خپل رب ته پرانیستی لیک:
لیکوال: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو
زه پوهېږم چي زما رب دنورو پاچاهانو په څېر لیک ته اړتیا نه لري چي دبندګانو دغوښتني لپاره یې طلب کړي، نه هم قاصد ته اړتیا لري چي دبنده عریضه ور ورسوې بلکي هغه علیم ذات دئ، د هر بنده ږغ په هره تپه تیاره کي هر وخت اوري.
دا لیک زه یوازي ددې لپاره لیکم چي تاسو درانه کتونکي دځان سره په دعا کي ملګري کړم، ممکن ستاسو ګډون ما ګناهکار انسان ته سپېڅلتیا را وبخښې او حیثیت مو ددې جوګه سي چي رب راباندي ولوریږي.
او تاسو درانه ملګري،پر لاندي دعا باندي
آمین، ووایاست.
لویه ربه!
زه بیخي محتاج یم خو اوس خپل عجز تر دې سرحده رسولی یم چي ستا څخه ستا درضا پرته بل څه نه غواړم.
لویه ربه! زه ستا د رضا پرته ستا څخه مال، اولاد، حیثیت ، جنت او هیڅ امتیاز نه غواړم بلکي که ما ستا په بندګي کي ستا دعظمت په وجه یوه سجده کړې وي!
که مي ستا دحکم منلو په وجه کوم لمونځ په اخلاص ادا کړی وي!
که مي ستا لپاره درضا لپاره کومه روژه نیولې وي!
که مي ستا دميني په وجه بدخابي منلې کړې وي!
که مي ستا له ډاره یوه اوښکه توی کړې وي!
که مي ستا ددین په وجه ژبه او قلم چلولي وي!
که مي ستا ددین د پرمختګ په وجه پر ځان او زړه جرحه منلې وي!
که مي ستا ددین ددعوت په وجه خاورين ګرځ او یا هم دخلکو توهین پر ځان منلی وي!
که مي ستا ددین دغم په وجه شونډي وچي کړي او یا مي هم څېره ژړه سوې وي!
که مي ستا د لوړ مقام منلو په وجه ستا دسپېڅلي کعبې په حرم کي پلونه ستړي کړي وي!
که مي ستا دسپېڅلي پیغمبر دميني په وجه دهغه په سپېڅلي مسجد کي تاته عجز کړی وي!
که مي ستا د لوړ شان ښکاره کولو په موخه ستا دمخلوق معنوي او فزیکي تکلیفونه پر ځان منلي وي!
که مي ستا سره دعهد په وجه ستا دمخلوق داصلاح او سمون په وجه ځان ستړی کړي وي!
که مي ستا ددین دتعمیل په وجه مال مصرف کړی وي!
او که مي لوی یا کوچنی عمل ستا د ربوبیت په وجه تر سره کړی وي او تا په خپل دربار کي دقبولیت په لورونه نازولی وي!
نو اې زما ربه ! نن مي ټول ستا دربار ته ایښي ، تاته مي بخښلي او زه یې ستا درضا پرته دبلي هیڅ بدلې غوښتونکی نه یم بلکي دټولو اعمالو بدله مي ټول اسلامي امت ته خصوصا افغان ملت ته بخښلې ده.
اې ربه! که تاته زما په دغو اعمالو کي یو کوچنی عمل هم خوښ راغلی وي فقط دهغه له لوریه زما دغه کړېدلی او ځورېدلی ملت نور د کرارۍ او سوکالۍ په ګينه ونازوې.
دځوانانو، مشرانو او کشرانو مو دترقۍ ، سوکالۍ او ارامۍ په امتیاز سترګي یخي کړې.
لویه ربه!
ددې خاوري د هري لویشت څخه دوینو او باروتو بوی راځي.
دلته یتیمان پلرونه غواړي.
دلته مځکي مالکان غواړي.
دلته مېرمني دخپل ژوند د اوږده سفر ملګري غواړي.
دلته هر ترخه، هره درخته، هره لار او هر ګودر د وحشت شاهدي ورکوي.
نه دامن سوکالي سته.
نه دعلم او عبادت دشباب ګلونه سته.
نه دځوانانو دسالم رقابتونو مستي ولولې سته.
نه پیغله ، نه ګودر سته، نه حیاء او نه عفت سته.
نه مینه، نه صله، نه تعاون او نه پرمختګ سته.
دلته هر څوک ملامت دئ.
ټول افغانان ملامت دي.
دلته هر څوک ملامت او هر څوک سپېڅلی دئ.
دلته دهر چا مرګ روا دئ او دلته د ټولو مرګ ناروا دئ.
دا معما نه بلکي حقیقت دئ.
دلته هر څوک دهشتګر دئ، دلته هر څوک دپردو غلام دئ خو له بله اړخه بیا هیڅوک هم بد نسته او دښوالي او بدوالي قانون د ډلو په توان کي دئ.
دلته دټولو دمیني او اتفاق پړی پرې سوی
دلته خلک دخلکو پر لیري والی پروژې اخلي.
دلته خلک ددین او کلتور پر پیکه کولو پروژې اخلي.
دلته مو دمستعدو ځوانانو مرګونه روا سوي دي.
دلته هیڅ مسجد، هیڅ قران، هیڅ ملا، هیڅ ناوې، هیڅ ماشوم، هیڅ کتاب، هیڅ ځوان او سپین ږیری دچا له یرغله په امن نه دئ.
دلته د هر څه دروا کېدو لپاره دلایل پیدا کېدای سي.
دلته د هر چا دسپېڅلتیا لپاره دلایل سته.
دلته دهر چا دملامتېدو لپاره دلایل ویل کېدای سي.
دلته هر مور بوره کېدای سي، دلته هره ناوې کوڼده کېدای سي.
زه چا نه یم لیدلی خو ملامت یم، یو چا زما څخه تحقیق نه دئ کړی خو قضا یې راباندي کړې ده.
دلته دهر چا په وړاندي دتشدد څخه کار اخستل روا دي.
لویه ربه! ته خبر یې چي دلته هیڅ بد عمل ممنوع نه دئ. هر ظلم ته خلک سته.
لویه ربه! لویه ربه! لویه ربه!
بس ! بس! بس! ستا په عظمت دي مي قسم چي نور یې توان نه لرو، ته خبر یې هو! ته خبر یې.
نور زما ټول وروڼه، زما دزړه دکعبې فریشتې جوړي کړه، ربه! زما دزړه څخه ټولو وروڼو دکرکي نفرت او لیري والي تور ماښام لیري کړه.
دا خاوره په خپل محبت ونازوه.
هغسي نظام پکښي پلی کړه چي ستا خوښ او تاته مقبول وي.
نور زموږ څخه صلاحیت واخله، دښو او بدو نظامونو د توپیر فیصلې په موږ مه کوه
لویه ربه! زموږ په اړه صحیح فیصلې او تاته خوښي فیصلې په خپل معنوي قوت وکړې.
لویه ربه! عاجز بنده عبدالهاي حماد ددې دعا په قبولولو ونازوه
امین یا رب العالمین.