(١٤) لويه گناه: پر الله جل جلاله او پر رسول صلی الله علیه وسلم باندي درواغ ويل
څوك چي د خپلي خوښي سره برابره پرېكړه كوي او په دلیل كي يوه وینا كوي او نسبت يې الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته كوي، په حقيقت كي د الله جل جلاله او د رسول صلی الله علیه وسلم وينا نه وي يعني د ځانه درواغ جوړوي بیخي لويه گناه ده، ځكه د یوې خوا یې دین د خپل طبیعت تابع کړ او د خپلي خوا پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ وویل، تر هغه مهاله مسلمان بیخي مسلمان نه دئ چي خپل طبیعت د دین تابع جوړ نه کړي دا خو لاپریږده چي پر الله جل جلاله باندي درواغ ووايي. الله جل جلاله یوه وینا نه وي کړې ته وايي: دا الله جل جلاله ویلي دي، د دغي موضوع په اړه الله جل جلاله فرمايي:
﴿وَيَوْمَ الْقِيٰمَةِ تَرَى الَّذِيْنَ كَذَبُوْا عَلَي اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ ۭ اَلَيْسَ فِيْ جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِيْنَ 604﴾ ([1])
ژباړه: د قيامت په ورځ به هغه کسان ووينې چي پر الله جل جلاله باندي درواغ وايي مخونه به يې تور وي.
په بل ځای کي الله جل جلاله فرمايي:
﴿وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰي عَلَي اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰيٰتِهٖ ۭ اِنَّهٗ لَا يُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ 21﴾([2])
تر هغه چا به لوی ظالم څوک وي چي پر الله جل جلاله باندي درواغ وايي او یا یې د آیتونو څخه انکارکوي؟ باور وکړئ! ظالمان به خلاص نه سي.
یعني دا چي هغه چا ته الله جل جلاله تر ټولو لوی ظالم ویلی دئ، چي د ځانه پر الله جل جلاله باندي خبري جوړوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څوك چي پر ما درواغ ووايي، په جهنم کي دي د ناستي ځای ورته جوړ کړل سي. ([3])
په بل ځاى كي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمايلي دي: څوك كه پر ما درواغ وايي داسى نه دئ لكه پر بل چا چي درواغ ووايي، څوك چي قصداً پر ما درواغ ووايي د ناستي ځاى دي په دوږخ كي ورته تيار سي. ([4])
مأخذ: لوی ګناهونه
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
———————————
([2]) سورة الانعام، الایة: ٢١.
([3]) عن أنس قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار. (لم يرو هذا الحديث عن شعبة إلا حرمي بن عمارة وأبو داود الطيالسي، الطبراني في معجمه الأوسط، ج: 2، ص: 263، ح:1930)
([4])حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا قران بن تمام عن سعيد بن عبيد الطائي عن علي بن ربيعة الأسدي، قال: مات رجل من الأنصار يقال له قرطه بن كعب فنيح عليه فخرج المغيرة بن شعبة فصعد المنبر فحمد الله وأثنى عليه، ثم قال: ما بال النوح في الإسلام أما اني سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول: ان كذبا علي ليس ككذب على أحد الا ومن كذب علي متعمدا فليتبوأ مقعده من النار ،الا وأني سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول: من ينح عليه يعذب بما يناح به عليه. (ابن حنبل في مسنده، ج: 4، ص: 245، ح:18165)