مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / زيات لمونځ کونکى ترشهيد وړاندي جنت ته ځي

زيات لمونځ کونکى ترشهيد وړاندي جنت ته ځي

عن ابي هريرة رضی الله عنه قال کان رجلان من بلي حي من قضاعة اسلما مع رسول الله صلی الله علیه وسلم فاستشهد احدهما واخر الا خر سنة قال طلحة بن عبيد الله فراَيْت الموخر منهما ادخل الجنة قبل الشهيد فتعجبت لذالک فاصحبت فذکرت ذالک لنبي صلی الله علیه وسلم اوذکر لرسول الله صلی الله علیه وسلم فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم اليس قد صام بعده رمضان وصلي ستة الاف رکعة وکذاوکذا رکعة صلوة سنة.([1])

ژباړه : د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چي د يوه قوم څخه دوه کسان يو ځاى مسلمانان سوه يو يې په جهاد کي شهيد سو او دوهم يې يو کال وروسته وفات  سو طلحة رضی الله عنه وايي چي ما په خوب  وليده چي وروسته مړسوى کس تر شهيد مخکي جنت ته ولاړى زه حيران سو م چي د شهيد مرتبه خو ډيره  لوړه وي نو نبي صلي الله علیه وسلم ته مي په خپله  عرض وکړى  او يا بل چا بيان ورته وکړى نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل: چي ددوهم  کس نيکۍ ته وګورى څومره زياتي سوي دي د روژې يوه مياشت روژه يې نيولي ده شپږزره  او دومره  او دومره رکعته لمونځ يې زيات کړى دى.

فايده:- که چيري د ټول کال مياشتي (٢٩) ورځي  حساب کړل سي او لمونځ يوازي فرض اووتر  حساب سي چي شل رکعته  کېږي بيا هم (٦٩٦٠) رکعته کېږي او که  هغه مياشتي چي ديرش  ورځي دي پرې جمعه سي او شل، شل رکعته پرې زيات سي ، سنتونه  او نفل هم پرې زيات سي نو بيخي تر حساب وزي.

ابن ماجة دغه قصه  نوره هم په تفصيل سره بيان کړي ده چي خپله  خوب ليدونکي يعني  طلحة رضی الله عنه په خپله  بيان کوي چي  ديوه  قوم  څخه دوه  کسان  دنبي صلي الله علیه وسلم و حضور ته راغلل دواړو  يو ځاى  ايمان راوړى يو ملګري يې  زيات قوي  او همتناکه وو  په جنګ کي شهيد سو  او بل  ملګري يې  يو کال  وروسته  شهيد سو ماخوب وليدى چي زه د جنت  په دروازه کي ولاړم  دوى دواړه هم هلته  وه ددننه  څخه يو کس  راغلى و هغه  ملګري ته يې و جنت  ته د تللو اجازه  ورکړه چي وروسته  مړ سوى وو او شهيد ملګري  ته يې اجازه  ورنه کړه شهيد ملګرى بندپاته سو  يو څه وخت وروسته  بيا يو يو څوک راغلى  شهيد ته يې اجازه  ورکړه  او ماته يې وويل چي ستا لا وخت نه دى راغلى  ته بېرته  ولاړ سه ما سهار خلګو ته خوب بيان کړى  ټول خلګ حيران سوه چي شهيد ته ولي ورسته اجازه وسوه پکار خو داوه چي شهيد ته  لومړۍ اجازه ورکړل سوي واى آخر و نبي صلي الله علیه وسلم ته ددې خبري  بيان وسو   نبي صلي الله علیه وسلم وفرمايل: په دې کي نو د حيرانتيا څه خبره ده؟  خلګو ورته وويل چي دغه يو کس شهيد سوى وو او تر هغه بل همتناکه او غيرتي هم وو مګر ده ته وروسته وجنت ته د تلو اجازه  وسوه نبي صلي الله علیه وسلم ورفرمايل: و لي ده يو کال زيات عبادت نه وکړى؟ خلګو ورته وويل  بېشکه وې کړى بيا نبي صلي الله علیه وسلم وفرمايل: ده ديوه   رمضان  روژه زياته نه وه نيولي؟ خلګو ورته وويل بېشکه نيولي يې وه بيا رسول الله صلي الله علیه وسلم  وفرمايل: ده دومره او دومره زياتي سجدې د يو کال نه وي کړي؟ خلګو ورته وويل : بېشکه کړي يې وي. نبي صلي الله علیه وسلم وفرمايل بيا خو نو ددوئ دوو تر منځ دمځکي او اسمان فرق پيدا سو. آ هـ.

ددې ډول څخه ډيري قصې د خلګو څخه رانقل سوي دي .  ابوداود هم ددو اصحابو کرامو قصه صرف داوو ورځو په فرق سره رانقل کړي ده چي دوهم ملګرى يوه هفته  وروسته مړ سو بيا هم لومړى جنت ته ولاړى  په حقيقت کي موږ ته  اندازه نه ده معلومه چي لمونځ  څومره قيمتي شى دئ لنډه دا چي لمونځ د نبي صلي الله علیه وسلم  د سترګو يخوالى ښودل سوى  دنبي صلي الله علیه وسلم د سترګو يخوالى په نهايي درجه  د محبت  نښه ده داکوچني خبره نه ده.

 په يو حديث کي راغلي دي چي دوه وروڼه وه يو ورور يې  مړ سو  څلويښت ورځي وروسته  دوهم پسي مړ سو هغه ورور چي  لومړى مړ سوى وو هغه ډير بزرګ وو خلګو د هغه اول ستاينه شروع کړه نبي صلي الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي دادوهم مسلمان  نه وو؟  خلګو ورته وويل مسلمان وو خود کمزورې درجي څښتن وو  نبي صلي الله علیه وسلم وفرمايل تاسو ته څه معلومه ده چي دوهم ورور څلويښت  ورځي  وروسته  لمونځ نه وکړى په دغه لمنځو سره  کومي درجې ته ورسېدى . د لمانځه مثال  د يوې  ژوري ويالې دى چي اوبه  يې خوږي وي اودغه وياله په  دروازه کي تېره سوي وي سړى د ورځي پنځه  واره پکښي لمبيږي  ايا ددغه سړي پر بدن به خيره پاته سي؟ بيا  نبي صلي الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسو ته څه معلومه ده غه لمونځونه چي ده وروسته وکړه  دى يې تر کومه ځايه ورساوه؟

منبع: فضائل الاعمال.

ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله.


([1] ) رواه احمدباسناد  حسن ورواه ابن ماجة و ابن حبان  في صحيحه  والبيهقي کلهم  عن طلحة  بنحوه  اطول منه وزاد ابن ماجة  وابن  حبان  في آخرة فلما  بينهما اطول  مابين السماء و الارض  کذا في  الترغيب  ولفظ  احمد في النسحة التي بايدينا  و کذا و کذا رکعة  بلفظ  او  وفي الدر اخرجه مالک  و احمد و النسايي و ابن خزيمة  والحاکم و صححه  و البيهقي  في شعب الايمان عن عامر بن سعد قال سمعت سعدوناسامن الصحابة يقولون کان رجلان آخران في عهد  رسول الله صلي الله علیه وسلم وکان احدهما افضل من الاخر فتوفي الذي هو افضلهما ثم عمر الاخر بعده اربعين ليلة. (الحديث) و قد اخرج  ابو داود  بمعني حديث  الباب  من حديث عبيد بن خالد بلفظ  قتل احدها  ومات  الاخر بعده  بجمعة (الحديث

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …