د هغو ټولو جلا جلا ثواب دئ. او داسي نور مصلحتونه هم سته

۷: #که څوک ددغه شپې حقیقي انځور معلومول غواړي نو زموږ د مدرسې دفيج خادمانو زما يوه ليکنه پر فيج نشر کړې ده لطفا دي کوم خادم هغه ليکنه يا يا يې لينک په کمینټ کښي کښيږدي.
۸: #څوک چي د قدر شپه په اخرو لسو شپو کي یادوي د هغو پر رایه معتکف حتما تر ۸۳ کاله څلور میاشتي زیات ثواب ګټلی دئ. او که څوک د معتکف سره په ثواب کي ځان شریکول غواړي لطفا د هغسي معتکفینو سره د پیشلمي او روژه مات مرسته وکړي چي اقتصاد یې ښه نه وي.
۹: #ممکنه ده چي په دغه شپه الله جل جلاله ځینو خاصو خلکو ته کومه رڼا وښيي یعني مطلق پړکنده رڼا هم نه سي ردېدلای.
۱۰: #رسول الله صلي الله علیه وسلم دقدر په شپه دلاندي دعا ویلو هدایت کړی دی:
اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي.
۱۱: که مو اړتيا وګڼل نور ملګري هم په خبر کړئ.

په درنښت ستاسو ورور:

مولوي عبدالهادي حماد ۲۰ رمضان ۱۴۴۲ ه ق

flat style ramadan kareem greeting with moon and star

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …