عمومي جګړه پيل سوه
رسول الله(ص) په زوره الله اکبر ووايه ټولو اصحابانو رضی الله عنهم الله اکبر ووايه تردې وروسته نو زورور جنګ پيل سو مسلمانانو سختي حملې پردوى باندي وکړې دکافرانو دلوري بيرغ ،چي طلحة بن ابي طلحة اخستى وو دهغه تر مړيني وروسته دده دقوم څخه بل تن واخيستى هغه هم ووژل سو تر داسي اندازې پوري ،چي دده دقوم څخه لسو تنو بيرغ پورته کړئ ټوله مړه سوه يعني هر يوه ،چي به بيرغ پورته کړئ هغه به مسلمانانو وواژه لکه مخکي ،چي مو وويل دبيرغ مسؤليت دعبدالدار دقوم وو او طلحة بن ابي طلحة هم ددغه قوم څخه وو آخر داچي ددوى دقوم ټول کسان ووژل سوه هيڅوک پاته نه سو بيا دصواب په نامه يو غلام بيرغ پورته کړئ هغه هم ووژل سو ددغه غلام دمړني وروسته ددوى بيرغ پر مځکه ولوېدئ دپورته کولو سړى پاته نه سو . چا ددې همت کولاى نه سواى ،چي بيرغ پورته کړي.
په لومړيو کي اسلامي قواوو څرګند برياليتوب تر ګوتو کړ
دکفري لښکر ټول بيرغ پورته کوونکي ووژل سوه دهر يوه په وژنه باندي دکافرانو مورال پر مځکه لوېدئ او دمقاومت توان يې دلاسه ورکوئ له بله پلوه مسلمانان هره لحظه مخ په وړاندي تلل ، مورال يې پياوړى کېدئ ، په څرګند ډول مخ په وړاندي تلل او پر کافرانو باندي يې دناتوانۍ چپاو خور کړ.([1])
دلومړيو کرښو زمرى حضرت حمزة(ص) شهيد سو
دڅښتن تعالي(ج) پرېکړه وه داسلامي فوج يو نوموتى زمرى حضرت حمزة(رض) شهيد سو هغه په دې ډول ،چي د وحشي په نامه يوغلام وو ،چي وروسته بيا مسلمان سو دى بيان کوي ،چي حمزة(رض) ما وواژه ځکه زه دجبير بن مطعم غلام وم زما دبادار اکا دبدر په جنګ کي وژل سوى وو ده ماته ويل که تا دمحمد(ص) اکا حمزة(رض) مړ کړئ ته ازاد يې نو زه هم داحد جنګ ته روان سوم کله ،چي مي حضرت حمزة(رض) مړ کړئ نو زه کرار کښېناستم ځکه ما خپل کار تر سره کړئ او کله ،چي مکې ته ورسېدم زه ازاد سوم .([2])
که څه هم دحضرت حمزة(رض) شهادت دمسلمانانو لپاره يوه نه ډکېدونکې خلا وه خو مسلمانانو دخپلي فرېضې دپوره کولو او دايماني جذبې پربنسټ سخت جنګيدل تر داسي بريده ،چي کافرانو دمقابلي توانايي دلاسه ورکړه په تيښته يې پيل وکړئ .
برآء بن عازب(رض) روايت کوي ،چي دمسلمانانو دجنګ له امله په کافرانو کي وارخطايي پيدا سوه ما وليدل ،چي دکافرانو ښځو پايڅې پورته کړي وې ځغاستې پايزېبونه يې ښکارېدل .
کله ،چي دوى تيښته پيل کړه مسلمانانو توري پر وچلولې په دوى پسې سوه ددوى څخه مالونه پاتېدل ،ځغستل يې ، مسلمانانو ددوى مالونه راټولول او دوى يې تعقيبول کافران په ځغاسته وه.([3])
ځيني مسلمانان مالي ميني درسول الله(ص) مخالفت ته اړه کړه
کله ،چي مسلمانانو برياليتوب تر لاسه کړ، هغه ډله ،چي رسول الله(ص) پر کوتل باندي کښېنولې وه او دايې ورته ويلي وه ،چي په هيڅ صورت کي به نه ولاړېږئ يعني که موږ کامياب سو اوکه ناکامه سو تاسو به پر همدغه ځاى باندي ثابت اوسېږئ، دغه ډلي ،چي داحال وليدئ ،چي مسلمانانو دغنيمت مالونه ټولول پردوى باندي دمال محبت زور وکړ يو بل ته يې سره وويل : راځئ مسلمانان کامياب سوه ټول مالونه دوى ټول کړه موږ به هم ورسو څو خالي لاس پاته نه سو،عبدالله بن جبير(رض) ،چي ددوى دغه خبري واورېدې دوى ته يې وويل : ايا ستاسو درسول الله(ص) وينا هېره سوې ده ،چي ويلي يې وه ،چي په هيڅ صورت کي به نه ولاړېږئ خلګو دده مبارک پر خبره باندي غوږ نه ونيوئ او ورته وې ويل قسم په خداى(ج) موږ به ورځو دهغه نورو مسلمانانو سره به يوځاى کېږو او دغنيمت دمال څخه به يوه برخه خامخا لاسته راوړو .([4])
اخر داچي دهغې ډلي څخه ټول کسان ولاړل يوازي عبدالله بن جبير(رض) اولس تنه نور مسلمانان ورسره پاته سول دهغو دا فيصله وه ،چي دلې به ناست يو تر څو ،چي مړه کېږو او يا مسلمانان برياليتوب لاسته راوړي.
[1] : سورة آل عمران الاية ١٥٢ .
[2] : البخاري – الصحيح ٢\ ٥٨٣
[3] : البخاري – الصحيح ٢\ ٥٧٩
[4] : البخاري – الصحيح ١ \ ٤٢٦ ابن کثير – البداية والنهاية ٢ \ ١١٤ ، ١١٥ ، انظر الطبري – التفسير ٧ \ ٢٨١ ، ٢٨٢ من رواية امام احمد ( انظر – المسند ١ \ ٢٨٧ ، ٢٨٨ )، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٦ \ ١٦٢ ، ٣٧٥ حديث ٣٠٤٣ ) ، الحاکم – المستدرک ٢ \ ٢٩٦ .