مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / آيا موږ په خپل تقدير کي واک لرو؟

آيا موږ په خپل تقدير کي واک لرو؟

ليکوال: هارون يحيى
ژباړن: احسان ربي “انفال”

آيا موږ په خپل تقدير کي واک لرو؟

(تقدير او ساينس)

د انساني تاريخ په اوږدو کي د تقدير په اړه خورا ډېر بحثونه سوي دي، خو دقيقه او کره خبره داده چي ټول کاينات او له تېر څخه بيا تر راتلونکي پوري د ژوند ټولي پېښي الله(په يوه شېبه کي پيدا کړي دي. يعني له هغه راهيسي چي کاينات پيدا سوي بيا د اخرت تر ورځي پوري ټولي پېښي د الله(په نزد واقع سوي دي. کومي پېښي چي تر اوسه منځ ته نه دي راغلي، هغه یوازي موږ ته نه دي راپېښي سوي. د الله(په نزد ئې ابتداء او انتهی سوې ده. اصلاً، الله( په وخت او ځای پوري مقيد نه دئ، ځکه چي دا هر څه خپله الله (پيدا کړي دي. نو له همدې اسيته ويلای سو، چي تېر، حال او راتلونکی ټول يو ډَول دي او دا هر څه مخکي له مخکي واقع سوي دي.
مثلاً: د موسی( د زېږېدو او يا حتی د مصر د جوړېدو تر مخه الله( په دې خبر او پوه وو، چي فرعون به څنګه له منځه ځي. دا هر څه الله( په یوه شېبه کي پيدا کړي دي. د تقدير حقيقت د قرآن کريم په ډېرو آياتونو کي بيان سوی دئ.
مثلاً: وَلَهُ أَسلَمَ مَن فِي السَّماواتِ وَالأَرضِ طَوعًا وَكَرهًا وَإِلَيهِ يُرجَعونَ(سورة آل عمران،۸۳ آيت)
ژباړه: په داسي حال کي چي د اسمانونو او مځکي ګرده شيان که خوښ وي که نا خوښ، يوازي ئې الله( ته غاړه ايښې ده او هم هغه ته ټول ورګرځي. دغه آيت شريف موږ ته راښيي چي د کايناتو هري زرې د الله( مقدر تقدير ته غاړه ايښې ده، هغه که ئې خوښه وي او که ئې نه وي خوښه. په بله وينا، هيڅ شی د الله(د خوښي خلاف حرکت نه سي کولای او هره پېښه د الله( له خوا د مقدر تقدير سره سمه واقع کيږي. او د الله (له خوښۍ، ارادې او حکم څخه سرغړونه نه سي کولای.
وَما تَسقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلّا يَعلَمُها وَلا حَبَّةٍ في ظُلُماتِ الأَرضِ وَلا رَطبٍ وَلا يابِسٍ إِلّا في كِتابٍ مُبينٍ(سورة الانعام، ۵۹)
ژباړه: … هيڅ داسي يوه پاڼه نسته چي له وني څخه دي راولوېږي او الله(دي په خبر نه وي. د مځکي په توره تياره کي داسي کومه دانه نسته، چي الله( دي په خبر نه وي. وچ او لانده ټول په يو ښکاره کتاب کي ليکل سوي دي.
په بل آيت شريف کي راځي:
وَما تَشاءونَ إِلّا أَن يَشاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كانَ عَليمًا حَكيمًا(سورة الانسان ۳۰)
ژباړه: ستاسي په خوښه څه نه کيږي، تر څو چي د الله (نه وي خوښه، يقيناً چي الله( په هر څه پوره پوه او د حکمت څښتن دئ. په بل آيت شريف کي راځي:
إِنّا كُلَّ شَيءٍ خَلَقناهُ بِقَدَرٍ(سورة القمر ۴۹)
ژباړه: موږ ټول شيان له يو تقدير سره پيدا کړي دي. دغه آيتونه موږ ته راښيي چي الله( پر هر څه قادر دئ او هر څه له تقدير سره سم منځ ته راځي.
