مخپاڼه / بیلا بیل / د اوسېدو سرای کله مري؟

د اوسېدو سرای کله مري؟

د سرای ژوند او روح!

د اوسېدو سرای کله مري؟
د مشهور عالم او وتلی فقيه ابي ربيعه مېرمن وفات سوه ، کله چي يې خاورو ته سپارل لاسونه يې وڅنډل کور ته راغلی ولاحول ولاقوة الا بالله العلي العظيم ؛ او: انا لله وانا اليه راجعون يې ووايه تر سترګو يې اوښکي راغلې بيا يې خپل ځانته وويل:
اې د خالد پلاره ! اوس نو سرای هم مړ سو ، دسرای ژوند او روح د مېرمني حرکت او خوځښت دئ ، کله چي سرای د مېرمني له حرکته بې برخي سي هغه سرای مړ سي…
#تنبيه!
حالاتو ډېری خلک مجبور کړي دي ، چي په کورونو کي پاته سي ؛ او مېرمن د کور ژوند بلل کيږي ځکه نو خلک بايد ورسره د خوښۍ ژوند وکړي ، دخوښۍ لپاره څو شيان اړين دي:
۱: پر تېروتنه يې له عفوي کار واخستل سي.
۲: قهر او غصه و زغمل سي.
۳: د کور په کارونو کي مرسته ورسره وشي.
۴: له نرمۍ او خوږې لهجې کار واخيستل سي.
۵: د کور خدمت ته تشويق کړل سي ، چي دښځي لپاره د کور خدمت عبادت دئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه په تاسو کي د خپلو مېرمنو سره ښه رويه کونکی يم.
ستاسو: ورور مولوي عبدالهادي حماد ۲۳ شعبان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …