مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / پټ سړی، د اخلاص او ایمان خوندوره کیسه (استسقاء)

پټ سړی، د اخلاص او ایمان خوندوره کیسه (استسقاء)

پټ سړی، د اخلاص او ایمان خوندوره کیسه

لیکوال: حامد افغان| تعلیم القرآن اسلامي راډیو

امان ابن الجوزي رحمه الله په “صفة الصفوة” کې او امام الذّهبي رحمه الله پخپل غوره کتاب “سير أعلام النّبلاء” کې د امام محمد بن المنكدر رحمه الله په ژوند لیک کې د هغه یوه عجیبه او خوږه کیسه راخیستې ده، چې دلته یې خپلو درنو لوستوالو ته پښتو کوم.

محمد بن المنکدر وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې به زه یوې ستنې ته کینستلم، او هلته به مې د شپې لمونځ کاوه، یو وخت په مدینه کې کاختي راغله د مدینې خلک د استسقاء لمانځه ته راووتل، لمونځ وشو خو باران ونشو، ماخستن مې په مسجد نبوي کې د تهجد لمونځ وکړ، وروسته خپلې ستنې ته کینستلم، چې کتل مې یو تور سړی راغی، له رنګه زېړ زبېښلی معلومیدی، لنګ یې وهلی و او یو کوچنی څادر یې په غاړه و.

هغه لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه: یا الله! ستا د نبي د حرم خلک د باران غوښتلو ته راغلي وو خو تا باران ونه کړ، زه په تا قسم کوم چې خامخا به باران کوې.

محمد بن المنکدر وایي: ما له ځانه سره وویل چې لیونی دی، خو چې هغه دعا ختمه کړه سمدستي تالنده او بریښنا شوه، او شړکنده باران پیل شو، هغه له دعا وروسته د الله عجیب حمد او ثنا وویله، چې ما هیڅکله نه وه اوریدلې، هغه وویل: یا الله! زه څه یم، او زه څوک یم چې دومره ژر مې دعا قبوله شي، خو دا ستا د حمد او ثنا برکت ده، او دا ستا د قوت کارونه دي.

وروسته یې څادرونه وتړل او په لمانځه ودریدی، ښه ډېر لمونځ یې وکړ، بیا یې وتر وکړل، او زموږ سره د سهار په لمانځه ودریدی، له لمانځه وروسته روان شو، زه له شا ورپسې شوم، بهر د باران زیاتې اوبه ولاړې وې، په هغو ابو کې ګډ شو او زه ورپسې وم، خو اخیر رانه ورک شو او پوه نشوم چې په کومه خوا ولاړ.

سبا زه بیا هغه مهال نبوي جومات ته ولاړم، له لمانځه وروسته خپلې ستنې ته کینستلم، چې کتل مې هغه سړی بیا راغی، اوږد لمونځ یې وکړ، بیا مو د سهار لمونځ په جماعت ادا کړ، دی ووت او زه له شا ورپسې ووتلم، دی مخکي او زه ورپسې وم، کوم کورته چې دی ننوت هغه کور مې راته معلوم کړ او بیرته مسجد نبوي ته راغلم.

د سهار لمر چې راوخوت له جوماته ووتلم او د هغه کور ته ورغلم، چې ومې لید هغه موچي و او بوټونه یې ګنډل، ما ته یې چې ولیدل ویې پیژندلم او راته کړه یې: اې د الله بنده زما سره کوم کار لرې چې زه یې په پټه درته وکړم؟ ما ورته وویل: ته هغه پرونی سړی نه یې چې د باران دعا دې زما خواته وکړه؟ زما په دې خبره د هغه مخ تک تور شو، غوسه شو او راته ویې ویل: د منکدر زویه! هغه کیسې پریږده، ابن المنکدر وایي: ما چې د هغه غوسې ته وکتل ورنه ولاړ شوم او ولاړم.

ابن المنکدر وایي سبا د شپې بیا نبوي جومات ته ولاړم، سهار لمونځ مې وکړ، کله چې لمر راوخوت بیا د هغه کره ورغلم، چې ومې لیدل د کور دروازه یې خلاصه ولاړه وه او هیڅ شی هم نه و، زه حیران ودریدلم، د هغه ځای خلکو راته وویل: وه وروره! پرون دې له دې سړي سره څه مشکل پېښ شو؟! ما ورته وویل: هیڅ شی نه و! هغوی راته وویل: پرون چې څرنګه ته له ده نه ولاړې ده د خپل کور ټول سامان وتاړه او ولاړ، او پته نشته چې چرته ولاړ؟!

محمد بن المنکدر وایي: ټوله مدینه مې کور په کور وکتله خو هغه مې پیدا نه کړ. اې پټ سړیه! الله دې درباندې ورحمیږي، او الله دې زموږ په حال هم رحم وکړي. رښتیا د داسې سپېڅلیو مخلصو او د الله د رښتینیو بندګانو په برکت په انسانانو برکتونه او رحمتونه راوریږي، حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله له دې امت سره د امت د کمزورو د دعاو په برکت او د هغوی په لمنځونو او اخلاص سره مرسته کوي. إِنَّمَا يَنْصُرُ اللهُ هَذِهِ الأُمَّةَ بِضَعِيفِهَا بِدَعْوَتِهِمْ ، وَصَلاَتِهِمْ وَإِخْلاَصِهِمْ)) أخرجه النسائي 6/45 .

او بل دا چې د الله رښتیني بندګان خپله معامله له الله سره پټه لري، او نه غواړي خلک یې په دې پټه معامله خبر شي، د نن وخت بزرګان خو د ځانګړو پروګرامونو په زور ځانونه شهرت ته رسوي، یو وخت زموږ ځای ته په اصطلاح یو بزرګ! راغلی و، زموږ یوه ملګري ته یې پټ ویلي و چې که له بي بي سي یا امریکا غږ سره زما په اړه مرکه وکړې، څو خلک خبر شي او زموږ له فیوضاتو! ځانونه برخمن کړي!

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …