دمؤلف عرض
الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علی رسوله الکريم!
امابعد!
محترمو لوستونکو! څرنګه چي هر مسلمان ته دا خبره ښه معلومېدل په کار دي، چي د الله تعالی دين يوازي تر عباداتو پوري محدود نه دئ، چي مسلمان د لمانځه، زکوة، روژې او حج د اداء کولو پابندي کوي او دا فکر کوي چي بس په دين باندي عمل وسو. بلکي مکمل دين خو دا دئ، چي مسلمان د الله تعالی د ټولو احکامو پابندي وکړي هغه احکام که د عقايدو سره تړاو ولري يا د اخلاقو سره، يا د عباداتو او معاملاتو سره، څه ډول چي مسلمان په مسجد کي عبادات کوي دا ډول په بازارو کي د راکړي ورکړي په شکل، په دفترو کي د وظيفې کولو په شکل او نورو معاملاتو کي هم د الله تعالی په عبادت کي بلل کېږي، چي هغه بيع و شراء (راکړه ورکړه) او نور ټول معاملات ځکه چي د عبادت په ډول د معاملاتو په شرعي احکامو باندي ځان پوهول هم ډېر ضروري دي، په دې وجه چي د خلکو په منځ کي چي کوم معاملات وجود لري لکه بيع و شراء (راکړه ورکړه)، اجاره، شراکت، د سرو او سپينو زرو تجارت، د قرض د ورکولو او نورو ټولو معاملاتو لپاره د شريعت مقدسه واضح ښکاره احکام موجود دي. د دغو احکامو د نه پابندۍ په صورت کي مسلمان د حرام خورۍ سره مخامخ کېږي، ځکه الله تعالی فرمايي، چي:
سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ (مائده: ۴۲)
ترجمه: دغه خلک د درواغو اورېدونکي دي او حرام خوړونکي دي.
په حديث شريف کي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي، چي: د قيامت په ورځ به د پنځو شيانو پوښتنه خامخا کېږي:
قَالَ لَا تَزُولُ قَدَمُ ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَ أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ (ترمذي).
- د عمر په باره کي چي عمر دي په څه کي تېر کړ؟
- د ځوانۍ په باره کي چي ځواني دي په څه کي تېره کړه؟
- د خپل مال په باره کي چي مال (پيسې) دي په کوم کسب (په څه ډول تجارت او په کومه طريقه باندي) ګټلی وي؟
- او په کوم شي دي مصرف کړی دئ؟
- او د ده د علم په باره کي به پوښتنه ورڅخه وسي چي په دغه علم باندي دي څه عمل کړی دئ؟
لهذا معاملات او تجارت د شريعت مطهره د اصولو سره سم نه کول دا د الله تعالی عذاب پر ځان باندي منل دي، او چي د شريعت مقدسه د قانون مطابق تجارت او معاملات نه کول انسان د حرامخورۍ سره مخامخ کوي او حرام خوړل عذاب او د عذاب سبب ګرځي.
دوهم دا چي که انسان لږ د فکر څخه کار واخلي هغه دا چي په دنيا کي به د پيسو او د مال په ګټلو کي هم ستړی او په تکليف وي او په ډول ډول طريقو باندي يې ګټلی وي بالاخره دغه په تکليف او خوارۍ باندي او ناجائزه طريقه باندي ګټل سوي پيسې او مال ورڅخه پاته وي، بل څوک به يې خوري او الله پاک ‘ به پوښتنه د ده څخه کوي جواب به يې دی ورکوي.
او الله پاک جل جلاله عذاب ده ته ورکوي او دغه پيسې چي په سود باندي يا په بله ناجائزه طريقه باندي يې ګټلي وي په هغه باندي په دنيا کي هم حقيقي اطمينان او آرام نه سي پيدا کولای، نو د دې دمخه چي څوک په حرام مال او پيسو کي مبتلا کېږي نو د کوم تجارت يا شراکت يا کسب د کولو اراده لري د علماوو څخه دي د هغه تجارت يا شراکت يا کسب يا داسي نورو په باره کي مشوره او پوښتنه وکړي چي آيا دا طريقه د تجارت جائز ده که نه؟ دا کسب کول جائز دي که نه؟ او داسي نور …
نو انشاء الله د علماوو مشوره او د هغوی فيصله به څوک د حرامخورۍ څخه وژغوري او فيصله او مشوره به يې د شريعت مقدسه مطابق وي.
د پيسو او مال په ګټلو کي چي کومي خوارۍ او تکاليف پر ځان تېروي هغه به په آخرت کي عذاب نه بلکي د اجر او ثواب مستحق وګرځي او په دنيا کي به په هغه مال او پيسو باندي اطمينان او آرام پيدا کولای سي او خپل ځان، اولادونه او آينده نسل به هم د حرامو خوړلو څخه وساتل سي.
حافظ محمدمجاهد عفي عنه – ۱۰/ ٦/ ۱۳۸۹ ش
مأخذ: سود د قرآن او حدیث په رڼا کي/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.