لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه
دحسن حسین دمیاشتي اړونده څو نکتې:
داچي دحسن حسین میاشت رانژدې ده او په دې میاشت کي ځیني عبادتونه سته او ځیني بیا خرافات دي پېژندل یې پکار دي بناء لاندي نکتې ووایاست ان شاء الله بې ګټي به نه وي که دچا زده وي ددین مذاکره به سي که یې نه وي زده په علم کي به یې زیادت راسي:
۱- #لومړۍ نکته: د حسن ، حسین میاشت په عربي کښي محرم الحرام میاشت بولي ددې میاشت لسمه ورځ په عربي کښي عاشوراء بولي زموږ خلک یې ځیني دهه او ځیني یې د محرم ورځ بولي.
۲- #دوهمه نکته: داسلام په لومړیو کي، چي کله روژه نه وه فرض سوې د محرم په ورځ رژه نیول لازم وه بیا، چي د رمضان د میاشتي روژه فرض سوه بیا ددې ورځي روژه نیول اخیتاري سوه. ابن ماجه ( كتاب الصيام – باب صيام يوم عاشوراء ح 1733(
۳- #درېيمه نکته: که د محرم په ورځ روژه ونیسي د یوه کال ګناهونه به یې معاف کړل سي. أخرجه مسلم (كتاب الصيام ح ( 2746-2747)
۴- #څلورمه نکته: که څوک د محرم د ورځي روژه نیسي باید د نهم ورځي روژه هم ورسره ونیسي ددې لپاره ، چي د یهودیانو څخه مخالفت راسي ځکه هغوی یوازي د لسم روژه نیسي. أخرجه مسلم (كتاب الصيام ح 2266-2267)
۵- #پنځمه نکته : د محرم د میاشتي په لسمه ورځ الله جل جلاله موسی علیه السلام او دده قوم ته نجات ورکړ، او فرعون یې په دریاب کي غرق کړئ، ځکه نو دوی دې ورځي ته خورا احترام درلودئ او په دې ورځ باندي یې روژه ضرور نیول. أخرجه البخاري في : كتاب الصوم – باب صوم يوم عاشوراء ح 2004
۶- #شپږمه نکته: په دې ورځ باندي د کربلاء په لویه دښته کی يوه لویه غمیزه واقع سوې ده، چي د حضرت حسین رضي الله عنه شهادت دئ.
۷- #اوومه نکته: ددې میاشتي لومړۍ لس ورځي زموږ په ټولنه کي ځیني خلک ژړانده شپې بولي په دې شپو کي خلک ودونه نه کوي ، خوشالۍ نه کوي حال داچي دغسي عقیده په شریعت کي کوم اصل نه لري ، ځان ځني ساتل پکار دي بالکل واده کېدلای سي، خوشالي کېدلای سي د حنفي مذهب د علماوو د تحقیق له مخي پر یادو کارونو باندي منع نه ده راغلې دا صرف د خلکو رواج دئ.
۸- #اتمه نکته: ځیني ښځي عقیده لري، چي په دغه شپو کي سر پرېول تاوان پېښوي بلکي وايي: که چا په دې ورځو کي سر پرېولی سر به یې ریږدي داسي عقیده شرعي اصل نه لري.
۹- #نهمه نکته: یو روایت خلک ذکر کوي خو علماوو ضعیف بللی دئ هغه داچي که څوک د محرم په لسمه سترګي په اثمد رانجه توري کړي هیڅکله به یې سترګي ړندې نه سي دغه روایت علماوو ضعیف ځینو موضوع بللی دئ.
۱۰- #لسمه نکته: لاندي روایت علماوو ضعیف بلکي موضوع بللی دئ: که څوک دعاشوراء په ورځ پر اولاد باندي د رزق پراخي راولي الله جل جلاله به ټول کال پر ده باندي د رزق پراخي راولي. الموضوعات الکبرای لابن جوزي.
۱۱- #يوولسمه نکته: لاندي روایت علماوو بې حقیقته بللی دئ، چي وايي: که څوک د محرم د لسم شپه روڼه کړي الله جل جلاله به داسمانونو او مځکو د عبادت ثواب ورکړي. پاته دي نه وي چي نور روایات هم سته ، چي خورا د ډېرو ثوابونو وعدې پکښي سوي خو علماوو ضعیف نه بلکي موضوعي بللی دي.
۱۲- #دوولسمه نکته: د محرم (عاشوراء) ورځ له ډېره پخوا اهمیت لرونکې ورخ ده دا ورځ یوازي د حسین رضي الله عنه په شهادت پوري نه ده تړلې او نه ددې ورځي اهمیت دده مبارک د شهادت څخه را پیل سوی دئ البته الله جل جلاله ده ته لوړ مقام ورکړ، چي دده شهادت یې په داسي مبارکه ورځ نصیب کړ. یادونه: د عبادت منع هیڅ وخت نسته البته دا کار جایز نه دئ، چي یو عبادت په یوه خاص وخت پوري خاص کړي، چي شریعت نه وي خاص کړی.
۱۳- که مو مناسبه بلل د نورو سره یې هم د ثواب په نیت شریک کړي ممکن کوم څوک استفاده ځني وکړي.
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۱ ه ق