سيد عبدالغني آغا
د نېک عمل، نېکه نتيجه
الله جل جلالله دنېکانو نېک عمل نه ضايع کوي. بې اجره اوبې عوضه ئې نه پرېږدي ، په دنيا او اخرت دواړو کي دنېک عمل بدله ورکوي، نېکانو ته خپله رضاء ورپه برخه کوي، ځکه الله فرمايي:
وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ. (سورة يوسف: ٥٦، ايت)
ژباړه: اوموږ دنېک کارانو اجر نه ضايع کوو .
دا اجر نه يوازي په اخرت کي ورکول کيږي بلکي په دنيا کي هم ورکول کيږي د امام ابن رجب الحنبلى رحمه الله عليه په ( کتاب الذيل على طبقات الحنابلة ) کي دقاضي ابوبکر محمدبن عبدالباقي انصاري رحمه الله عليه له خولۍ ليکي ، چي يوه وخت زه په مکه مکرمه کي په داسي حال کي اوسېدم چي ډېرمسکين وم ، ديو وخت ډوډۍ مي نه لرل يوه ورځ چي ډېر وږى وم له کوره راووتم چي دخوراک له پاره څه پيداکم پر لاره روان وم يوه کڅوڼه مي پيداکړل چي سر يې په وريښمن تار تړلى وو ، کڅوڼه مي په بغل کي پټه ونيول ترکور مي ځان راورساوه کورچي مي دکڅوڼي سرخلاص کړ دڅونوروشيانو ترڅنګ يوډېر بهترين قيمتي له سرو زور و او الماسو څخه جوړ سوى اميل په لاس راغلى دونه غټ او ښايسته اميل ماپه خپل ژوند کي نه و ليدلى يقينا دونه خوشحاله سوم چي زه يې اوس په الفاظو کي بيانولاى نه سم په زړه کي مي همدا وويل چي غم مه کوه دژوند کښتۍ دى روانه سوه که خير وو نه يوازي داچي ټولي اقصتادي ستونزي به دي هواري سي، بلکي دسيمي ترټولو شتمن کس به هم ته ئې . اميل مي کڅوڼي ته واچوه په کورکي مي يو پټ ځاى خوندى کړ ناستي خوند نه راکاوه يوګړى وروسته دکور څخه دباندي راووتم که ګورم يو سپين ږيرى کس په ډېره وارخطايي سره ديوشي په تلاښ پسې يوې خوابلي خوا ګرځي راګرځي، کله چي مي ځان ورورساوه هغه کس له خلګو څخه پوښتني کولې چي زما څخه پردغه لار يوکڅوڼه لوېدلې ده هرچا که پيداکړې وي اوماته ئې وسپاري زه به هغه ته پنځه سو ه ديناره د انعام په توګه ورکم ما ددغه اعلان په اورېدلو سره په خپل زړه کي وويل چي زه ډېر محتاجه يم ديوه وخت ډوډۍ په پيداکېدلو پوري حيران يم مګر په دې خبره کي شک نسته چي اميل زمانه دئ او نه دهغه دپټولو حق لرم يوه ورځ ضرور د الله تعالى په وړاندي حساب اوکتاب کېدونکى دئ، دهغه ذات په وړاندي هيڅ شى پټ نه دئ، هغه ماويني اوپه دې ښه خبر دئ چي ما پردى اميل په خپل کورکي پټ کړى دئ، داښه خبره نه ده حماقت دئ، راسه که ښه کوې له دغه حماقت څخه ځان وباسه، اميل دهغه خپل مالک ته ورکه په دې وخت کي مي ناڅاپه په زړه کي دا حديث راغلى : من ترک شيئا لله عوضه الله خيرا مها.
ژباړه: چاچي دالله تعالى له پاره يو شى پرېښاوه نوالله تعالى به ترهغه بهترينه بدله ورکړي.
تردې وروسته مي خپل اراده نورهم غښتلي کړه له کوره راووتم هغه کڅوڼه مي راوخيستل اوراغلم له دغه سپين ږيري څخه مي دکڅوړڼي نښانه، رنګ اوکيفيت په کڅوڼه کي د اميل شکل اوصورت اونور هرڅه وپوښتل کله چي مي يقين سو چي دغه کڅوڼه واقعا هم ددغه کس ده نومي دهغه خپل امانت ورته وسپاره هغه ډېر خوشحاله سو دستي ئې ماته پنځه سوه ديناره ونيول، ول واخله زويه داستا انعام دئ ، ماد دينارونو داخيستلو څخه انکار وکړ ، ورته ومي ويل: دغه کڅوڼه تراصلي مالک پوري رسول پرما واجب وه ځکه داد رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمان دئ نوځکه هيڅ بدله نه غواړم بلکي بدله ئې د خپل خالق اومالک څخه غواړم يقينا چي هغه ډېر ښه بدله ورکوونکى دئ ، هغه سپين ږيري کس ډېر ټېنګار وکړ ول، انعام واخله، ځکه داخوزه پخپله رضا درکوم ما انکار وکړ اوځني رهي سوم مخکي مي وويل چي زما اقتصادي وضعه ډېره خرابه وه دکار اوکسب مي هيڅ درک نه وو ، زه هم د کار دپيداکولو په موخه د مکي مکرمې څخه د درياب له لاري ديو ليري هيواد په سفر روان سوم اتفاقا پرلاري کښتۍ ماته سوه ټول خلک له مالونو سره په درياب کي غرق سول خو الله تعالى زما سره بي انتها زيات احسان وکړ زما لاس دکښتۍ يو غټي تختې ته ورسېدى هغه مي ټېنګه ونيول اوپرکښيناستم زړه ته مي هيڅ نه لوېده چي ژوندى دي پاته سم شل او زر فکرونه مي ياد ته راغلل چي څه به کوم او څنګه به مرم ځکه په ټول درياب کي له ماپرته بل څوک نه ترسترګو کېدى، خويوګړى وروسته که مي کتل له ليري څخه يوه کښتى زما خواته راروانه ده زه چي يې وليدم کښتۍ ودرېدل زه يي ور پورته کړم اوبيرته دخپل مقصد پرلور روانه سوه دغه کښتۍ ديوي جزيرې پر لور روانه وه هلته چي ورسېدو ټول له کښتۍ څخه راکښته سوو هرکس خپل کور ته روان سو ماخو کورنه درلود حيران وم چي چيري به ځم نه مي په دې جزيره کي څوک دوست اوقريب سته او نه دچاسره پېژنم ، نو ديو مسجد لورته مي مخه کړه دمسجد په څنګ کي دجزيري خلکو دمسافرو دپاره يوه غټه خونه جوړه کړې وه ما په دغه کوټه کي واړول شپه مي همدلته په ډېرو چورتو اوفکرو په لوږه اوتنده تېره کړه سهار وختي دلمانځه له پاره مسجدته ولاړم نور خلک هم راغله خو دمسجد امام صاحب دڅه کار له کبله جماعت ته حاضر نه سو خلکو يوه بل ته سره کتل چي څوک به امامت کوي نو زه را وړاندي سو م په محراب کي ودرېدم اوجماعت مي پيل کړ دمحلى خلکو زما قرائت ډېر خوښ سو خو خبرنه دي چي دغه مسافر له کومه راغلى او چيري روان دئ ماڅو نوري ورځي هم دلته تيري کړې يو ورځ يو مقتدي راڅخه وپوښتل صاحبه ته له کومه ځايه راغلۍ ئې ، اخيري منزل دي چيري دئ او زموږ جزيري ته دي څنګه مخه کړېده؟ ماټوله قصه ورته بيان کړه چي زه له مکي مکرمي څخه دکار او مزدورۍ په موخه ديوه ليري هيواد په سفر روان وم چي کښتۍ موغرقه سوه اوزه بلي کښتۍ تر دغه ځايه پوري راورسولم ، هغه افسوس وکړ او راڅه وې غوښتل چي ماشومانو ته ئې د مناسبي تنخوا په مقابل کي قران شريف ووايم اوليک ولوست ورزده کړم. ماله خداى څخه داسي ساعت غوښتى، چي يو کار او مزدوري راته پيداسي په خپلو لاسونو څو پيسې وګټم ، دکلي اوسيمي ماشومان راتلل ما له قرائت سره ليک اولوست هم ورښودى دمحلى خلکو زه زيات نازولم دهرماشوم پرسر يې ماته کافي تنخوا راکوله کله ناکله به يې زما ميلمستياهم کوله ترمنځ مو ډېر ښه دوستانه مناسبات درلودل په لږه موده کي زماڅخه تيري ټولي خوارۍ هيري سوې په ژوند پوه سوم دالله تعالى شکر به مي ايسته چي زما ترغوښتني زياته نېکي يې راسره کړې وه. يوه ورځ دسيمي څو مخور سپين ږيري او مشران راغلل زماسره ئې مشوره وکړه ويل دلته يو يتيمه نجلى ده لږموده مخکي يي پلار وفات سو له هغه څخه ډېر څه په ميراث ورپاته دي له دولت او مالدارۍ سره- سره ډېر ه حسينه، ښکلې اوخورانېکه ميرمن ده موږ په خپلو کي دامشوره سره کړې چي دغه نجلۍ به داسي يو نېک اوصالح کس ته په نکاح ورکوو چي نه يوازي ددې عزت اوناموس وساتى، بلکي ددې مال او دارايې هم خوندي کړي نو د دې کار له پاره زموږ په نظر ترټولو غوره اومناسب کس ته يې ډېره موده موږ اوتاسو سره تېره کړه خو په تاکى مو تراوسه څه بد نه دى ليدلي نوکه ستاخوښه وي دغه نجلۍ ته په نکاح واخله . ماورته وويل چي تاسو ټولو ته دي الله تعالى زيات اجر درکړي چي زما په اړه مو دونه نېک فکر کړى خو زه بخښنه غواړم داکار نه سم کولاى ځکه باور نه لرم چي د دغي يتيمي نجلۍ حقوق دي په صحيح توګه اداکړاى سم او زه پردنيا نه هيڅ درائي لرم اونه دوست او قريب په اصطلاح يو سردوه غوږه يم چي چيري مي ښه هلته مي شپه داده پلار نازولې لور ده زه کله کولاى سم دې ته خوشحالي ورکړم له تاسو ښاغلو څخه يو جهان مننه اوتاسي دهغي مېرمني له پاره د يوبل وړ اومناسب کس تلاښ وکړى هغوى په ډېر ټينګار راڅخه وغوښتل چي خبره يې ومنم، ول موږ له نجلى سره صلاح مشوره کړې دهغې په خوښه راغلي يو موږ له تاڅخه هيڅ نه غواړو له کور ، مځکي او له هرشي څخه ته فارغ يې دا هرڅه دي پرموږ دي خوموږ ته يوازي ستا انسانيت، اخلاق او ايمانداري په کارده. هغه وو چي زه ئې مجبوره کړم اونکاح ته مي غاړه کښېښودل لږ وخت وروسته مي واده جوړ سو دواده په اوله شپه چي کله ماناوې وليده ګورم چي خاص هغه امېل ئې په غاړه دئ، چي څه موده مخکي مادمکي مکرمي دښارپه يو کوڅه کي پيداکړى وو ماپه ډېري حيرانتيا سره هغه امېل ته کتل چي څنګه تردغه سيمي او بيازما دمېرمني تر غاړي پوري راورسېد د نجلۍ قريبانو چي کله زه وليدم چي دناوي پرځاى مي د هغې وامېل ته سترګي نيولي دي نو ئې راته وويل صاحبه تاخو له خپلي ناوي څخه سترګي واړولې د هغي په امېل کي دي ښخي کړي دي په دې سره يقينا تادهغي يتيمي زړه مات کړ د دې مطلب خو دادئ، چي د انسان پرځاى خو ته امېل ته زيات ارزښت ورکوي؟ ماورته ويل نه داسي خبره نه ده لکه تاسي چي فکر کوئ، بلکي زه دې ته حيران سوم چي دغه غټ اوښکلى امېل څنګه د دې تر غاړي پوري راورسېد دا څوکاله وړاندي ما د مکي مکرمې په کوڅه کي پيداکړ بيامي دهغه خاوند پيداکړ او ورته مي ورکړ خو اوس وينم چي خاص هم هغه امېل زما دمېرمني په غاړه دي قريبانو چي داخبره واورېدل په لوړ اواز سره يي وويل: ( لا اله الا الله والله اکبر )، ماترې وپوښتل، چي اخير قصه څه ده ولي مودومره تعجب وکړ ؟
هغوى وويل هغه سپين ږيرى کس چي اميل يي تاپيداکړى وو او بيادي بيرته ورته وسپاره هغه ددغي نجلى چي اوس ستاناوي جوړه سول پلار وو، هغه غريب اوس په دنيا کي نسته البته که ژوندى واى نو ارمان به ئې نن ورځ پوره سوى واى، هغه به هر وخت ويل چي ماپه دنياکي يوکس ليدلى، چي واقعا کامل مسلمان وو زما ډېرقيمتى اميل ئې پيداکړى وو، نه يوازي داچي هغه يې راته وسپاره بلکي انعام ئې هم وانه خيست هغه ترمرګه پوري همدا دوعاکول: ( اې الله تعالى ما اوهغه کس سره يوځاى کړه چي زه خپله لور په نکاح ورکړم او دخپل ټول جايداد مالک ئې وګرځوم اوس دادى الله تعالى دهغه ارمان له مرګ څخه وروسته پوره کړ اوته خپله د هغه ترکوره راورسېدې اوله لور سره دې نکاح وکړه .
نو تاسو دالله تعالى مهربانى ته وګورئ، چي په نېک کاره بنده باندي په دنياکي هم دنېک عمل نتيجه ويني الله تعالى دى موږ اوتاسي نېک کاران جوړ کي .
مأخذ: نداء القرآن مجله