مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت علي کرم الله وجهه پر يو قبر تېرېيدنه

د حضرت علي کرم الله وجهه پر يو قبر تېرېيدنه

 د حضرت علي کرم الله وجهه پر يو قبر تېرېيدنه

کميل  رضی الله عنه فرمايي: چي زه يو ځل د حضرت علي  رضی الله عنه سره روان وم چي يو ځنګله ته ورسېدو حضرت علي رضی الله عنه يوې هديرې ته مخ کړى او وې ويل: اې د هديرې څښتنانو! اې پاته سوو خلګو! اې د وېري او يوازيوالي خلګو! څه خبري دي؟ څه حال مو دئ؟ زموږ خبر خو دادئ چي ستاسو وروسته ستاسو مالونه تقسيم سوه ، اولادونه مو يتيمان سوه ، ښځو مو نور مړونه وکړه دا خو زموږ خبر دئ تاسو هم يو څه وواياست ،کميل  رضی الله عنه وايي چي علي  رضی الله عنه ددې څخه وورسته زما لوري ته وکتل او وې ويل: اې کميله! کچيري دې خلګو ته د خبرو اجازه واى او خبري يې کولاى سواى نو دوى به خامخا ويلي واى چي بهترينه توښه تقوا ده دايې وويل بيا په ژړا  سو او وې فرمايل: اې کميله! قبر د عمل صندوق دئ دمرګ په وخت کي به معلوم سي ([1]).

فايده: يعني انسان که ښه کار کوي او که بد کار کوي په دغه قبر کي به ساتل کيږ‌ي لکه په صندوق کي چي يوشى ساتل کيږي.

 په زياتو حديثونو کي راغلي دي چي ښه عملونه به په يوه ښايسته بڼه جوړ سي په قبر کي به د مړي د زړه  خوشاله کولو او محبت کولو لپاره راسي او ددې مړي ډاډګيرنه به کوي او بد عملونه به په يو بد شکل جوړ سي بد بوى به يې وي او مړي به نور په تنګيږي.

 په حديث شريف کي راغلي دي چي يو سړى مړ سي نو تر قبر پوري دده سره درې ملګري ځي:

١- لومړى دده مال وي لکه چي د عربو داسي دود وو چي دمړي سره به يې دده مال وړى.

٢- دوهم هغه کسان دي چي دى تر قبر پوري رسوي.

٣- دريم دده عمل دئ.

دوه ملګري يعني  مال او دده خپلوان به بېرته ځني راځي او عمل به ورسره پاته وي. نبي صلی الله علیه وسلم  يوه  ورځ اصحابو کرامو ته وفرمايل: چي ستاسو د مال او عمل مثال څه ډول دئ؟ اصحابو کرامو رضی الله عنهم  ورته وويل: چي تاسو لارښوونه راته وکړئ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: ددې مثال داسي  دئ لکه چي يو څوک درې وروڼه لري او مړ کيږي نو دوى راوغواړي او ورته ووايي چي وروره ته پوهيږي چي پر ماڅه تيريږي؟ ته زما څنګه مرسته کولاى سي  دايو ورور  ورته ووايي چي زه به ستا درملنه وکړم او هر ډول خدمت به دي وکړم کله چي  ته مړ سي غسل به درکړم کفن به درکړم او پر اوږو به دي تر قبره پوري يوسم او تر مرګ وروسته به دي په ښو يادوم دا ورور  دانسان اولاد  او قريبان دي، بيا دوهم ورور ورته ووايي چي زما ستا سره تر مرګه پوري اړيکي دي د مرګ څخه  وروسته زه ستا هيڅ پروانه لرم، دا ورور مال دئ، بيا دريم ورور راوغواړي پوښتنه ځني وکړي دريم ورو ورته  وايي چي زه ستا په قبر کي ملګري يم دوېري په وخت کي به دي زړه خوشاله کوم کله چي ستا سره حساب کيږي د نيکۍ په پله کي به دي کښېنم د نيکۍ پله به دي درنوم، دا ورور عمل دئ. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و اصحابو کرامو رضی الله عنهم  ته وفرمايل: اوس نو تاسو وښياست چي کوم ورور ښه  او ګټور دئ؟ اصحابو کرامو رضی الله عنهم  وويل: اې د الله جل جلاله  رسوله! دغه دريم ورور ګټور دئ هغه لومړني دوه وړونه خو بې ګټي دي.([2])

مأخذ: د اصحابو قصي.

([1] ) منتخب کتر

([2] ) ايضا

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …