لسمه لويه گناه: زنا كول
زنا كول ددنيا او آخرت د سختو تاوانو چینه ده، ځكه طب پوهانو ثابته كړې ده چي زنا كول د لاعلاجه ناروغيو لامل ده. همدا ډول د آخرت سخت عذابونه هم د زنا په وجه وعده سوي دي، ځكه الله( فرمايي:
﴿وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰٓى اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ۭ وَسَاۗءَ سَبِيْلًا 32﴾([1])
ژباړه: زنا ته مه نژدې كېږئ باور وکړئ زنا بې حيايي ده اوډېره بده لار ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې كرغېړن او په تاوانونو لړلي كار په اړه ډېر عذابونه ښوولي دي، په يوه حدیث کي راځي: سمره بن جندب رضی الله عنه فرمايلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل خوب قصه داسي بیانول: ما ته په خوب كښى جبرئيل علیه السلام او ميكائيل علیه السلام راغله يوځاى ولاړو د تنور په څېر يو شی راته راغلئ د سر خوا يې تنگه او د پای خوا يې پراخه وه، په دې تنور كي چيغي اونارې وې موږ چي ورته وكتل لڅ نارينه او ښځي پكښې وه، د لاندي خوا به لمبې پر راتللې كوم وخت چى به لمبې باندي راغلې دوى به د ډېره زحمته لوى – لوى چيغي كړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما د جبرئیل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي دا څوك دي؟ جبرئیل علیه السلام راته وويل: دا زنا كوونكي نارينه او زنا كوونكي ښځي دي د قيامت تر ورځي پوري يې دغه عذاب دئ. ([2])
په بل حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمايلي دي: څوك چي زنا وكړي يا شراب وچيښي، الله جل جلاله داسي ايمان ځنى كاږي لكه انسان چي قميص د خپله سره وكاږي. ([3])
مأخذ: لوی ګناهونه
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
([1]) سورة الاسراء، الاية: ۳۲.
([2]) رواه البخاری فی حديث طويل، وایضا الطبراني في معجمه الكبير، ج:7، ص:239، ح: 6984.
([3])عن أبى هريرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من زنى أو شرب الخمر نزع الله منه الإيمان كما يخلع الإنسان القميص من رأسه. (أخرجه الحاكم: 1/73، رقم 57)