مخپاڼه / ځانګړي مطالب / ړوند او څراغ!

ړوند او څراغ!

#ړوند_او_څراغ!

يو ړانده د شپې څراغ اخستی و ، يو چا پوښتنه ځني وکړه ، چي‌ څراغ خو تاته ګټه نه کوي تا ولي څراغ را اخستی دئ؟

ړانده ورته وويل ددې لپاره ، چي بناء خلک مي وويني د هغوی له تاوانه ځان وساتم ، هغوی را پکښي ونه موښلي!

#تنبيه:

۱: تش په پوهه ، بصيرت او علم لرلو خلک دده له شره نه خوندي کيږي.

۲: بنايي يا علم کمال دئ خو که فکر وهل او عقل ورسره نه وي خلک ځني متضرره کيږي.

۳: هر قدم ، حرکت ، قول د بنايي او عميق فکر سره ځان او ټولني ته رڼايي ده.

۴: هغه بې علمه يا ړوند چي خلک ځني ازار نه وي تر هغه علم لرونکي ښه دی چي ړانده لا ځني ارام نه وي.

درنښت:

مولوي عبدالهادي حماد ، جامعه اسلاميه حماديه

۱۶ رمضان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …