یو سپین ږیري کښتۍ وان ته څو تنه مسافر راغلل، هغوی کښتۍ وان ته وویل چي تر رود مو واړوه.
کښتۍ وان ورته وویل: صحیح ده، مهرباني وکړی کښتۍ ته وخیږئ.
مسافر په کښتۍ کي کښينستل، کښتۍ وان د سفر څخه مخکي دعاوي شروع کړې، موسم ډیر خوندور وو او اوبه پر خپل ځای وې، مسافرو خنداوي شروع کړې او په سپین ږیري کښتۍ وان باندي یې پسخند وهی او په پسخندي ډول یې ویل: چي؛ په دومره ښائسته موسم کي دعاوي کوي، مګر کښتۍ وان د دوی په خبرو باندي سر نه ګرځوی، د دعاوو کولو څخه ورورسته کښتۍ وان کښتۍ چالانده کړه…
څه وخت لا نه وو تیر سوی، نا ببره موسم بدل سو، هوا طوفاني سوه، کښتۍ هر طرف ته ډوبیدل، مسافرو چي دا حالات ولیدل، و بېریدل او دعاوي یې شروع کړې، هغوی د کښتۍ وان څخه هم غوښتنه وکړل چي د دوی سره په ګډه دعاء وکړي.
کښتۍ وان ورته وویل: کله چي ما دعاء غوښتل نو اوبه پر خپل ځای وې، اوس اوبه طوفاني دي، زه خپلي کښتۍ او سفر ته مي توجو کوم.
په خپلو ښو ورځو کي الله ﷻ یاد ساتئ، الله ﷻ به تاسي په بده ورځ یادوي.
ژباړه: سمیع الله دُرانی