خماركول حرام دى ځكه الله جل جلاله خمارپليتى (نجاست ) بللى دى او فرمايلى يې دى :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ {90} ( [1])
اى هغه كسانو چى ايمان يى راوړى دى بيشكه شراب ، خمار، بتان او (دفال لپاره) غشى مرداری ده دشيطان دكارڅخه دى نو ځانونه ځنى وساتى ددې لپاره چې تاسو کامياب سی .
رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : كه چا ملګرى ته وويل راسه خمار وكړو نو خيرات دى وكړى . ([2])
يعنی بيله دې چې خمار وكړى كه يې خمار وكړى نو څومرى ګناه به يې وى چې په محض ويلو سره يې دخيرات امر سوى دى .
رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى :
چا كه بازى په نرد شير سره وكړى ( دخمار يوه بازى ده ـ داسی مثال لری ) لكه لاس چى يې دخنزيرپه وينو اوغوښو ولړل سی.([3])
رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : الله «جل جلاله» په هره ورځ کې خپل مخلوق ته درې سوه شپيته نظره درحمت لرى دشطرنج كونكى پكښى برخه نسته .([4])
رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : په ورځ دقيامت چې يې په خلګو كښى سخت عذاب وى شطرنج كونكى دى . ([5])
*****
([1] ) سورة المآيده الاية ÇÒÉÈ
([2] ) رواه البخاری .
([3] ) اخرجه مسلم
([4] ) رواه ابوبکرالاثرم فی جامعه .
([5] ) قال المنذری فی الترغيب : وقد ورد ذکر الشطرنج فی احاديث لا اعلم لشی ، منها اسنادا صحيحا ولاحسنا والله اعلم .
مأخذ: لوی ګناهونه
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد