دمسلمانانو اوكفارو دجګړې پرمهال تيښته كول يعنى پرشا تلل چى دكفارو شميرترشرعى اندازى زيات نوى اوپر شا تلنله ددښمن دغوليدو په موخه نوى لويه ګناه ده ځكه الله «جل جلاله» فرمائى:
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفاً لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاء بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ {16} ([1])
ژباړه : څوك چى په دغه ورځ ( يعنى دمسلمانانو دجګړى په ورځ ) شاوګرځوى او پرشاتلل يى ددى لپاره نوى چى دښمن ته دوكه وركى اونه په دى موخه وى چه دمسلمانانو ډلى ته ځان ورسوي بيشکه دغه سړى دالله جل جلاله په غضب سو ، ځاى به يى دوزخ وى اودوزخ ډيربد ځای دی .
رسول الله «صلى الله عليه وسلم» دجګړې څخه دكفارو تيښته هلاكونى بللى ده او داسى يې فرمايلى دى : ځان وساتى داوو شيانو هلاكونكو څخه چا پوښتنه وکړه چې دغه اوه شيان چشى دى ؟ يارسول الله ! ده مبارك وفرمايل : دالله«جل جلاله» سره شريك نيول ، سحر ( جادو ) كول ، انسان وژل مګر په حق سره ، ريا كول ، ديتيم مال خوړل ، دجهاد په وخت تيښته كول او پاكومؤمنانو ښځو ته نسبت دزنا كول .([2])
مسلمانان چى په اراده كښى رشتينى وى دالله «جل جلاله» نصرت ورسره حتمى دى نو لهمدې امله پرمسلمانانو باندی فرض دی چى يو كس مسلمان به ددوو كفارو څخه نه تښتى كه وتښتيدى كبيره ګناه ده كه تردووزيات وه جائزه ده ځكه حضرت عبدالله ابن عباس «رضى الله عنه» فرمايلى دى : كله چې دلاندينی آيات نازل سو :
إِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ {65} ([3])
كچيرى شل صبر كونكى مسلمانان وى پر دوو سوو كفارو باندى به غلبه كوى .
نوپرمسلمانان باندى فرض سوه چې يو كس مسلمان به دلسو كفارو څخه نه تښتى ورسته دا آيات نازل سو :
الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ {66} ([4])
ژباړه :خبر اوسى الله «جل جلاله» پرتاسو سپك والى راوستى الله «جل جلاله» پوهيږى په تاسو كښى ضعيفان سته كه ستاسو څخه سل مسلمان صبر كونكى وى پر دووسوو كفارو به غلبه كوى اوكه زر مسلمانان وى پر دوو زرو به غلبه كوى دالله «جل جلاله» په امرسره او الله «جل جلاله» ملګرى دصبر كونكو دى.([5])
بيا نو پرمسلمانانو فرض سوه چې يو مسلمان به ددوو كفارو څخه نه تښتى .
*****
مأخذ: لوی ګناهونه.
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله.
- د عرفات د ورځي فضائل(الحدیث)
- د عرفات د ورځي روژه(الحدیث)
- د ذوالحجې د لومړیو لسو ورځو د روژې فضلیت
- ذو الحجة، د نیکیو حاصل خیزه کرونده
- په اسلام کښي لس (۱۰)بنيادي اخلاق
([1] ) سورة الانفال . الاية (۱۶)
([2] ) تقدم تخريجه مرارا وانه متفق عليه
([3] ) سورة الانفال الآية (۶۵)
([4] ) سورة الانفال الآية (۶۶)
([5] ) رواه البخاری .