مخپاڼه / بیلا بیل / ورځنۍ لیکنې څنګه وکړو؟

ورځنۍ لیکنې څنګه وکړو؟

لیکنه: محمد فهیم وقار

۱۳۹۹ لمریز کال، ثور، ۳۰ مه

ورځنۍ لیکنې هغه کوچنۍ لیکنې دي، چې زموږ د ورځني ژوند د حالت، کړنو، اغېز، احساس، فکر او عکس العملونو ترجماني په تر ټولو لنډ ډول کوي.

د ورځنیو لیکنې ګټې او اهمیت څه دی؟

۱- فکر به مو آرامه وي

ځینې وخت د یوې موضوع په اړه زموږ ذهن کې خبرې پیدا شي؛ انسان طبعیتاً غواړي خپل فکر له نورو سره شریک کړي؛ کله یې چې شریک کړ؛ دلته زړه او فکر د راحتۍ احساس وکړي.

۲- لیکوالي به مو قوي شي

لیکوالي په بل څه دومره نه ښه کيږي، لکه په تمرین. که څوک غواړي ښه ولیکي؛ تمرین دې نه پرېږدي. تمرین یې فکر او قلم زور ور کوي. لوی لیکوالان لوی پیدا شوي نه دي؛ تمرین یې کړی، زیار یې ایستلی او له کوچنیو لیکنو یې پیل کړی.

۳- نیک شهرت به ترلاسه کړئ!

لیکنې کول او له نورو سره یې شریکول؛ تاسو د خلکو له غبرګون سره مخ کوي. غبرګون هم ښه او هم بد کېدای شي. ګټه په دواړو حالتونو کې ستاسو ده. نقد مثبت وي، که منفي؛ د انسان په جوړونه ګټور دی.

د دې ترڅنګ ستاسو ورځنی تحلیل، فکر او احساس لیکل او شریکول کولای شي تاسو ته په ټولنه کې نسبي اعتبار او مناسب شخصیت درکړي. دا هم ممکنه ده، چې ځینې خلک ستاسو له زور، سوک او لغتې پرته؛ ستاسو له قلم څخه وېره ولري. دې برخه کې تر ټولو ښه خبره دا ده، چې  ستاسو د قلم رنګ باید د خیر په موخه مصرف شي؛ ناسم کارول یې د بدبختیو پیل دی.

۴- د خپل پرمختګ حد به درته معلوم وي؛

پوخوالی له خاموالي پیلېږي؛ که غواړئ، چې یوه برخه کې پوخوالی ترلاسه کړئ، نو له خاموالي یې پیل کړئ!

د قلم ژبه هغه وخت صراحت او فصاحت ته ځي، چې ډېر کار په وشي. ستاسو د لومړي کال لیکنه، د دوهم کال له لیکنې سره ډېر توپیر لري. که نن تاسو یوه لیکنه وکړئ او بل کال یې له خپلو نورو لیکنو سره پرتله کړئ، مطمیناً چې په هر لحاظ به یې توپیر ښکاره وي.

۵- د ژوند د چارو یو منظم آرشیف به ترلاسه کړئ!

کله چې تاسو لیکنې کوی او په یوه منظم فایل یا کتابچه کې یې ساتئ، دا ستاسو د ژوند مختلف حالات دي، یو وخت کولای شئ له همدې حالاتو خپل راتلونکی وضعیت وټاکئ، پند ترې واخلئ، نورو ته زده کړه ترې ورکړئ، له نورو سره یې د مستند په توګه مطرح کړئ!

راتلونکې(۲) برخه:

ورځنۍ لیکنې څه ډول را پیل کړو؟

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …