مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / درويشتمه لويه ګناه: غلا كول

درويشتمه لويه ګناه: غلا كول

درويشتمه لويه ګناه: غلا كول

الله «جل جلاله» فرمايى :

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالاً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ {38} ([1])

ژباړه : دغله نارينه اوغلې ښځى لاسونه پريكړى سزا د هغه څه چى دوی يې كسب كړى دى اوخبر تيا ده دالله «جل جلاله» له لورى او الله «جل جلاله» ډيرقوى دى ( په تطبيقولو كښى داحكامو ) اوحكمت والا دى په هر كاركښى .

رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : زنا نكوى زناكونكى چى دى دي مؤمن وى غلانكوى غلاكونكى چى دى دي مؤمن وى مګرتوبه اعراض كونكى ده .([2])

يعنی که توبه وباسی خلاصيدای سی . دپورتنی حديث مطلب دادی چې كوم وخت يو څوك زنا كوى يا غلاكوى ايمان ځنى پورته كيږى دمرغه په څير ئى پرسر دريږى چې دزنا يا غلاڅخه فارغه سو بيرته ايمان ورته راسى .

*****

مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد


([1] )  سورة المآئده الاية  ÇÌÑÈ

([2] ) مشکوة المصابيح .

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …