مخپاڼه / ځانګړي مطالب / په کعبه شریفه کي دننه د عجیبه شیانو معلومات!

په کعبه شریفه کي دننه د عجیبه شیانو معلومات!

دننه په کعبه شريفه کي چشي سته؟

د پورتنۍ پوښتني د جواب اړوند لاندي خبري د يادولو وړ دي:
۱: د کعبې شريفي د ودانۍ مساحت تقريبا ۱۸۰ ميتره دئ.
۲: دننه په کعبه شريفه کي درې ميلان (ستونه) ولاړ دي، چي د مبارکي کوټې بام ورباندي تکيه دئ. البته رنګ يې خرمايي دئ.
د يادولو وړ ده چي ياد ميلان د لرګي له جنسه دي ، ډېر کلک دي ، نهه ميتر لوړوالی لري ، د سرو زرو نقشې ورباندي سته او عبدالله بن زبير رضي الله عنه له لوري درول سوي دي.
ددغو لرګو عمر ۱۳۵۰ کاله ښودل سوی دئ ، هر ميل بيا پر يوه مربع بنياد باندي تکيه دئ او د هر ميل محيط ۱۵۰ سانتي متره دئ.

يادونه: د سعودي حکومت په قول چي ياد ميلان د ملک فهد په حکومت کي په يوه مضبوط لرګي بدل کړل سوي دي چي په التيک نامه ياديږي او د بورما هيواد څخه راوړل سوي دي.

۳: په کعبه شريفه کي دننه د ميلانو په منځ کي ځيني قنديلونه ځړيږي چي د نحاسو ، الماسو ، سرو او سپينو زرو څخه جوړ دي او ياد قنديلان د نړئ د مشهورو واکمنانو له لوري همدې بيتې سوغاتونه دي.
۴: کله چي د کعبې شريفي په دروازه يو خوش نصيبه ور دننه سي نو راسته طرفته يو مستطيل الشکله ودانۍ ده چي تر بامه رسېدلې ده لکه بې کلکينه غرفه ، دروازه لري خاص قلف ورباندي سته او ورېښمينه ښايسته پرده ورباندي ځړيږي چي په سرو او سپينو زرو نقشې ورباندي سوي دي.
۵: د کعبې شريفي دننه مځکه په رخامو پرش ده چي زياته برخه يې سپينه او لږ رنګه ده.
۶: دکعبې شريفي دېوالونه څلور ميتره اندازه په رخامو ښايسته کړل سوي دي او پاته حصه يې په زرغون رنګه منقوش ټوکر ښايسته کړل سوې ده.

۷: بام يې دننه په ګلاپ رنګه ټوکر پوښلی دی ، چي دشهادت کلمې او د الله تعالی ځيني مبارک نومونه ورباندي ليکلي دي.

۸: دننه په کعبه شريفه کي نهه د رخام ډبري پر دېوالونو باندي موښتي دي چي پر اتو باندي يې ثلث خط باندي په حفري شکل ليکنه سوې ده صرف يوه ډبره ده چي په کوفي خط ليکنه ورباندي سوې ده. همدا ډول د ملک فهد په حکومت کي لسمه ډبره هم ايښودل سوې ده چي د ځينو تغيراتو معلومات پر ليکل سوی دئ. دا خبره دي ياده وي چي دغه ډبري په شپږمه هجري پېړۍ کي ځای پر ځای سوي دي.

۹: په کعبه شريفه کي هغه ځای د مصلی په شکل معلوم کړل سوی دی چي رسول اللهﷺ د فتح په ورځ ورباندي لمونځ ادا کړی دئ.

۱۰: په کعبه شريفه کي دننه يو صندوق پروت دئ ، چي عود خوشبويي او داسي نوري خوشبياني پکښي ايښودل کيږي.
۱۱: د کعبې شريفي د دروازې د چارچوب لاندي بازو د مځکي څخه ۲۲۲ سانتي ميتره لوړ دئ او د دراوزې بر ۱۷۱ سانتی دی ، جګوالی يې ۳۱۸ سانتي ميتره دئ ، وروستی ځل په دروازه کي تغير د سعودي واکمن خالد بن عبدالعزيز په زمانه کي راغلی البته ياد تغير تر ۱۳۶۳ هجري قمري سنې وروسته دی او ډېر لوی تغير دی هغه داچي دروازه يې ۲۸۰ کيلو ګرامه اعلی سرو زرو څخه جوړه کړه چي مجموعي قيمت يې ۱۳ ميليونه څلور لکه شل زره سعودي ریاله جوړېدی.

۱۲: د کعبې شريفي دروازه په کال کي درې ځلي خاصو خلکو ته خلاصيږي.
۱۳: محترمو! که مو مناسبه او ګټمنه بلل د نورو سره يې شريکه کړئ!
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۲ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …