الحمد لله نحمده وکفى وسلام على عباده الذين اصطفى محمد خير ورا و علی آله واصحبه شموس الفجر والهدی وبعد
محترمو او معززو وروڼو!
که څه هم زه خو یو څه مریض یم، د خادمانو په لاس به داپیغام په ږغیز ډول یا په لیکلي ډول
در ورسیږي، پخوا به د اختر په شپه باندي ماځیني شیان په خپله صفحه لیکل؛ خو دا چي
تر اوسه پوري ډاکټران د ټلیفون اجازه نه
راکوي دا پیغام تاسي ته ضبط کوم:
لومړۍ خبره: دا ده چي ډیر خلک په تشویش کي دي چي سبا به اختر وي که نه وي، د دې
علم خو الله ته دی خو د حساب له مخې سبا اختر نه دی، د یکشنبې ورځ د اختر ده، ان
شاء الله، اما کېدای سي، خو هغه ډیر لږ احتمال دی نن ماښام سپوږمۍ لیدل ممکن نه دي
د حساب له مخي.
دوهمه خبره: دا چي د اختر د شپې سره اړه لري، یا د اختر د شپې یوه ورځ مخکي کوم وروڼه چي په بازار کي کار نه لري، هغوی دي بي ضرورته بازار ته نه ځي، ځکه؛ ممکن ډیر خلک اړتیا والا د صحراوو څخه راغلي وي اړتیاوي لري شیان رانیسي که تاسي هم ورسی نو هغو ته به مشکل جوړ سي، نه به د موټر د درولو ځای لري، نه به په دري ګزي کي د درېدو ځای لري، آزار به سي، تاسي چي ضرورت نه لری خپل کور کښینی، آرام وکړی، مبارکي شپي دي عبادت وکړی، خوب وکړی.
درېیمه خبره: دا ده بعضي دوکاندارانو ته زاړه زاړه شیان پراته وي د بل کال ئې ساتلي وي، هغه چي یو څوک رانیسي هغه د خوراک نه وي، د الله په خاطر دغه زاړه شیان مه خرڅوئ، او یائې خبر کړی چي دومره زاړه دي، خوند ئې دومره خراب دی او دومره ئې ارزانه درکوم، که چیري ته زاړه شیان ورکړې، هغه د صحرا سړی وي، روژه ئې هم وي د نویو شیانو په بیعه یې رانیسي نو بیا به تا ګرسره ګټه نه وي کړي د یو (۵۰۰) افغانیو شی به دي خرڅ کړی وي هغه به د (۵۰۰۰) ښېراوې درته کیږي د اختر په ورځ باندي لویان کوچنیان، میلمانه، نو دا کار حرام دی دا مه کوئ، زاړه شیان یا ګرسره ایسته کړئ او یا ئې خبر کړی.
څلورمه خبره: دا چي په دې ورځو کي هر سړی مجبوره دی چي
اختر ته شی رانیسي، د صحراء څخه راغلی دی، د بازار نرخ هم نه ورته معلومیږي، روژي
هم اخیستی دی د الله په خاطر په دا خپل ګریوان کي سر کښته کړه، خپل شی دي خرڅ کړه
ګټه ورباندي وکړه چي څومره په بازار کي څوک ګټي ته هم هغومره وګټه خو بي انصافي مه
کوه د دې بدله الله در څخه اخلي په دنیا کي هم په آخرت کي هم، د الله څخه و
بېریږه، ته په پنځو روپو خوشحاله کیږې، و خپلو ماشومانو اولادنو او میرمنې ته شیان
په رانیسې، خوند به هغه پرې اخلي بیا به دا ستا نازک بدن چي په دنیا کي د یوې تبي
طاقت نه لري نو د آخرت په ورځ به د دې سره اور طاقت بیا چیري ولري؟ دا مه کوه.
پنځمه خبره: دا چي به دې ورځ حتمن فکر وکړئ، دا د یتمیانو ښار دی دا د غریبانو ښار
دی، په دې ملک کي جنګونه سوي دي څلوېښت کاله، مسکینی در بدری سوي دي، هر انسان دي
فکر وکړي که په خپل کلي کي وي، که په محله کي وي، غریب وي، یتیم وي، چي ده ته الله
دوکان ورکړی وي، ده ته الله موټر ورکړی وي، ده ته الله تجارت ورکړی وي په خپله دي
د شپې ورسي دروازه دي ور وټکوي، یو من نقل او نخود دي و رانیسي، نکروزي دي ور
رانیسي، د اختر وریجې دي ورانیسي یوه جوړه کالي دي ورکړي، د الله په خاطر دي دا
کار وکړي او که چیري هر سړی لږ لږ دا کار وکړي بیخي به ان شاء الله غریب پاته نه
سي، بې پروا ژوند مه کوه چي زه شکر کالي لرم، اولادونه مې یې لري زما یې په
غریبانو څه زما یې په یتیمانو څه، دا ملک د یتیمانو، د کونډانو او د غریبانو ډک
ملک دی.
شپږمه خبره: دا چي د الله په خاطر دا دوکانداران خصوصاً دا د کوڅو دوکانداران دغه ټکان مه راوړی چي کوچنیان یې در څخه رانیسي بیا یې د اختر په شپه کوي نور کوچنیان په بیروي، لویان په بیروي، سپین ږیري په بیروي، بد حال یې جوړ کړی وي، مردم ازاري باندي الله ژر په قهر کیږي، مردم ازاري مه کوی، قطعاً یې مه راوړئ، چي په دوکان کي دي پنځوس رقمه شیان ایښي دي په هغو ټولو باندي الله پاک تا ته یو څه څه ګټه در کړي دغه د ټکانو ګټه دي الله پاک تا ته در نه کړي دا مه کوه او که چیرې ته په دې نیت چي په دې کي آزار دی، زه یې په دې وجه نه راوړم زه وعده درکوم او ان شاء الله چي قسم واخلم حانس به نه سم چي الله پاک به د دې برکت په هغه در اچوي.
اوومه خبره: دا ده چي دا د اختر په شپه کي خپل ماشومان کابو کړی، له کوڅو یې را وګرځوئ، تاسي په کورو کي ناست یاست د ماشومانو برداشت نه لری ماشومان په خیر او په شر نه پوهیږي، هلته څوک په کوڅو کي اورونو بلوي څوک حملي وهي، څوک عزتمندو خلکو ته ښکنځل کوي او څوک چیغي وهي، نو لطفاً! خپل ماشومان هر یو په خپل کور کي کښېنوئ، په خپل کور کي د ساعت تیري او بازی کولو موقع ورته برابره کړی.
آتمه خبره: دا چي دا خپل کشران په دې شپه باندي د پیسو او موټر سایکل سره یوازي مه پریږدئ په دې شپه باندي غله ډیر وي حتمن به یې پیسي ځني اخیستي وي یا به یې په چاقو وهلی وي یا به ئې موټرسایکل ځنې اخیستی وي، کشران خو اکثره دا نوي ځوانان بې پروا وي هغه د غرور ماده یې ډیره وي او همدا ډول په دې خپلو کشرانو پسي سر وګرځوی ستا به دا فکر وي چي زما بچی ښه انسان دی، هسې نه په بازار کي په سړک باندي په یوه کوټه کي د داسي خلکو سره ناسته سوي وي چي هغه غله وي، هغه مفسدین وي دۍ به بد کار نه کوي هغو به استعمال کړی وي خدای مه کړه هم به د دنیا رنګزردي وي درته هم به د آخرت رنګزردي وي، په دې شپو کي دا کار بیخي ډير کیږي.
نهمه خبره: دا ده چي په دې شپه باندي اصراف مه کوئ، د اختر شپې لپاره چي شیان رانیسی، نعمتونه د الله رانیسی هغه شی مه رانیسی چي ضرورت نه وي ورته که ستاسي یو من نقل او نخود بس کیږي تاسي درې منه بي ځای مه رانیسئ هغه پیسې صدقه کړی یا ئې د ځان سره کښېږدی ابزار مه کوی تبذیر مه کوی، ابزار دا معنا چي فقط و خلکو ته ځان وښیې چي ما دا دي دومره شیان راوړي دي په کوټه کي رقم په رقم شیان پراته وي هغه څوک نه خوري دغسي پاتیږي یا خرابیږي دا مه کوی، د اختر اظهار د خوشحالی وکړی په خپله اندازه باندي یې وکړی دا ښه کار دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چي تر ټولو بزرګه شپه د اختر شپه ده، په دې شپه باندي ټول خلک غافله وي په بنډارو باندي، وایي د اختر شپه ده خوشحالي ده، څوک د کالیو په غم وي، څوک د بنډار په غم وي، څوک موټر را وباسي. دا شپه د عبادت شپه ده.
روایاتو کي راځي؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:
په دې شپه که څوک عبادت وکړي، الله تبارک و تعالی به په هغه ورځ باندي د ده زړه نه ور وژني په کومه ورځ چي زړونه مري، د دې تفسیر دوه ډوله علماوو کړی دی:
یو ډول ئې دا کړی دی؛ چي په دنیا کي کله کله داسي سي چي د انسان دا زړه حب د دنیا واخلي، واخلي، چوکۍ او جاه جلالت، پیسې او اولادونه… الله ورڅخه هیر سي دغسي کافر له دنیا ولاړ سي، که دغه ورځ راتلله چي د خلکو زړونه مړه کیدل د ده زړه به الله جل جلاله ژوندی ور وساتي، حق به ویني.
او یا دا چي؛ د قیامت په ورځ باندي د ډیره وهم او هیبت څخه د خلکو زړونه مړه سي هیڅ نه سي کولای د ده زړه به ژوندی وي، دۍ به خپله د جنت لاره پیدا کړي.
و علی کل الحال
د خبرو خلاصه مې دا چي دا: شیان به پخوا د اختر په شپه باندي ما په خپله فسبوک پاڼه څو ضرور نکتې ولیکلې، خادمان دي خیر یوسي هغوی به بیا په ږغیز ډول د مدرسي په پاڼو نشر کړلې. د اختر د ورځي اړوند هم څو نکتې سته، هغه ان شاء الله زما الله ته امید دی، ان شاء الله، ان شاء الله چي سبا به زما صحت ښه وي هغه به زه په خپله ولیکم ثبت به یې هم کړم تر تاسو به یې هم ورسوم.
او کومو کسانو چي ما ته ډیري دعاګانې کړي دي د هغه د مینې الفاظ زما سره نسته، قطعاً نسته، دا دوی د خپل ځان سره احسان کړی دی، ځکه دا دنیا بې له ما هم چلیږي، د ا د دین خبرې چي زه کوم الله جل جلاله نور ورته پیدا کوي.
د همدې پیغام د ږغیزي بڼې د اوریدو لپاره لاندي لینک کښېکاږی: