دوه ويشتمه لويه ګناه: په بيت المال كښي خيانت كول
بيت المال چى دټولو مسلمانانو سره شريك دى نوترڅوچی ټول مسلمانان بخښه ورته ونه كړى دالله «جل جلاله» دعذاب څخه نسى خلاصيداى داسى نده لكه غلا چې هغه سړى بخښه ورته وكړى چه ده غلا ځنى كړى ده خلاصيږى ځكه نوموړی کس په ټولو مسلمانانو نسى ګرځيدلاى چې بخښه ځنى وغواړى الله «جل جلاله» فرمايى :
¨إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الخَائِنِينَ {58} ([1])
ژباړه : بيشكه الله جل جلاله خائنان نه خوښوى . .
كوم وخت چى دبدر په غزاء كښى دغنيمت مال ونيول سو يوه توره ياپټو ورك سو ځينو منافقانو ويل دابه رسول الله «صلی الله عليه وسلم» وړى وى الله «جل جلاله» ددغه خبرى دښكاره كولوپه موخه اوپه بيت المال كښى دخيانت كونكى دعذاب په اړه لاندينی آيات شريف نازل كړى :
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ([2])
ژباړه: نه ښايى نبى لره چې څه شى پټ كړى او څوك چى شى (دبيت المال ) څخه پټ كړى په ورځ دقيامت به په هغه شی سره راتلل به وكړى .
يعنى كوم شى چې يې په دنيا كښى پټ كړى وى په ورځ دقيامت چې راسى هغه شى به يې په غاړه وى ټول خلګ به يى شرمنده ووينى .([3])
امام احمد «رحمة الله عليه» فرمايلى دى : تركومه ځايه چى زه پوهيږم نبى «عليه السلام» پر هيچا باندی دلمانځه کولو منعه نده كړى يو دبيت المال پرخيانت کونکی باندی او بل دځان بروژونکی باندی يې دلمانځه کولو منعه کړی ده .
زيدبن خالدجهنى «رضى الله عنه» روايت كوى : چې يو سړى دخيبر په غزاء كښى دبيت المال څخه يو شى پټ كړى ( كوم وخت چې مړسو ) رسول الله «صلى الله عليه وسلم» وفرمايل: دجنازى لمونځ مه پركوى ستاسو ملګری دالله «جل جلاله» په لاره کې خيانت کړی دی .([4])
مأخذ: لوی ګناهونه د دوزخ لمبې
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
******
([1] ) سورة الانفال الاية ۵۸
([2] ) سورة آل عمران الاية ۱۶۱
([3] ) کما جآء فی صحيح مسلم فی حديث طويل برواية ابی هريرة «رضی الله عنه»
([4] ) نقله الامام الذهبی فی الکباير. وتمامه : ففتشنا متاعه فوجدنافيه خرزا من خرز اليهود مايساوی درهمين .