لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه
لطفا لاندي خبري په نظر کي ونیسئ او نور هم په خبر کړئ:
۱: لاندي دعا ووایاست:
اللَّهُمَّ حَوَالَيْنَا وَلاَ عَلَيْنَا ، اللَّهُمَّ عَلَى الآكَامِ وَالظِّرَابِ ، وَبُطُونِ الأَوْدِيَةِ ، وَمَنَابِتِ الشَّجَرِ.
۲: د باران د درېدو خواست مه کوئ بلکي د شر څخه د ژغورني خواست وکړئ.
۳: دهمسایګانو حال واخلئ.
۴: شتمن او واکمن خلک د ژغورني لپاره نمبرونه اعلان کړئ او د توان تر بریده همکاري ورسره وکړئ.
۵: د خپل کور چاپیرال ته په دقت فکر وکړئ د احتمالي خطري ځایونو څخه لیري سئ.
۶: کوشش وکړئ د اړتیا پرته دباندي مه وزئ.
۷: پر احتمالي خطرناکو لارو مه ځئ.
۸: د توان تر بریده نفلي لمونځ ادا کړئ.