مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / نهمه لويه گناه: د خپلوۍ او قرابت پرېکول

نهمه لويه گناه: د خپلوۍ او قرابت پرېکول

نهمه لويه گناه: د خپلوۍ او قرابت پرېکول

الله جل جلا له بشريت ته د ښه ژوند لپاره د حكمت څخه ډكي لارښووني كړي دي، چي يو د هغو څخه قرابت او خپلوي پالل دي. دا یوه داسي کړنه ده چي په واسطه يې د خلگو په منځ كي محبت، اتفاق او همږغي راځي چي د ټولني د پرمختگ لامل گرځي.

قرابت او خپلوي پالل دا دئ، چي ستا ټول قریبان ته داسي وپالې، چي د ناروغۍ پر مهال ورباندي پوښتنه وکړې، که مسکین سي مالي کومک ورسره وکړې، که څوک ظلم ورباندي کوي د ظالم د لاس څخه یې وژغورې او که احتیاج سي پیسې په قرض ورکړې.

داخبره یاد ساتل پکار دي چي دا کارونه هر وخت کول لازمي دي یعني دا چي که قریبان ستا سره قرابت پالي او که یې نه پالي خو ته به یې پالې، دا فکر به نه کوې چي دوی که زما سره قرابت پالي زه یې پالم او که یې نه پالي زه به یې نه پالم. حاصل دا چي که قریبانو ستا سره قرابت نه پالئ تا هم ورسره پرېښودئ گناهگار یې.څوك چي قرابت او خپلوي نه پالي كبيره گناه ده، ځكه الله جل جلاله  فرمايي:

﴿وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِيْ تَسَاۗءَلُوْنَ بِهٖ وَالْاَرْحَامَ ۭ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيْبًا   Ǻ۝﴾ ([1])

ژباړه د هغه رب( څخه وبېرېږئ چي د هغه په وسیله تاسو یو له بله خپل حقوق غواړئ او د خپلوۍ او قرابت د پرېکولو څخه ځانونه وساتئ، باور وکړئ چي الله جل جلا له  ستاسو پوره څارونکی دئ.

بل ځای الله جل جلا له  فرمايي:

﴿يُضِلُّ بِهٖ كَثِيْرًا وَّيَهْدِىْ بِهٖ كَثِيْرًاۭ وَمَا يُضِلُّ بِهٖٓ اِلَّا الْفٰسِقِيْنَ   26؀ۙ الَّذِيْنَ يَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مِيْثَاقِهٖ  وَ يَقْطَعُوْنَ مَآ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖٓ اَنْ يُّوْصَلَ وَيُفْسِدُوْنَ فِى الْاَرْضِ   ۭ اُولٰۗىِٕكَ ھُمُ الْخٰسِرُوْنَ   27؀﴾([2])

 ژباړه: ډېر خلک په قرآن گمراه كېږي او ډېر خلگ د قرآن له برکته پر هدايت كېږي، په قرآن باندي یوازي فاسقان گمراهان کیږي. فاسقان هغه خلک دي چي تر ټینگي وعدې کولو وروسته په وعده وفا نه کوي، خپلوي او قرابت پرېکوي کوم چي الله جل جلاله  یې د پاللو امر کړى او فساد په مځكه كي كوي، دغه كسان په یقيني ډول تاوانيان دي.

 الله جل جلاله  په دغه مبارك آيت كي د خپلوۍ او قرابت پرېکوونکي د فاسقانو له ډلي بللي دي او یقیني تاواني يې ورته ويلي دي.

سيدالبشر حضرت محمد3 د دې مهمي خبري په اړه ډېر ټينگار كړى دئ، د قرابت پرېکوونکی او د خپلوۍ نه پالونکي ته یې د سخت عذاب وعده كړې ده او فرمايلي يې دي: هغه څوك به جنت ته ولاړ  نه سي چي د قريبانو سره خپلوي او قرابت نه پالي. ([3])

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: پر هغه قوم باندي د الله جل جلاله  رحمت نه راځي چي په هغو کي داسي څوک وي چي قرابت او خپلوي نه پالي.([4])

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هره د جمعې شپه نېک اعمال الله جل جلاله  ته وړاندي کېږي یوازي د هغه چا اعمال نه قبلېږي څوک چي قرابت او خپلوي نه پالي. ([5])

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

([1])سورة النسآء، الاية: ۱.

([2])سورة البقرة، الايتان: ۲۶، ۲۷.

([3]) عن جبير بن مطعم قال: قال رسول الله3: لا يدخل الجنة قاطع رحم. (أخرجه الطبرانى: 2/118، رقم: 1510، وأحمد: 4/80، رقم: 16778، والبخارى: 5/2231، رقم: 5638، ومسلم: 4/1981، رقم: 2556، والترمذى: 4/316، رقم: 1909، وقال: حسن صحيح . وابن حبان: 2/199، رقم: 454)

([4] ) حدثنا عبيد الله بن موسى قال: أخبرنا سليمان أبو إدام قال: سمعت عبد الله بن أبى أوفى يقول عن النبي 3 قال: إن الرحمة لا تنزل على قوم فيهم قاطع رحم. (البخاري في الأدب المفرد، ج: 1، ص:36، ح:63)

([5] )عن ابي هریرة> قال: قال رسول الله3: إن أعمال بنى آدم تعرض كل عشية خميس ليلة الجمعة فلا يقبل عمل قاطع رحم. (أخرجه البخارى فى الأدب المفرد: 1/35، رقم:61، والبيهقى فى شعب الإيمان: 6/224، رقم: 7966)

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …