مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د واده لومړۍ شپه!

د واده لومړۍ شپه!

د واده لومړۍ شپه
ښځي ته داسي مه وایه، چي ته به خامخا د کور کار کوي ځکه د کور کار شرعا پر ښځه لازم نه دئ، بلکي داسي ورته وایه، چي ستا لپاره د کور کار کول مفت عبادت او ښه عزت دئ.

د مېرمنې د لومړي ملاقات اړونده څو مهمي نکتې!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

که يې د نورو سره هم شريکه کړئ بې ګټي به نه وي.
په تاسف باید ووایم زموږ په ټولنه کي ځیني تېروتني او ځیني ناوړه عادات سته، چي د مېرمني او خاوند د تریخ ژوند، ازار او طلاق سبب ګرځي، کله کله د خاوند او مېرمني د کورنیو دسخت مخالفتو او آن د مرګ ژوبلي سبب ګرځي همدا ډول اولادونو غلط تربیه کیږي.
که څوک لاندي نکتې عملي کړي ان شاء الله پورته ستونزي به له منځه تللي وي:
۱: کله ، چي څوک په لومړۍ شپه د مېرمني خوني ته ورسي لومړی به اودس تازه کړي، دوه رکعته نفل د حاجت لمونځ به وکړي، وروسته به دعا وکړي، چي الله جل جلاله دده او دمېرمني تر منځ خوږ ژوند، د اسلام په رڼا کي د صالحو اولادونو سره ورکړي.
۲: د مېرمني سره به خبري په السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته سره پیل کړي.
۳: داچي ښځه په رواني لحاظ تر نارینه ټیټه ده ، شرم یې تر نارینه ډېر دئ نو حتمي نه ده ، چي دښځي څخه به د هري خبري جواب غواړي ، که هغه چوپ پاته وي خاوند دي فکر نه کوي بلکي د خاوند د دایمي ژوند د سمولو لپاره په دې شپه د ښځي د زړه خپلول تر ټولو مهم کار دئ، که لاندي درې خبري په ذهن کي ورکړل سي ښه به وي:
الف: خاوند به مېرمني ته ووايي: مېرمني! زه ستا سره محبت لرم، په نا محرمو ښځو کي تر ټولو ته ماته ګرانه یې ، که ته فکر وکړې عقل دا خبره ثابتوي، چي زه اخر د ټولو قریبانو جلا کیږم خو ستاسره به تر مرګه یم، ته پوهېږې ، چي زما دنده څه ده؟ شریعت پر ما لازمه کړې ده، چي زه به تاته د اوسېدو ځای درکوم، ستا جامې، ستا دوا، ستا دبچیانو مصارف زما دنده ده. ستا دنده صرف عبادت او د خاوند اطاعت دئ. خاوند پر تا هیڅ درانه کارونه نه ږدي بلکي د خاوند او مېرمني یو اوږد سفر دئ، هر سفر آمر غواړي شریعت خاوند د سفر لپاره آمر ټاکلی دئ. حاصل داچي ښځي ته به په دغو خبره دا شی ثابتوي، چي خاوند ورسره محبت لري، خاوند یې دوست دئ، ددې ټولي ګټي په خاوند کي خوندي دي.
ب: مېرمني! د نکاح څخه مطلوب یوازي شهوت پوره کول نه دي بلکي دا د بشري نظام د پایښت یو ګام دئ، هر انسان به د نکاح په اړه دا فکر کوي ، چي ددې لاره ښځي ته الله جل جلاله اولادونه ورکوي، ښځه ، چي د خپلو اولادونو خدمت کوي دا عبادت دئ، ښځه، چي د خاوند په کور کي اشپزي کوي که څه هم خپله یې خوري یا یې اولادو ته ورکوي عبادت دئ، ښځه ، چي دخاوند کالي مینځي کور پاکوي عبادت دئ، د اولادونو که صحیح تربیت وکړي صدقه جاریه ده، بیا ، چي اولادونه یې هر څومره نېک کارونه کوي ددې پکښي ثواب دئ. یعني داچي نکاح د خورا ډېرو نېکو لارو یوه دروازه ده. مطلب داچي ښځه پوه کول چي تش پر شهواني شیانو تکیه نه کوي بلکي د نورو معنوي ګټو په اړه یې پام وي.
ج: مېرمني! ژوند د حوادثو مرکز دئ، ژوند د لوړو ژورو، خوشالۍ، خوابدئ، کامیابۍ ناکامۍ څخه جوړ دئ، نه به ټول عمر د نعمتونو او خوشالۍ هیله کوي او نه به د ناکامۍ او مسکنت په وخت کي مایوسه کېږې بلکي د خوښیو پر مهال به شکر ګذاره یې او د تکالیفو په وخت کي به صبر کونکې یې ، د نجات دعا به کوي.
۴: دا شپه ستاسو تاریخ جوړونکې او شخصیت ښوونکې شپه ده، کوشش وکړئ، ځان ښځي ته د شهوت بنده مه معرفي کوه ، د هوښیارۍ او درنښت څخه کار واخله ځکه پر ښځي باندي حیاء ډېره غالبه وي تر څو په فکري لحاظ نه وي اماده سوې لاس مه وراچوۍ خو کله ، چي دي یقین راغلی د ښځي میل سته بیا نو لومړی ښځه په محبت د تندي تر وېښتانو ونیسه لاندي دعا ووایه:
“الَلَهُمَ اِنِيْ اَسْئَلُكً مِنْ خَيْرِهَا مَا جَبَلْتَهَاعَلَيْهِ وَاَعُوْذُبِكَ مِنْ شَرِهَا وَشَرِ مَا جَبَلَتْهَا عَلَيْهِ”.
۵: زموږ په ټولنه کي یو بد رواج دئ هغه دا چي د زوم کورنۍ زوم ته مشوره ورکوي ، چي ښځه په لومړۍ شپه ووېره ، چي ټول عمر یې حیاء درڅخه وسي، داخبره غلطه ده، بلکي هر انساني فکر د ویري څخه نفرت کوي، دښځي د مجبوریت څخه غلطه استفاده مه کوه بلکي کوشش وکړه، چي زړه یې وګټي او د زړه له صدقه محبت درسره وکړي. ډېری ښځي د خپل مجبوریت په وجه خاوند سره پورته او کښته کیږي او په حقیقت کي یې زړه ځني ازار وي دښځي پلرګنۍ هم په زړه کي بد ځني وړي خو په خوله اغا! اغا! ورته لري دا دانسان لپاره ډېر لوی تاوان دئ ، ډېر کسان لیدل سوي دي، چي وايي: زما ښه ښځه ده که ښکنځل ورته کوم، که یې رټم دا راته خاندي او زما خدمت کوي او پلرګنۍ یې زما احترام کوي، دا خبره جاهلانه ده، هیڅ امکان نه لري، چي یو څوک دي ښکنځل کیږي او رټل کیږي بیا دي د ښکنځونکي او رټونکی سره محبت کوي دا ښځه ریشتیا هم ښه ښځه ده خو ته ددې د مجبوریت څخه بده استفاده کوي، دا مجبوره ده چي دغه شیان دي په ورین تندي ومني ځکه که یې ونه مني ته نور هم د جهالت لوري ته ځې، چي الهي قانون ماتوي حرام کار کوي د خپل نفس د خوشاله کولو لپاره ښکنځل کوي نو بیا ددې خوارکۍ څه پروا لرې.
۶: ښځي ته داسي مه وایه، چي ته به خامخا د کور کار کوي ځکه د کور کار شرعا پر ښځه لازم نه دئ، بلکي داسي ورته وایه، چي ستا لپاره د کور کار کول مفت عبادت او ښه عزت دئ.
۷: داسي مه ورته وایه چي هیڅکله به ته زما د قریبانو په مقابل کي نه درېږې بلکي داسي ورته وایه، چي زه دقریبانو څخه چاره نه لرم ته کوشش کوه ددوی په وړاندي هیڅ غلط حرکت مه کوه، که دوی ستا په حق کي نا غیړي یا تېری وکړي عفوه ورته کوه، دالله ج په خاطر او زما د احترام په خاطر.
۸: زموږ په ټولنه کي یو بد عادت دادئ، چي د کورنۍ غړي زوم ته وايي: په اوله شپه لمونځ په تېر کړه، حال داچي هغه تر سام لاندي وي زده کړه ځني هیريږي او دبله اړخه ډېر زومان خپل الف او دبېلچې لاستی نه سره پېژني نو دی به دلمانځه څه امتحان واخلي؟ دا کار مه کوئ په کرار کرار بیا پوښتنه ځني وکړئ که یې لمونځ نه وو زده ور زده یې کړئ.
۹: مېرمني ته هیڅکله ښکنځل مه کوئ ښکنځل کول حرام کار دئ، ښکنځل کونکی شرعا فاسق بلل کیږي.
۱۰: که ښځي پخلۍ صحیح نه وي پوخ کړی یا یې تریو کړی یا یې تریخ کړی وي هیڅکله مه ورته په قهر کېږه دا ظلم دئ، ظلم حرام دئ، کبیره ګناه ده، شرعا ته ! دپخلي حق نه ورباندي لرې. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ان الظلم ظلمات یوم القیامة. یعني ظلم به دقیامت په ورځ ډېري تیاري وي ستا لپاره.
۱۱: مېرمن نعمت بلل پکار دي او دنعمت سپکاوی نه دئ پکار همدا ډول د مېرمني د مور او پلار درنښت پکار دئ، (په دې شرط کي یې دومره ولور نه وو درڅخه اخستی ، چي ستا یې ملا درماته کړې وه او خپله ګېډه یې په ډکه کړې وه)
لږ فکر وکړه یوه ماشومه ، چي د مور او پلار اولاد وي ، ستا لپاره یې روزي، خوراک، څیښاک، علاج یې کوي د خپله جیبه پیسې ورباندي مصرفوي، دین په زده کوي، پخلی په زده کوي کله، چي ګل غوندي ځوانۍ ته ورسیږي دغه خپل اولاد ستا خدمت ته عرض کړي، تاته بچیان راوړي، نفساني خواهشات دي پوره کوي، ستا کالي مینځي ، ستا د کور چوکیداره ده، ستا اولادونو ته مینه ورکوي ، ستاسره د مقابلې موټي نه لري، پردغه ښځه ، مور او پلار یې رحم وکړه مطلب داچي ازار مه ورکوه.
۱۲: که دښځي دبکارت پرده تللې وي دا په دې معنی نه ده، چي دا ښځه زنا کاره ده ، ډاکټران صاحبان پوهیږي، چي په دېرو لاملونو دغه پرده له منځه ځي.
۱۳: مور، پلار، ورور، خور په وقار او محبت دښځي په حقوقو خبر کړه، چي دوی ورته د ښکنځلو ، رټلو او شاقه کار په کولو حق نه لري.
۱۴: د ښه ژوند لپاره دا مهمه ده، چي خپل مېرمن په جایز سفرونو کي درسره بوزئ، نارینه ، چي تفریح ته اړتیا لري ښځه هم تفریح ته اړتیا لري، خپل مېرمن د ځان سره په سفر بېول عیب نه دئ بلکي نبوي سنت دئ.
۱۵: خپله مېرمن مو پوه کړئ، چي د ژوند لپاره رواج نه بلکي شریعت معیار وټاکي.
۱۶: که دښځي په قریبانو کي کوم عیبونه وي هغه ښځي ته د پیغور په شکل مه وایاست.
۱۷: ښځه که طلاق سوې یا هم کونډه وي سپکه یې مه ګڼئ بلکي تر نورو زیات محبت ورسره وکړئ او تسلیت ورکړئ.
۱۸: دباندي که مو کومه ددین خبره واورېدل هغه ورسره شرېکوئ.
۱۹: ښځي ته په کور کي جایز صلاحیتونه ورکول پکار دي هسي نه ، چي په کور تش د یوه مزدور په حیث ګذاره کوي ، دښځي انساني او اسلامي کرامت پکار دئ.
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد، جامعه اسلامیه حمادیه قندهار، ۲۱\ جمادي الثاني ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …