ژباړه: سمیع الله دُرانی.
میرمن مي ټلیفون راته وکړ، چي له دفتر څخه راځې بریاني در سره راوړه.
د دفتر څخه چي وتلم، نو باران شروع سو، د زیات باران اوریدو له امله مي بریاني هیره سوه، کور ته ورسیدم، نو اول میرمنې راته وویل:
چي زما بریاني!؟
ما ورته وویل: هغه خو مي هیره سوه!
میرمن مي راڅخه خوابدي سوله، مخ یې تریو ونیوی او راته و یې ویل: یو کار مي هم په تا نه دی پوره، باران اوریدی بل خو هیڅ خبره نه وه…
له دې څخه مخکې چي خبره خرابه سي، ورته و مې: ویل وبخښه اوس به یې درته راوړم، سایوان راکړه.
میرمني چي مي دا خبره واوریدل خوشحال سوله.
پر لار چي تللم، نو فوراً د خپل تېر ژوند خاطره را پیاد سوله؛ یو ورځ همداسي تیز باران وو، ما زما د مور درمل هیر کړي وو، کله چي کور ته راغلم، نو مور ته مې وویل:
ستا درمل راڅخه هیر سوي دي، زه اوس ځمه راوړم یې، کله چي تر کور وتلم، مور تر کالو ونیولمه چي نه به ځې، اوس به یې نه راوړې، باران اوري، سبا به یې راته راوړې.
په دا فکرو کې مي تر سترګو اوښکي راغلې،د باران اوبه او زما اوښکي سره ګډې سوې…
د مور او پلار څخه ما سېوا په ژوند کې هیڅوک رښتینی محبت نه درسره کوي.
دا هم کولای سی ولولی: