(١٢) لويه گناه: سود كول
سود هغه ناوړه عمل دئ چي د ټولني د قیمت لرونکو شيانو قيمتونو ته خلل رسوي په نتيجه كي ټولنه ديو بحراني حالت سره مخ كېږى.دا چي د نړۍ کفار نور نظرونه ورکوي د دې نظرونو باطل والى به ډېر ژر وخت ثابته کړي
د سود په اړه الله جل جلاله داسي فرمايلي دي:
﴿وَاَحَلَّ اللّٰهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا ۭ﴾ ([1])
ژباړه: الله( بيعه (خرڅول او رانیول) روا كړي دي او سود يې حرام كړى دئ.
د سزا په اړه یې الله( فرمايلي دي:
﴿اَلَّذِيْنَ يَاْكُلُوْنَ الرِّبٰوا لَا يَقُوْمُوْنَ اِلَّا كَمَا يَقُوْمُ الَّذِيْ يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطٰنُ مِنَ الْمَسِّ ذٰلِكَ بِاَنَّھُمْ قَالُوْٓا اِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبٰوا﴾ ([2])
ژباړه: هغه كسان چي سود خوري د قيامت په ورځ به دوى د شک وتلي په دې ډول راپورته سي، چي شيطان به يې حواس ورخراب كړي وي، دا په دې وجه چي دوی وايي: سود هم د بيعي (د خرڅولو او رانیولو) په څېر (روا معامله)ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: كله چي زه آسمان ته وختلم ما تالنده اوټکه وليدل او داسی خلگ مي وليدل، چي نسونه يې دومره غټ وه لكه د خوني نسونه او دا نسونه يې مخته پراته وه، په دغو نسو كي لړمان اوماران وه، چي سربېره معلومېده. ما جبرئيل علیه السلام ته وويل: دا څوك دي؟ جبرئيل علیه السلام راته وويل: دا هغه كسان دي چي سود يې خوړونکي وه.([3])
حضرت عبدالله بن مسعود>فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: كوم وخت چي په يوه كلي كي زنا او سود ښكاره سي الله جل جلاله د دې كلى د هلاكت اجازه وركړي (یعني دا چي نور پر دې کلي باندي عذاب نازل کړئ). ([4])
مأخذ: لوی ګناهونه
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
———————————-
([1]) سورة البقرة، الایة: ۲۷۵.
([2] ) سورة البقرة، الایة: ۲۷۵.
([3] ) حدثنا عبد الله حدثني أبي حدثنا عبد الصمد بن عبد الوارث حدثنا حماد عن علي بن زيد عن أبي الصلت عن أبي هريرة أن رسول الله 3قال: انتهيت إلى السماء السابعة فنظرت فإذا أنا فوقي برعد وصواعق ثم أتيت على قوم بطونهم كالبيوت فيها الحيات ترى من خارج بطونهم، فقلت: من هؤلاء؟ قال: هؤلاء أكلة الربا. فلما نزلت وانتهيت إلى سماء الدنيا فإذا أنا برهج ودخان وأصوات، فقلت: من هؤلاء؟ قال: الشياطين يحرفون على أعين بني آدم أن لا يتفكروا في ملكوت السماوات والأرض ولولا ذلك لرأت العجائب. (ابن حنبل في مسنده، ج:2، ص:363 ، ح8742)
([4])إذا ظهر الزنا والربا فى قريةٍ فقد أحلوا بأنفسهم كتابَ اللهِ (وفي لفظ حاکم: عذاب الله). (أخرجه الطبرانى: 1/178، رقم: 460، والحاكم: 2/43، رقم: 2261، وقال: صحيح الإسناد، والبيهقى فى شعب الإيمان: 4/363، رقم: 5416)