په حقيقت کي د انسان ژوند د فلم ريل ته ورته دئ او موږ له هغه شيانو سره سم ژوند کوو، چي په دغه ريل کي دي. اصلاً، موږ خپل ژوند د فلم په څېر ننداره کوو، چي د ژوند هره پېښه مو شېبه په شېبه په بله پسې وي او الله( له سره تر پايه په دغه ټول فلم خبر دئ، ځکه هم دغه رب العزت زموږ د ژوند فلم جوړ کړی دئ. دغو ټولو ته په کتو سره موږ دې حقيقت ته رسېږو، چي دا ټول شيان په اصل کي هغه څه نه دي، چي موږ ئې په اړه ګمان کوو. له دغي مادي نړۍ څخه ورآخوا داسي يو ځواک سته، چي موږ ئې تر کنټرول لاندي يو او هغه الله رب العزت دئ، چي هر څه ئې خلق کړي دي. پر هر څه په بشپړه توګه قادر دئ او د دې له پاره خورا ډېر دلايل سته.
ددې حقيقت د تائيد له پاره د نيورولوجي() (Neurology) علم هم شواهد وړاندي کوي؛ يو له هغو شواهدو څخه د هغه تجربې علمي ثبوت دئ، چي د “خپلي ارادې/خپلي خوښي” پر نظريې سوې ده.
په برلين کي د بېرنسټاين سنټر فار کمپيوټېشنل نيوروساينس (Bernstein Centre for Computational Neuroscience) عصبي متخصص جان ډايلن هاينس (John-Dylan Haynes) پر دې يوه څېړنه کړې ده، چي “آيا د هغه حالت چي پرېکړه پکښي کيږي او د هغه حالت چي پرېکړي ته تصميم نيول کيږي توپير سته؟”
په دغه څېړنه کي د MRI (Magnetic Resonance Imaging) يعني د مقناطيسي اهتزاز تصور له عمليې څخه کار اخيستل سوی دئ، تر څو په څېړنه کي د ګډون کوونکو عصاب سکېن (scan) کړي. ګډون کوونکو ته پر سکرين (screen) ګډوډ توري ښوول کېدل او ور څخه غوښتل سوي وه، چي د خپل انتخاب په وخت کي د راسته يا چپه لاس د شهادت په ګوته یو سويچ ووهي او د خپلي پرېکړي په وخت کي دي پر سکرين باندي د ښکاره سوو تورو څخه يو توری په ياد کړي. په دغه وخت کي د ګډون کوونکو عصبي کړنه هم څارل کېده. د دغي څېړني پايله ډېره په زړه پوري وه. کله چي به ګډون کوونکو د څېړني په جريان کي سويچ واهه، د سويچ له وهلو څخه به لس ثانيې تر مخه هلته ښوول کېده، چي سويچ وهل سوی دئ. دغه په زړه پوري علمي موندني دا ښيي، چي د يو چا پرېکړه د هغه له خوښي څخه تر مخه لا سرته رسېدلې وي.
د دغي څېړني پايله په “نېچر ژورنال” (Journal Nature) کي په لاندي ‌ډول خپره سوې ده:
“له ډېر وخت راهيسي پر دې اختلاف دئ، چي آيا په ذهني توګه زموږ پرېکړي له وخت څخه د مخه د عصابو له خوا کيږي؟ اوس موږ دې پايلي ته رسېدلي يو، چي يوه پرېکړه د پريفرنټال (prefrontal) او پاريټال کورټېکس () (parietal cortex) عصبي فعاليت ته د خبر تر رسېدو لس ثانيې د مخه داخلېږي.”
د دې په اړه به اوس د خپل ورځني ژوند يو مثال را واخلو. کله چي يو کوچنی پر سړک ځغلي، تر دې لس ثانيې تر مخه د موټروان په ذهن (دماغ) کي د غبرګون ښوولو فزيکي او کېمياوي جريان (Process) اماده کيږي، په داسي حال کي چي کوچنی بېخي هلته نه وي.
که ئې ترتيب ته وګورو، و سړک ته د کوچني د ځغستا وروسته عکس العمل ښوول کيږي. ښه نو پوښتنه دا ده چي هغه وخت بيا دماغ څنګه اماده کيږي، چي کوچنی سړک ته ورځغلي؟ د نیوروفزيولوجي () (Neurophysiology) دا ډول پېښي داښيي، چي غبرګون د کوچني په ليدلو پوري اړه نه لري. د عصبي علم پوهانو هم دا منلې ده، چي د پرېکړي کولو احساس په بيوشيميکي () حس کي يوازي يو راتلونکی فکر دئ، چي هيڅ په فزيکي (جسمي) کړني پوري اړه نه لري او ځيني ساينس پوهان وايي، چي خپله خوښه يا پرېکړه صرف يو خيال دئ.
د لندن په پوهنتون (University College London) کي د عصبي علومو پوه پيټريک هېګرډ (Patrick Haggard) وايي: زموږ په فکر پرېکړه موږ کوو، خو هغه داسي نه ده. هاينس (Haynes) د انسان د خپلي خوښي (ازادي پرېکړي) په اړه داسي اعتراف کوي: زه به څنګه يوه داسي پرېکړه د ځان و بولم چي زه ئې په پېښېدو خبر نه يم او نه په دې خبر يم چي څه پېښيږي؟ د کلفورنيا پوهنتون نيوروفزيولوجسټ بېنجمين ليبيټ (Benjamin Libet) لومړنی سړی وو، چي د انسان د پرېکړي کولو او خوښي د جريان حقيقت ئې په ډاګه کړ او دا داسي حقيقت دئ چي ډېر خلک په خبر نه دي. ليبيټ له يوې تجربې څخه، چي د EEG () ((electroencephalogram د آلې په واسطه تر سره سوې ده، وايي چي د عصابو فعاليت له هغه تصميم څخه چي په پوره هوښ سره نیول کيږي پنځه سوه (۵۰۰) ميلي سيکينډه (۳۰ ثانيې) تر مخه رامنځ ته کيږي. دغه موضوع په يوه بله علمي مقاله کي داسي واضح سوې ده: کوم څه موږ خپله خوښه او کړنه بولو، هغه اصلاً له هوښ پرته سرته رسېږي. څنګه چي موږ د انسانانو په حيث د خپلو کارونو پرېکړه کوو او هغو ته وخت ټاکو، دغه ازادي له يو خيال پرته بل څه نه ده او حتی خپله زموږ ذوق او علاقه، موخي او اهداف لا زموږ له هوښ څخه دباندي دي. داسي په سلګونو نوري څېړني سته، چي دې ته ورته پايلي ښيي.
د نظريو دغه موافقه د هغو (۹۰) علمي تجربو تحليل دئ، چي د ۱۴ بېلا بېلو هېوادو په (۳۳) لابراتوارونو کي سوي دي.
د دغو ټولو علمي څېړنو پايلي داښيي، چي د دغه فزيکي او بيوشيميکي نړۍ ور آخوا يوه پټه قوه سته او هغه پېښي چي موږ ورسره مخامخ کېږو، تر مخه لا فيصله سوي دي.
هغه پرېکړي چي موږ ئې کوو زموږ خپلي نه دي، يوازي دا په فکر کي راګرځي، چي دا پرېکړي زموږ دي، ځکه چي هر څه تر مخه لا ټاکل سوي دي. رب العزت د دغه منل سوي حقيقت په اړه، چي الله( د هر څه خالق دئ، داسي وضاحت کوي:
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذي خَلَقَ السَّماواتِ وَالأَرضَ في سِتَّةِ أَيّامٍ ثُمَّ استَوىٰ عَلَى العَرشِ يُغشِي اللَّيلَ النَّهارَ يَطلُبُهُ حَثيثًا وَالشَّمسَ وَالقَمَرَ وَالنُّجومَ مُسَخَّراتٍ بِأَمرِهِ أَلا لَهُ الخَلقُ وَالأَمرُ تَبارَكَ اللَّهُ رَبُّ العالَمينَ(سورة الاعراف ۵۴)
ژباړه: په حقيقت کي ستاسي رب هغه الله( دئ، چي مځکه او اسمانونه ئې په شپږو ورځو کي پيدا کړل. بيا ئې پر عرش باندي استوا وکړه. شپه پر ورځ راولي او ورځ په شپه پسي راځي او لمر، سپوږمۍ او ستوري د ده د امر تابع دي. خبر و اوسئ! د هم هغه (الله (هستونه ده او د هماغه حکومت دئ. الله( د ډېر برکت څښتن دئ او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دئ.()

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …