ګرانو طالبانو! له نيکه مرغه تاسو هغه کسان ياست چي دهغه بزرګانو چي يادونه يې مخکي وسوه پر لار په تللو راضي ياست او په دې باور ياست چي ددوى خط سير تعقيب کړئ او ددوى پرقدم باندي قدم کښېږدئ . دومره بې ادبي نه کوم چي ځان ددوى په ډله کي داخل ګڼم ځکه ددوى ډېر لوړ شان دئ الله( دي مو ددوى په خادمانو کي راولي. دالله( لورونه ، احسان او اعطا هر کس ته راتلاى سي ځکه الله( فرمايي:
كُلاًّ نُّمِدُّ هَـؤُلاء وَهَـؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا {20} ([1])
ژباړه : هر يو ددوى ټولو څخه موږ دخپل رب دورکړي څخه برخمن کوو او ستا درب ورکړه دهيچا څخه منع نه ده.
بلي ! الله( قادر دئ چي دپورتنيو بزرګانو په څېر نور خلګ پيدا کړي همدا سي ددين کار دي ځني واخلي لکه دپخوانيو بزرګانو څخه چي يې اخيستى دئ او په هغه پيمانه ثوابونه ور په برخه کړي.
نن ورځ لويو فتنو سر راپورته کړئ دئ دومره لوي دي لکه ددوزخ شغلې ، نژدې دئ چي ټوله دنيا دي وخوري داصحابانو( ټولي هيلي دي دخاورو سره خاوري کړي.
نن ورځ اسلام سوځونکو ، بشريت سوځونکو ، اخلاق سوځونکو فتنو دعلم مقام ترګوتو کړى دئ.
په مصر کي د (ناصريت) په سوريه کي داشتراکيت او په ټولو عربو کي دنشليزم فتنو دمحمدي نبوت سره جګړه پيل کړې ده، نن ورځ درسول اللهL پر سرمايه باندي ير غل سوى دئ ، داسلام او رسول اللهL پلازمېنه دفتنو تر بريد لاندي راغلې ده.
زه په پوره همت سره ويلاى سم چي که نن ورځ امام ابوحنيفة- امام شافعي- ، امام احمد بن حنبل- او امام مالک- ژوندي واى نو حتما به يې دفقهي شريفي تدوين پرې ايښى واى او ددې فتنو سره به يې مقابله پيل کړې واى، تاسو نيک مرغه ياست چي ډېر پخوا دڅلورو امامانو په وخت کي دفقهي شريفي دتدوين کار بشپړ سوى دئ او دغه دروند کار زموږ پر اوږو نه دئ لوېدلى.
الله( لره دي شکر وي چي دفقهي شريفي دتدوين دروند کار ډېر پخوا بشپړ سوى او تکميل سوى دئ چي په هغه وخت کي خورا زياته اړتيا هم ورته وه خو اوس ستاسو لپاره يو بل کار هم سته چي تاسو يې ترسره کړئ. تاسو نيکمرغه ياست ، دالله( درحمت څخه مه نااميده کېږئ، ستاسو زمانه داسي زمانه ده چي دالحاد او بې دينۍ سره مقابله پکښي روانه ده، تاسو بايد خپل لاسونه سره ورکړئ ، په ټينګ عزم او اتفاق سره دبې دينۍ سره مقابله وکړئ په داسي حال کي به نه يوازي چي دڅلور ګونو امامانو ارواحان به ستاسو خوښي کوي بلکي دمحمدL روح به هم ستاسو خوښي کوي
بلي ! نن ورځ دهر لوري څخه لاندي اواز راوزي:
گوى توفيق وسعادت درميان افگنده اند
کس به ميدان درنمى آيد سواران را چه شد
[1] : سورة اسرآء الاية ٢٠