مخپاڼه / سیرت نبوی / منافقانو شومه مفکوره او د اسلامي ليكو څخه بېلېدل

منافقانو شومه مفکوره او د اسلامي ليكو څخه بېلېدل

منافقانو  شومه مفکوره او داسلامي ليكو څخه بېلېدل

په دغه ځاى کي دمنافقانو لوى مشر عبدالله بن ابي بن سلول دخپل منافقت څخه يوه بله پرده پورته کړه هغه داچي خپل درې سوه کسيزه ډله يې دځان سره بوتلل اووې ويل ،چي زه جنګ نه کوم ځکه ،چي رسول الله(ص) زما نظر  ونه مانى دنورو نظر يې ومانى روان سو په حقيقت کي دغه دليل نه وو بلکي ده غوښتل ،چي په دغه نازک وخت کي دمسلمانانو روحيات ور ضعيف کړي او مرال يې ورټيټ کړي ، دکافرانو مرال لوړ کړي او دمسلمانانو په ډله کي وار خطايي رامنځته کړي نژدې وه ،چي په خپل شوم پلان کي تر يوه بريده بريالى سي ځکه ددوو قومونو په زړونو کي يو څه وار خطايي پيدا سوه خو بيا بېرته دالله(ج) رحم پر وسو وار خطايي ځني ولاړه الله(ج) يې هم په قرانکريم کي بيان کړى دئ.([1])

مسلمانانو دمنافقانو سره جنګ کول وغوښتل

په هرصورت منافقانو پرېکړه وکړه ،چي بېرته به ځي کله ،چي دوى روان سوه اصحابانD ددغه منافقانو سره په جنګ کولو کي پر دوو ډلو ووېشل سوه ځينو غوښتل ،چي ددغه منافقانو سره جنګ وکړي ځنو بيا اوس ددوى سره دجنګ کولو وخت نه باله ([2])

داسلامي فوج ديو موټي کېدو لپاره هڅي وسوې

خو بيا هم داصحابو رضی الله عنهم څخه يوتن عبدالله بن حرام(رض)  ور پسي سو او دوى ته يې وويل ،چي پرتاسو باندي ددين دفاع فرض ده تاسو مه ځئ راسئ جنګ وکړئ يا دفاع وکړئ هغوى ويل : ،چي زموږ جنګ نه دى زده که موجنګ زده واى خامخا به مو جنګ کړى واى.([3]) عبدالله بن حرام(رض) ،چي ددوى دا جواب واورېدئ بېرته ځني را وګرځېدئ .([4])

راتلونکې برخه: 

رسول الله(ص) داحد ميدان ته په رسېدو سره په جنګي تکتيک پيل وکړئ

[1]  : إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ.  سورة آل عمران الاية ١٢٢

[2]  : فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوا أَتُرِيدُونَ أَنْ تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا .  سورة نسآء الاية ٨٨

[3]  : وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَاتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ. سورة آل عمران الاية ١٦٧

[4]  : البخاري – الصحيح ( حديث ٤٠٥٠) ، ابن هشام –  السيرة ٢\ ٩٢ ، الواقدي – مغازي ١ \ ٢١٩ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٩ ، البيهقي – دلائل النبوة ٣ \ ٢٠٨ ، ابن هشام – السيرة  ٣\ ٩  الطبري – التفسير ٩ \ ٧ – ٩ ، البخاري – الصحيح ( حديث ٤٠٥١ ) ، مسلم –  الصحيح ٤ \ ١٩٤٨ (حديث ٢٥٠٥ ) ابن هشام – السيرة ٣ \ ١٥٤ ، البيهقي – دلائل النبوة  ٣ \ ٢٢٠ .

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