مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د لوی عالم او مسلماني ښځي عجیبه سوال او جواب

د لوی عالم او مسلماني ښځي عجیبه سوال او جواب

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه



پيغام ورکونکی جواب


يوې_مسلماني ښځي د يوه لوی عالم څخه داسي پوښتنه وکړه:
کله چي زه پېغله وم ، نه وم واده سوې ښې روژې مي نيولې ، لمونځ مي کاوه پر عبادت مي يو ډول خوند اخستی اوس هغسي نه يم دا ولي؟
عالم ورته وويل:
د خاوند اهميت څومره ساتې؟ او اړيکي دي ورسره څنګه دي؟
ښځي ورته وویل:
زه د عبادت پوښتنه درڅخه کوم ته د خاوند خبره راته کوي ؟ عبادت او خاوند څه اړه سره لري؟
عالم ورته وويل:
هو ؛ خوري! همداسي ده ځيني ښځي تر واده وروسته پر عبادت خوند نه اخلي.
رسول اللهﷺ فرمايي:
هغه ښځه به هيڅکله د ايمان خوند ونه څکي تر څو چي د خاوند حق ادا نه کړي.
الترغيب والترهيب ۱۹۲۹
يادونه:
په احاديثو کي پر ښځه ډېر ټينګار سوی دئ چي د خاوند حقوق ادا کړي خو ددې معنی دا نه ده چي ښځه نو حقوق نه لري هغه مخکي په نورو ليکنو کي بیان سوي دي.
په درنښت
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …