تعصب څه ته وايي؟
لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه
د تعصب لفظ زموږ پر ژبو خورا ډېر خپور دئ که لږ تحقیق ورباندي وسي ښه یې ګڼم!
ممکن لیکنه اوږده سي که یې ووایاست ښه به وي، ددې لپاره نه ، چي تاسو ګټه ځني واخلئ بلکي ددې لپاره چي ممکن نیمګړتیاوي پکښي وي زما ورته را پام کړئ ځکه دا زما خپله څېړنه ده، یعني دکوم ماخذ څخه مي نه ده را اخیستې او زه تل پر خپلو څېړنو ډېر ډاډه نه یم.
د تعصب لفظ د عصب څخه اخستل سوی دئ او عصب په عربي ژبه کي پلې ته وايي، چي د ژوندي موجود د هډوکي او غوښي په څېر دریم عنصر ورته ویلای سو.
او په اصطلاحي لحاظ تعصب دوه ډوله تعریفیږي:
۱: د تعصب حقیقي معنا: داچي عصب اصلا د پلې په معنا باندي دئ ، ځکه نو هغه قریب ته عصبه ویل کیږي چي د انسان نسبي قریب وي لکه پله چي د انسان د وجود عنصر دئ همداسي هغه نسبي قریب هم د انسان جز بلل کیږي چي دده نسبي قریب وي. پاته دي نه وي چي دغه عصبه بیا په خاصه او فقهي معنا هغو قریبانو ته ویل کيږي چي د مسلمان په میراث کي حق لري چي عبارت دي:
الف: خپل جز، لکه زوی ، د زوی ، زوی او داسي نور.
ب: د پلار جز، لکه ورور، د ورور اولاد…
ج: دنیکه جز، لکه اکا، د اکا اولاد….
او عصبه په عامه معنا باندي هر هغه قریب ته ویل کيږي چي دیوه کس سره په قوم، وطن، ژبه او داسي نور کي دقربت اړیکه لري.
همدغه عصب که د عربي قانون له مخي تفعیل باب ته واړول سي نو تعصب به ځني جوړ سي بیا به یې معنا عصب پالل وي یعني قرابت پالل. او څوک چي قرابت پالي هغه ته به متعصب وايي یعني قرابت پالونکی، البته قرابت پالل بیا دوه قسمه دي:
جایز او نا جایز.
۱: جایز هغه قرابت پالل دي چي څوک د خپل قریب همکاري د مظلومیت پر مهال کوي یا داسي مالي او ځاني همکاري ورسره کوي چي د بل چا حق نه پایماله کیږي. دا کار جایز څه بلکي فرض دئ داسي قرابت ته په اصطلاحي لحاظ تعصب نه بلکي صله رحمي ویل کيږي چي په اړه یې په شریعت کي خورا ژور بحث سوی دئ او د ښې معاشرې یو لوی باب بلل سوی دئ، د انساني ژوند د حیواني ژوند سره د توپیر یوه لویه بېلونکې نښه بلل سوې ده.
له همدې امله علماء فرمايي: که څوک دخپل قوم ، یا خپلي ژبي یا هم خپل نژاد هغه حقوق غواړي چي چا ځني تلف کړي وي دې ته دصله رحمي ویل کيږي او دا لازم کار دئ هر مسلمان یې باید التزام وکړي.
۲: نا جایز قرابت پالل دادي چي که دکوم کس قریب د چا سره په مقابله کي راسي نو دی یې فورا ملا تړ کوي که یې مبارزه پر حق وي او که پر ناحقه وي داسي ملاتړ ته تعصب وايي او پالونکي ته یې متعصب وايي.
د دغسي تعصب منع په اسلام کي په سختو ټکو راغلې ده او دا خبره واضح سوې ده چي په اسلام کي هغه انسانیت مهم دئ چي حق پېژندونکي او د انسانیت پر هغو معیارونو برابر وي چي فطرت ورته ټاکلي دي او بیا یې دیوه لوی سلطان مبین سره بشریت ته په ډاکه کړي دي.
له همدې امله مشران فرمايي: تاسو دخپل قوم ناحقه ملاتړ مه کوئ، د خپل ورور په ننګه په هغه صورت کي مه کوئ چي د چا سره ظلم کوي بلکي په دې حالت کي مو د ورور سره ریشتنې مينه داده چي د ظلم څخه یې منع کړئ.
۲: دتعصب عرفي معنا: دتعصب عرفي معنا چي دعامو خلکو په خولو کي ده هغه له دې څخه عبارت ده چي څوک ځان ځاني کونکی او یا هم دهغه چا ننګه کونکی وي چي دده ګټي ، قوم، نژاد، وطن، ژبه او داسي نوري فکري ریشتې ورسره شریکي وي. په همدې حالت کي زیات وخت سوء تفاهم هم رامنځته سي د مثال په ډول که یو چا ته خپل وطن ښه ښکاره سي او صفت یې وکړي که دچا خوښ نه راغلی دستي وايي: دا څنګه متعصب دئ. که چا دخپلي ژبي ستاینه وکړه د بلي ژبي کس فورا وايي: دا څنګه متعصب دئ، دې ورته نو که څوک د خپلي مفکورې ستاینه کوي، یا دقوم یا د تګ لاري او داسي نور…او داسي کسان دي هغه کسان متعصبین نه بولي چي خپلوۍ په صحیح طریقه پالي بلکي په صحیح طریقه خپلوۍ پالونکي کسان نېکان دي.
په هر صورت که په عرفي معنا باندي تعصب را مخته کوو نو دا زموږ الهي مسؤلیت دئ چي د تعصب ټاپه به هغه وخت پر چا وهو چي ده ته د نسبت کېدونکي کس یا فکر ستاینه په هغه شکل وکړي چي وړ یې نه وي ، باطله وي، او دنورو ریشتینو خلکو یا مفکورو حیثیت پکښي پایماله کیږي.