د سخي او بخیل حالت (الحدیث)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
سخي الله ته نژدې دی، جنت ته نژدې دی، خلکو ته نژدې دی، د اوره څخه لیري دی.
او بخیل د الله څخه لیري دی، د جنت څخه لیري دی، د خلکو څخه لیري دی، اور ته نژدې دی.
او جاهل سخي الله ته خوښ دی تر بخیل عابد. [رواه الترمذي- مظاهر حق، باب الانفاق وکراهیة الامساک]