مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د بې حيايۍ بدي پايلي

د بې حيايۍ بدي پايلي

په معاصر وخت کي شرم او حيا بيخي له منځه تللې ده بله بدبختي لا داده چي دتمدن او ترقۍ په نوم داسي کړني ترسره کيږي چي سخته بې حيايي او بې شرمي پکښي نغښتې وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم دحيا په اړه فرمايي:

الحياء شعبة من الايمان

ژباړه : حيا دايمان يوه شعبه ده.

حيا دايمان يوه شعبه ده ، دحيا په وجه انسان دډېرو ګناهونو څخه ساتل کيږي ځکه کوم څوک چي حيا کوي په حيا کي دا شي هم سته چي څوک دنامحرم چا پر لور باندي نه ګوري کله چي څوک نامحرم چا ته ونه ګوري نو طبعي خبره ده چي دنامشروع اړيکو څخه به هم ساتل کيږي. او که څوک حيا نه لري دهر نامحرم پر لوري باندي ګوري ښکاره خبره ده چي په نامشروع اړيکو به هم اخته کيږي ځکه دنامشروع اړيکو ميل لومړى دديد څخه کيږي.

کوم کس چي حيا لرونکى وي هغه دنامحرمه ښځي و طرفته نه ګوري څوک چي حيا کوي حيا انسان دناروا ديد څخه او دنامحرمه ښځي سره ديوازي ناستي څخه ساتي. په حقيقت کي دورور او خور ، پلار او لور  دپلار دمېرمني او پردۍ ښځي تر منځ پرده ده خداى مه کړه په کوم ځاى کي چي پرده نه وي نو دلور او پردۍ ښځي تر منځ به فرق نه وي دخور او پردۍ ښحي ترمنځ به توپير نه وي بلکي ټولي ښځي به په يوډول وي.

مأخذ:  شپږګناه کاري ښځي

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …