د مور خدمت
چا له یو شتن نه پوښتنه وکړه:
څه لامل شو چې ته دومره شتمن او مشهور شوې؟
شتمن جواب ورکړ:
د مور دعا مې وه، چې زه یې دې مقام ته ورسولم.
د مور کومه دعا دې وه، چې ستا د دې لوی بري لامل شوه؟
شتمن وویل:
نیمه شپه وه چې مور مې را باندې غږ وکړ:
زویه تږې یم لږ اوبه راکړه، زه ژر پاڅېدم ګیلاس مې واخیست چې مور ته مې اوبه راوړم، بهر چې ووتلم په کور کې یخې اوبه نه وې ژر له کوره بهر شوم د کلي له سترې څاه نه مې اوبه راوړې.
کله چې بېرته کور ته راغلم مور مې ویده شوې وه، ما ویل که غږ پرې وکړم هسې نه ووېرېږي، سر ته یې تر سهاره ولاړ وم، ما ویل چې کله وېښه شوه اوبه به ورکړم، خو مور مې سهار د ملا په آذان له خوبه پاڅېده، چې زه یې ولیدم په حیرانۍ یې وویل:
زویه ولې ولاړ یې؟
ما ټوله کیسه ورته وکړه.
مور مې پاڅېده اودس یې وکړاو په لمانځه ودرېده، لمونځ یې چې خلاص شو، نو خدای ته یې دواړه لاسونه پورته کړل، دا دعا یې راته وکړه:
اې خدایه!
زوی مې چې زما دومره خدمت وکړ، ته یې همدومره بریا ور په برخه کړه، زه ترې راضي یم ته ترې راضي شه!
(د نېکمرغۍ تر ټولو لویه دروازه د مور او پلار دعا ده، که غنیمت یې وګڼئ نو له هرې ستونزې به پرې وژغورل شئ!)
مأخد: سل کیسې ، سل رازونه/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه