مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / یو ویشتمه لويه گناه: مسلمان د زنا په تور نيو ل یا هم ورته ښکنځل کول

یو ویشتمه لويه گناه: مسلمان د زنا په تور نيو ل یا هم ورته ښکنځل کول

(٢١) لويه گناه: مسلمان د زنا په تور نيو ل یا هم ورته ښکنځل کول

دغه گناه ته “قذف” وايي. د قذف بیان داسي سوى دئ،چي يو څوك  پاك مسلمان نارینه یا ښځي ته ووايي: اې زناکاره! یا اې زنا کارې! يا د يو چامېرمني ته ووايي: اې د زناکار مېرمني! يا د يوې ښځي خاوند ته ووايي: اې د زناکاري خاونده! يا د يو چا زوى يا لورته ووايي: اې حرامي! نارينه وي كه ښځينه وي او يا يو هلك ته ووايي: اې لواطت كوونکې! كه چا داسى وويل: نو دلته ويونكي ته دوې لاري دي: يا خو به پر هغه سړي د زنا يا لواطت څلور شاهدان تېروي يا يې لويه گناه وكړه پر دنيا باندي يې عذاب دادئ، چي اتيا دورې به وهل كېږي او په آخرت كي هم لوي عذاب ورته سته، ځكه الله جل جلاله  فرمايى:

﴿اِنَّ الَّذِيْنَ يَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ الْغٰفِلٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ لُعِنُوْا فِي الدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ  ۠ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيْمٌ   23؀ۙ﴾ ([1])

ژباړه: باور وکړئ کوم  كسان چي پاكي ښځي، د زنا څخه ناخبره ښځي او مؤمناني ښځي (د زنا په) تور نيسي  په دنیا او آخرت دواړو کي ورباندي لعنت دئ او د دوى لپاره لوى عذاب دئ.

يادونه:

د علماوو د تحقیق له مخي د دوی د دنيا لعنت  دا دئ، چي اتيا دورې به وهل کيږي او د تل لپاره به يې شاهدي نه قبلېږی، ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

﴿وَالَّذِيْنَ يَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ يَاْتُوْا بِاَرْبَعَةِ شُهَدَاۗءَ فَاجْلِدُوْهُمْ ثَمٰنِيْنَ جَلْدَةً وَّلَا تَــقْبَلُوْا لَهُمْ شَهَادَةً اَبَدًا ۚ وَاُولٰۗىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ  Ć۝﴾ ([2])  

ژباړه: کوم کسان چي پاکي ښځي د زنا په تور نيسي او بيا څلور شاهدان (د خپلی خبري د ثبوت په موخه) نه راولي، نو تاسو يې اتيا دورې ووهئ او د تل لپاره شاهدي مه ځني قبلوئ اودغه کسان فاسقان دي.

سبحان الله! په اوسني وخت کي څومره ډېر خلک په کور، کلي بازار کي داسي خبري کوي چي یو بل ته د زنا تر تور بدتري خبري دي، دا ټول د پورته آیت په حکم فاسقان دي او شاهدي یې منظوره نه ده، که اسلامي نظام وي قاضي یې باید اتیا دورې ووهي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: د الله جل جلاله  نفرت د هغه چا څخه کېږي چي ښکنځل کوي او یا بدي خبري کوي. ([3])

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:  څوك چي پر الله جل جلاله  او پر آخرت ايمان لري نو د خير خبره دي وكړي كه نه نو چوپ دي پاته سي (بدي خبري خو دي بیخي نه کوي).([4])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد


([1])سورة نور، الاية: ۲۳.

([2])سورة نور، الاية: ۴.

([3]) وعن أَبي الدرداءِ رضی الله عنه: أن النبي  صلی الله علیه وسلم قَالَ: مَا مِنْ شَيْءٍ أثْقَلُ في مِيزَانِ العبدِ المُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ حُسْنِ الخُلُقِ، وَإنَّ الله يُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيَّ. (أخرجه: البخاري: 3/16 ( 1825 )، ومسلم: 4/13 ( 1193 ))

([4])عن ابن عمر عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: من كثر كلامه كثر سقطه ومن كثر سقطه كثرت ذنوبه ومن كثرت ذنوبه كان النار أولى، به ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيرا أو ليصمت. (القضاعي في مسند الشهاب، ج: 1، ص:237،  ح:373)

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …