لیکوال: حامد افغان
د کتاب مینه او مطالعه هغه ارزښتناک صفت او ګټوره بوختیا ده چې په برکت سره یې د علم په ګاڼه ځانونه پسوللی شو، او څومره چې مو مطالعه زیاتیږي هومره به د جهل له تیارو لیري کیږو او د خیر، ښو او انسانانو ته د ښمر رسولو مصدر به ګرځول، په ځانګړې توګه د نن انټرنیټ ځپلي ځوانان که د کتاب مینه خپله نه کړي او مطالعه خپه محبوبه بوختیا ونه ګرځوي نو شاوخوا یې چاپیریال د وخت له بې زخمونه غلو او قاتلانو ډک دی خدای مه کړه عمر او ژوند به یې ټول تباه او چټي ګرځيدلي وي راځئ دلته له کتاب سره د سلفو رحمهم الله د میني څو نمونې سره لولو او دا چې هغوی یو یو کتاب څومره په دقت او تکرار سره لوست او زده کاوه، خدای دي وکړي دا بېلګي مو د ژوند نمونې او ایډیالونه وګرځي.
امام السخاوي رحمه الله په خپل کتاب ( الضوء اللامع: ۶/۲) کې د امام احمد بن علي بن ابراهیم الهیتي (مړ: ۸۵۳هـ) رحمه الله په اړه لیکي: په فقه کې یې زیات مهارت لاره، د امام النووي د مسلم شرحه یې ډېره یاده وه ځکه هغه به یې بیخي زیاته مطالعه کوله، په مطالعه بیخي نه ستړی کیدی، خورا دینداری، عاجز او د خیر سړی و، له مطالعې سره یې لیونۍ مینه وه او د شپې اکثره برخه به یې په مطالعه ویښه تېروله.
داراز امام السخاوي رحمه الله د لغوي امام محمد بن یعقوب الفیروز ابادي (مړ: ۸۱۷هـ) رحمه الله تعالی په اړه لیکي: ده خورا ډېر او قیمتي کتابونه لرل، یو چا له ده نه اوریدلي و چې ویل یې ما په کتابونو پنځوس زره مثقاله سره زر ورکړي دي، دی به چې کله په سفر روانیدی د کتابونو څو بارونه به یې ورسره وړل، کوم ځای به یې چې واړول هلته به یې هغه کتابونه خلاص کړل چې په کار به یې وو، هغه به یې مطالعه کول.
امام الشوکاني رحمه الله پخپل کتاب (البدر الطالع : ۲۹۵/۱) کې د سید صلاح بن احمد المؤیدي الیماني (مړ: ۱۰۴۸هـ) رحمه الله په اړه لیکي: دی د خپل وخت عجیب انسان و، ده ټول ۲۹ کاله ژوند کړی دی، خو له ټولو علومو نه یې خورا لویي لویي برخي ترلاسه کړې وې او په دومره کم عمر کې یې په مختلفو علومو کې بهترین کتابونه لیکلي دي، شوکاني یې د څو کتابونو یادونه هم کړې ده او له هغه وروسته لیکي: کله به چې په سفر روان و او کوم ځای به یې واړول لومړی به یې خپلو کتابونو ته ځانګړې خیمه ودروله، هلته به یې کتابونه ورخلاص کړل دی به په کتابونو بوخت شو او خادمانو به یې نوري خیمې درولې!، او ټوله شپه به په مطالعه او لیکلو بوخت و.
دلته د سلفو رحمهم الله د یوه کتاب د مکررې مطالعې یا مکرر تدریس په اړه څو لنډي بېلګي رااخلم چې شاید ځيني خلکو ته تعجب او یا شاید دروغ! غوندي ښکاره شي خو دا ګومان به ځکه ناسم وي چې زه یې د کره خلکو له کره کتابونو رااخلم. لکه علامه عبد الحي الکتاني رحمه الله پخپل کتاب فهرس الفهارس کې د محمد بن علي السنوسي رحمه الله په ژوند لیک کې لیکي: ده د امام محمد بن اسماعیل البخاري صحیح البخاري 120 ځله لوستې وه! .
امام يحيی بن شرف النووي رحمه الله د صحیح مسلم په شرح (مخ: ۸/ج: ۱) کې لیکي: حافظ السمرقندي صحیح مسلم له الشيخ النیشابوري نه 30 ځله ویلی و. د محدث عباس بن الولید په ژوند لیک کې راغلي دي چې ده ځیني کتابونه آن زر زر ځله هم لوستي دي!. [طبقات علماء إفريقية/ ص ٢٢٤]. د سلیمان العلوي رحمه الله په ژوند لیک کې راغلي دي چې بخاري یې 280 ځله لوستې یا اوریدلې یا نورو ته قرائت کړې وه. طبقات الخوّاص
د ابن بشکوال الاندلسي په [الصلة نومي کتاب: ص ٤٣٣] کې راغلي چې د مشهور مفسر ابن عطیه پلار محدث المحاربي (مړ: ۵۱۸هـ) بخاري 700 ځله تکرار کړې وه. د مشهور فقیه ابن التبان (مړ: ۳۷۱هـ) رحمه الله په ژوند لیک کې راغلي دي چې (المدونة) یې 1000 ځله تدریس کړې وه! . [شجرة النور في طبقات المالكية ص٩٥]. او د النفح الطیب مصنف الامام المقري(مړ: ۱۰۴۱هـ) رحمه الله له خپل تره سعید بن احمد رحمه الله نه صحیح البخاري اووه ځله ویلې وه. [خلاصة الأثر١/٣٠٣].
مأخذ: د مطالعې او زده کړې لارښود/تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.
دا هم ولولی:
د مطالعې پرمهال څنګه تمرکز وکړو؟
ولي مو د مطالعې سره علاقه کمه ده؟