همدا پسرلی یې ښه موقع ده!
دا پیغام تر نورو رسول او عمل په کول ګټمن بولم:
رسول اللهﷺ فرمایي:
که څوک د کوم نیالګي یا هم د شین ډوکی کښت وکړي بیا کوم انسان یا مارغه خوراک ځني وکړي دا به دده لپاره صدقه وي.
او دغه صدقه به تر هغه جاري وي چي دغه درخته زرغونه وي.
په پورته حديث دعمل ګټي:
۱: که د رسول اللهﷺ په دغه هدایت عمل وکړو د سنتو د او نبوي حکم د عملي کېدو ثواب به مو ګټلی وي.
۲: د دوامداره صدقې اکاونت به مو خلاص کړي وي.
۳» هر دیني عمل دنیوي ګټي هم لري ځکه نو کښت کول د چاپیریال په پاکوالي ، صحت ، دسیلابونو د تاوانونو په مخ نیوي ، د وچکالۍ په مخ نيوي او داسي نورو کي رغنده رول لري.
هيلي!
۱: لطفاً صرف یو نیالګی زرغون کړئ !
۲: که یې نسې کولای لطفاً نور ورته تشویق کړئ!
۳: که نور نه سي تشويقولای نو لطفاً شنه سوو درختو ته نقصان مه رسوه.
په درنښت ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۱۱ شعبان ۱۴۴۲ هق