دمسلمانانو په مقابل کي کفري لښکر تيار سو
اخر داچي دوى درې زره کسيز لښکر جوړ کړ، ،چي ددوى دحليفانو يعني دکنانة اواهل تهامة قومونو څخه زيات شمېر کسان ورسره مله وه ،چي درې زره اوښان ، دوه سوه اسونه او اوه سوه زغري ورسره وې. دوى دخپلو ځانونو سره ښځي هم پدې موخه بېولي وي ،چي ددوى ملګري به دښځو په ليدلو سره په جنګ کي تيښته دځان لپاره بې غيرتي بولي او له امله به يې دجنګ څخه تېښته نه کوي دنوموړو ښځو شمېر پنځلس ښودل سوي دئ . ددغه لښکر عمومي امير ابوسفيان ، دقومندې آمر خالد بن وليد او عکرمة بن ابوجهل يې مرستيال وټاکل سول ، ددوى ددود سره سم دجنګ بيرغ دعبدالدار قوم ته ورکړل سو.([1])
رسول الله(ص) ته دکافران دجنګي پلان په اړه راپور راورسېدئ
حضرت عباس(رض) دمکې دکافرانو دجنګي پلان دغه حال په ښه غور سره ترڅارني لاندي نيولى وو کله ،چي لښکر حرکت وکړ، عباس(رض) يو اوږد ليک ديو قاصد په لاس ورکړ، قاصد په ډېره چابکۍ سره مدينې ته راورسېدئ په دغه وخت کي رسول الله(ص) دقبآء مسجد مخ ته ناست وو ،چي ليک ورته راورسېدئ نوموړى ليک ابى بن کعب(رض) ووايه رسول الله(ص) ،چي په حال پوه سو نو ابي بن کعب(رض) ته يې وفرمايل ،چي حال پټ وساته.([2])
دكافرانو سره دجنګ كولو په موخه رسول اللهe دمشورې په درشل كي
رسول الله(ص) سمدلاسه مدينې ته تشريف يو وړى دمهاجرو او انصارو دمشرانو سره يې مشوره وکړه په مشوره کي رسول الله(ص) وفرمايل : ،چي موږ به په مدينه کي پاته سو کافران که مديني ته رانژدي سي په کيمپ کي به اوسيږي نو ددوى اوسېدل به بې ګټي وي او که دوى نور رانژدې سي نو جنګ به دمدينې په کوڅو کي وي مسلمانان به ورسره جنګيږي او ښځي به دلوړي خوا پردوى باندي خښتي اوډبري اوروي درسول الله(ص) ددغه رايي سره يو لوى منافق عبدالله بن ابي بن سلول موافقت وکړ، نورو ټولو اصحبانو مبارکانو رضی الله عنهم مخالفت وکړ، هغو ټولو په يوه سلا وغوښتل ،چي يا رسول الله(ص) ! تاسو خپله دمدينې دباندي وجنګ ځاى ته تشريف يوسئ ،داصحابانو درايو دزياتوالي له امله رسول الله(ص) تر خپل نظر تيرسو پرېکړه پردې وسوه ،چي جنګ به دمدينې دباندي پر اوار ميدان کېږي.([3])
راتلونکې برخه:
رسول الله (ص) مسلمانان جهاد کولو ته وهڅول
[1] ابن هشام – السيرة ٣ \ ٨٧ برواية اسحاق دون اسناد . الطبري – تاريخ ٣ \ ٥٠٤ ، الواقدي – المغازي ١ \ ٢٠١ ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٧ ابن اسحاق – السيرة ص : ٣٢٢ ، ابن هشام – السيرة ٣ \ ٨ الي ١٢ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٠١ .
[2] : البخاري – الصحيح ( فتح الباري حديث : ٣٦٢٢) ، مسلم – الصحيح ٤ \ ١٧٧٩ ، ١٧٨٠ حديث ٢٢٧٢ ، احمد – فتح االرباني ٢١ \ ٥٠ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٢٤٥ ، الطبري – التفسير ٧ \ ٢٧٢ ، التاريخ ٣\ ١١
[3] : الصنعاتي ٥ \ ٣٦٣ ، احمد – المسند ٣ \ ٣٥١ ، الفتح الرباني ٢١ \ ٥١ ، ٥٢ ، الطبري – التفسير ٧ \ ٣٧٢ ، باسناد حسن الي قتادة وقد جآء بطرق عديد وبمجموع الطرق يصح الحديث وانظر البيهقي – دلائل النبوة ٣ \ ٢٠٤ ، ٣٠٨ ، الحاکم المستدرک ٢ \ ١٢٨ ، ١٢٩ ، ٢٩٦ ، ٢٩٧ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٨ .