د ډاکټرانو اړونده څو مهمي نکتې!
که لیکنه لږ اوږده سي لطفا وې وزغمئ او تر نورو یې ورسوئ!
۱: جناب ډاکټر صاحب!
ستاسو د طبابت علم د اسماني د ینونو تر علم وروسته تر ټولو بهترین علم بلل سوی دئ، ځکه نو په عربي ژبه کي یوه مشهوره مقوله ده ، چي وايي:
لا علم الا علم الادیان والابدان
ژباړه: د دین او بدن د علم پرته بل علم ، علم نه دئ. که څه هم نور علوم هم ښه علوم دي خو دا خبره تش له دې وجهه سوې ده، چي د علم طب ارزښت پکښي ښودل سوی دئ.
۲: جناب ډاکټر صاحب!
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلې دعا به د اسبابو په اعتبار، الله جل جلاله ستاسو له برکته قبلوي ځکه یو روایت کي راځي:
قام صلى الله عليه وسلم على المنبر يوما ثم بكى، فقال: «سلوا الله العفو والعافية؛ فإن أحدًا لم يعط بعد اليقين خيرًا من العافية» أخرجه الترمذي في فضل التسبيح (3558)، والنسائي في الكبرى (10717)
ژباړه: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منبر ودرېدئ، بیا یې وژړل، وروسته يې وفرمايل:
تاسو د الله جل جلاله څخه د ښه صحت دعا وغواړئ، تر صحیح عقیدې وروسته هیچا ته تر ښه صحت غوره شی نه دئ ورکول سوی.
نو موږ که دعا کوو او الله جل جلاله زموږ دعا قبلوي ، ستاسو برکت به وي، داسبابو په اعتبار.
۳: جناب ډاکټر صاحب!
که څوک ښه لمونځ کونکی جوړيږي، ښه حج کونکی، ښه جهاد کونکی، ښه روژه نیونکی، ښه دین زده کونکی، ښه استاد، ښه داعي، ټولني ته ښه خدمت ګار جوړیږي حتما به صحت لري او صحت د الله جل جلاله ورکړه ده او ستاسو برکت دئ، که ستاسو له برکته په دغو کسانو کي هرڅوک صحت تر لاسه کړي، تاسو په ثواب ورسره شریک یاست.
۴: جناب ډاکټر صاحب!
د مرګ نېټه دوه ډوله ده:
الف: اجل مطلق
ب: اجل معلق.
اجل مطلق ، چي راسي بیا اسباب کار نه کوي. خو اجل معلق په اسبابو ګرځي او دغه اسباب په زیاتو مراحلو کي ستاسو په لاس کي دي ، که ستاسو له برکته یو کس د مرګ را وګرځي نو ته پوهېږي، چي څومره ګته دي وکړه؟
ستاسو ګټه الله جل جلاله ښوولې ده او فرمايي:
وَ مَنْ أَحْیَاهَا فَکَأَنَّمَا أَحْیَا النَّاسَ جَمِیعًا… مائده:۳۲
ژباړه: چا که یوه نفس ته ژوند ورکړ، ګواګي ټول بشریت یې ژوندی کړ.
بیا چي دغه کس څومره نېک کارونه کوي ، تاسو پکښي شریکان یاست.
۵: جناب ډاکټر صاحب!
ستاسو دومره ډيري ګټي دي حسابل یې ګران دي خو تاسو یو تریخ حقیقت په خپله بزرګوارۍ راسره وزغمئ:
هغه داچي موږ دیوه غریب هیواد بچیان یو، دې غریب ملت خپله یوه یوه افغانۍ ټوله کړې ده، بیت المال ته یې ورکړې ده او دهغه بیت المال په پیسو تاسو تعلیم کړی دئ، دغه غریب ملت ستاسو تر شا ولاړ دئ، دې غریب ملت تاسو ته سترګي نیولي دي، چي تاسو به فارغه کېږي بیا به دهغو تڼاکو علاج کوئ، چي ستاسو د تعلیم په وخت کي پیدا سوي دي.
له همدې امله تاسو خپله ایماني دنده تر سره کړئ، د شریعت له لوري ځيني ټکي ستاسو لپاره ټاکل سوي دي هغه عملي کړئ:
۶: ښه ډاکټر صحیح عقیده لرونکی وي، دوا د اسبابو په نیامت ورکوي او د شفاء عقیده یې الله جل جلاله ته وي.
۷: ښه ډاکټر هیڅکله ناروغانو ته نه په قهر کیږي، او نه سپکي سپوري ورته وايي. ناروغان پردي نه دي د همدې ملت وګړي دي، که کومه تېروتنه ځني وسي همدا یې استعداد دئ. د ډاکټر صاحب په مستوا یې علم نه دئ، چي ګیله ځني وسي.
۸: ښه ډاکټر لویه حوصله او ښه اخلاق لري.
۹: ښه ډاکټر د پیسو مينه دومره نه کوي، چي پر ناروغ یې شفقت کم سي، بلکي که پر ناروغ باندي د شفقت او دده دمالي ګټو مقابله راسي تر مالي ګټي د ناروغ شفا ورته مهمه وي.
۱۰: ښه ډاکټر هیڅکله دهغه ناروغ علاج نه کوي، چي دهغې ناروغۍ معالج نه وي.
۱۱: ښه ډاکټر که د ښځینه ناروغانو علاج کوي باید واده لرونکی وي.
۱۲: ښه ډاکټر د علاج پر مهال د شرعي حجاب حسب الاستطاعت لحاظ کوي.
۱۳: ښه ډاکټر هیڅکله د اړتیا پرته ناروغ ته دوا نه لیکي.
۱۴: ښه ډاکټر هیڅکله د کمپنیانو په انعاماتو تر خپل وجداني دریځ نه تیريږي.
۱۵: ښه ډاکټر د ناروغ کتلو ته کافي وخت ورکوي.
۱۶: ښه ډاکټر هیڅکله د مفت روغتون څخه شخصي روغتون ته خلک نه را غواړي که یې هلته علاج کېدئ. ډېری ناروغان دصحراوو څخه راځي، چي پیسې په سلم اخستي وي، د پنځو زرو پسه یې په شل زره په پور رانیولی وي په نغدو یې په نیمه بیه خرڅ کړی وي، غواړي ژوند وکړي، جناب ډاکټر صاحب، ژوند ورکړه، پیسې په میلونرو کمپنیانو مه خوره د حاجت په اندازه دوا ورکړي.
۱۷: ښه ډاکټر لږ تر لږه ځيني غریب ناروغان مفت ګوري.
۱۸: ښه ډاکټر یوازي د خپلي رشتې ناروغان معاینه کوي، دده درشتې څخه بېل ناروغ مربوطه ډاکټر ته رهنمايي کوي.
۱۹: ښه ډاکټر ناروغانو ته د طبعي عاداتو دمعالجې توصیه کوي. لکه سپورټ او داسي نور.
۲۰: ښه ډاکټر د ناروغ خبري په پوره دقت او مینه اوري.
۲۱: ښه ډاکټر د دین د ټولو اصولو پاپند وي.
۲۲: ښه ډاکټر هیڅکله وظیفوي غفلت نه کوي.
۲۳: کوم ډاکټر ، چي فارغ نه وي یعني د وړتیا معیار یې نه پوره کړی ، هیڅکله ښه ډاکټر نه بلل کیږي.
ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد، جامعه اسلامیه حمادیه، قندهار ۱۷ جمادي الثاني ۱۴۴۱ ه ق
Great content! Super high-quality! Keep it up! 🙂
Hey there! I could have sworn I’ve been to this blog before but after browsing through some of the post I realized it’s new to me. Nonetheless, I’m definitely delighted I found it and I’ll be book-marking and checking back often!
azithromycin antibiotics
azithromycin bronchitis
generic azithromycin
azithromycin treats
where to buy azithromycin
cialis generic http://genericalis.com/
azithromycin coupons
The ownership extra should be between 1 and 3 Best price for cialis is lock off
Hello my loved one! I want to say that this article is awesome, nice written and come with almost all important infos. I would like to peer more posts like this .
cialis for sale