مخپاڼه / ځانګړي مطالب / لیلی او مجنون څوک وه؟

لیلی او مجنون څوک وه؟

ليلی او مجنون خيال که حقيقت دئ؟

د پورتنۍ موضوع د تاريخي او شرعي حقيقت معلومولو اړونده لاندي خبري د يادولو وړ دي:
۱: #مجنون زموږ خلک يې په مجلون یادوي اصلي نوم يې قيس بن الملوح دئ.
۲: #مجنون په عربي ژبه کي د لېوني په معنی دئ ، داچي ده د خپلي معشوقې په وجه ډېر د ژوند لذتونه پرېښوول ځکه په مجنون يعني لېوني خلکو ياد کړ، که نه په حقيقت کي لېونی نه وو.
۳: #مجنون د ۶۴۵ ميلادي او ۶۸۸ ميلادي سنې په منځ کي ژوند کړی دئ او د هجري قمري سنې په اعتبار د ۲۴ ه ق څخه شروع بيا تر ۶۷ ه ق پوري يې ژوند کاوه، دغه مهال رسول اللهﷺ وفات سوی وو ، د څلورو مبارکو خليفګانو د خلافت مده هم تېره سوې وه بلکي د مروان بن الحکم او عبدالملک بن مروان په خلافت کي يې ژوند کړی دی چي د هجرت لومړۍ پېړۍ ده.
۴: #مجنون په نجد کي په سنه ۶۴۵ ميلادي کي زېږېدلی دی ، د ژوند لومړۍ حصه يې د بني عامر په کلي کي تېره کړې ده ، چي په حجاز نومي دره کي پروت کلی دئ، دغه دره د مکې مکرمې او مدينې منورې په منځ کي ده.
۵: #په ماشومتوب کي ده او دده د اکا لور #ليلی يو ځای پسونه څرول، د ماشومتوبه يې د اکا د لور سره محبت وو او دغه محبت ورځ تر بلي ډېرېدئ، کله چي هغه لويه سوه په حجاب کي سوه ، دده څخه نهامه سوه ده يې په محبت کي شعرونه ويل او خپل عشق يې د ليلی سره اعلان کړی ، ټول په خبر سوه، هغه وخت په عربو کي په علانيه د عشق اعلان عيب وو، بد يې ګاڼه، بله خبره لا دا وه ، چي دغسي کس به خپلي معشوقې ته مرکه وکړه هغو به څو چنده لوړ مهر ورته وايه چي د عاشق تر وس به تير وو.
۶: د #مجنون قريبانو د ليلی کورنۍ ته دمجنون لپاره مرکه وکړه هغو پنځوس اوښان مهر ورته ياد کړی دا مهر بيخي ډېر وو خو دوی د خپل عادت مطابق دا کار وکړی ځکه مجنون خپل عشق اعلان کړی او چا چي به عشق اعلان کړ د معشوقې قريبانو به همداسي کول، د مجنون کورنۍ دومره مهر ته اوږه نه سوای ورکولای ځکه يې انکار وکړ څه وخت وروسته بل چا ليلی ته مرکه وکړه کورنۍ يې د لسو اوښانو په مقابل کي ورکړه د ليلی واده د هغه بل کس سره وسو ، ليلی دخپل خاوند سره طائف ته ولاړه چي د مکې مکرمې څخه ۱۲۵ کيلومتره ليري دی.
۷: #مجنون د ليلی تر ودېدو وروسته دښتو ته مخه کړه ، يک تنها به اوسېدئ، شعرونه به يې ويل آن تردې چي د عربي ادبياتو د علماوو په نظر د عربي غزل ممتاز شاعر دی، د مجنون د اشعارو مستقل کتاب سته همدا ډول د مجنون او د ليلی عشق پر عربي او فارسي ادب لوی اثر غورځولی دی بلکي د منځنۍ آسيا د ډيرو ژبو ادبياتو يو ډول نه يو ډول اثر ځني اخستی دئ.
۸: #مجنون دژوند ترپایه واده ونه کړی ځکه دده محبت دليلی سره بيخي ډېر وو او د ليلی سره يې هم واده نه دی سوی ځکه هغې خاوند در لودی.
۹: #مجنون به په دښتونو کي د ډبرو په منځ يک تنها اوسېدئ، دده دقومه به يوې ښځي هره ورځ خواړه ور وړل د ډبرو په منځ کي به يې ورته ايښودل، يوه ورځ يې خواره وروړل صبا چي ورغله خواړه نه وه خوړل سوی پلټنه چي پسي وکړه مجنون دډبرو په منځ کي مړ پروت وو يو شعر يې ليکلی وو خپله امضا يې ورباندي کړې وه.
دده د ورستي شعر ژباړه داسي ده:
په خالي سيمو او يوازي ژورو کي يې ډبري بالښتونه کړل خو زخمي زړه او په زخمونو کي پټه سينه له دنیا ولاړی. کاشکي محبت هم يو ځلی عشق کولای چي پوه سوی وای چي د معشوق په بېلتون کي څومره درد دئ.
۱۰: #که څه هم د معاصري زمانې د عربي ادب مشهور عالم طه حسين داخبره کوي چي مجنون حقيقت نه لري بلکي دا خيالي قصې دي خو نور مورخين بيا دده خبري په کلکه ردوي.
۱۱: #يو بل کس هم د قيس په نوم سته چي د هغه نوم قيس بن ذريح اليثي الکناني دی هغه هم شاعر وو او پر لبني بنت الحباب باندي عاشق وو، چي بيا يې مېرمن سوه او بيا يې طلاق ورکړ،چي لوی داستان لري.
………………………………


۱۲: د #شرعي فتوا له مخي په پورته قصه کي لاندي خبري د يادوني وړ دي:

الف: که د کوم چا د يوې ښځي سره نکاح کول خوښ وي نو خپل د خوښي ښکاره کول عيب نه دي، داچي د مجنون او ليلی په قوم کي ياد کار عيب وو دشريعت څخه خلاف د مزاج خبره ده.

ب: په دې جرم چي يوه کس ولي د يوې کورنۍ د ښځي سره نکاح کول ډېر خوښ ګڼي _ مهر ورباندي لوړول غير شرعي کار دئ.

ج: مهر اصلا دښځي حق دئ قريبان يې حق نه لري چي دخپل مزاج يا نا مشروع رواج د تطبيق په وجه مهر لوړ او کښته کړي.

د: کله چي یوه نامحرمه ښځه واده سي بیا هم محبت ورسره ساتل ګناه ده.

ه: #داچي د يوې ښځي سره د يو چا نکاح خوښه وي ،هغه پوره نسي بيا د ژوند تر پايه نکاح نه کول شرعي کار نه دی.

و: که يو څوک د الله تعالی عظمت، د اخرت عذابونه او نعمتونه په صحيح ډول په ذهن کي راولي او په پوره ډول ورباندي عقيده ولري هيڅکله د دنيا د انسانانو په محبت کي دومره نه لويږي چي تارک الدنيا سي.

پاملرنه:

ډېری خلک دليلی او مجنون په اړه پوره معلومات نه لري که مو مناسبه بلل د نورو سره يې شريکه کړئ.
په درنښت ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۲۶ ربيع الثاني ۱۴۴۲ هق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …