مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / تعلیم القرآن راډیو په سپین بولدک کي نشرات پیل کړل

تعلیم القرآن راډیو په سپین بولدک کي نشرات پیل کړل

اداره

الحمدلله دادی د تعلیم القرآن راډیو لومړنۍ (۱) څانګه د روان کال (۱۳۹۶/۵/۲۴) نېټه چي د سه شنبې ورځ کېږي، د کندهار په لرغونې او ویاړلي سپین بولدک ولسوالۍ  کي پر ۸۹،۳ ایف ایم څپو خپل امتحاني نشرات پیل کړل.

دا  په دې ولسوالۍ کي دتعلیم القرآن اسلامي راډیو لومړني نشرات دي  او  دحنفي مذهب په رڼا کي داسلامي نشراتو دوام، دهمدې رادیو  دسترو اهدافو څخه دئ.

تعلیم القرآن راډیو ستاسو ده او ستاسو لپاره به نشرات کوي  هیڅ ګوند او هیڅ غورڅنګ ته منسوبه نه ده او نه هم  هغه خدمات کوي چي د ولس دعقایدو  او ټولنیزو چارو سره اړه نه لري.

تعلیم القران راډیو به تاسو ته د عقایدو، فقه، تصوف او معاشراتو اړونده معلومات درکوي.

درنو اورېدونکو ! تعلیم القرآن راډیو بولدک دتعلیم القران راډیو قندهار  څانګه ده او  همدا ډول دتعلیم القران راډیو قندهار په څېر  دحمادیه مدرسې دخدماتو د دلړۍ څخه یوه بله نوي تعلیمي او تربیوي شعبه ده. چي په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال  جید او هڅاند عالم مفتي عبدالهادي حماد صاحب له لوري تاسیس سوې ده.

حمادیه مدرسه دخپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت، تعلیم و وتربیي او د دعوت په لاره کي خدمات لري چي دیادو خدماتو لاندي څانګي یې دیادوني وړ ده:

۱: د دیني زده کړو لپاره صنفواره او حلقوي درسونه:

په همدې څانګه کي حمادیه مدرسې سږ کال شاوخوا ۶۰۰ شاګردانو ته داخله ورکړې ده چي په دې کي اویا فیصده نهاریه او پاته لیلیه طالبان دي.

۲: دارالافتاء یعني دخلکو ددیني پوښتنو دجوابونو څانګه، چي پکښي دمسلمانو وروڼو  ددیني پوهي دزياتېدو لپاره ددوی دیني پوښتني دحنفي مذهب په رڼا کي جوابیږي.

۳: دتالیف او ترجمې څانګه، چي پکښي دمسلمانانو وروڼو دعلمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات، تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپیږي او بیا ټولني ته وړاندي کیږي.

۴: نداء القرآن مجله، چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.

۵: دمدرسې ویب سایټ، چي دهیواد څخه دباندي وروڼو لپاره ، کتابتون، دارالافتاء، ږغیږ درسونو، دقرآنکریم ترجمه په ږغیږ او لیکنیږ ډول، داحادیثو درس مقالې او داسي نور خپریږي.

۶: تعلیم القرآن رادیو  قندهار چي په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال  دقندهار دجیدو علماوو او مدرسو په غوښتنه دمدرسې دمؤسس په هڅو او زیار باندي تاسیس سوه. او دقندهار په اکثره ولسوالیو کي  په ژوندی بڼه دهوا دڅپو له لاري راڼه نشرات لري او دنیټ پر لیکه په ټوله نړۍ کي ۲۴ ساعته نشرات لري.

تعلیم القران راډیو زابل چي   په ۱۳۹۵ ه ش تاسیس سوه نوموړې راډیو به هم دزابل په اکثره ولسوالیو کي دهوا دڅپو له لاري راڼه نشرات لری چي ډېر ژر به یې خدمات ولیدل سي.

همدا ډول حمادیه مدرسه په راتلونکو کلونو کی هوډ لري چي د راډیو نوري څانګي دافغانستان ټولو ولایتونو ته ورسوي، په تعلیمي ډګرونو کي دمدرسې څانګي نورو ولایاتوته وغځوي څو د هیواد والو دزده کړه تنده خړوبه کړي.

درنو اورېدونکو او کتونکو!

 تعلیم القران راډیو بولدک د څپو څخه به دعامو خلکو پوهاوي دحنفي مذهب په رڼا کي خپریږي او هم به دخپلو هیوادوالو پوهاوي په هر هغه ډګر کي  کيږي چي د ولس سره تعلق لري.

  تعلیم القرآن راډیو بولدک به ستاسو زړونه په اسلامي پوهي روښانه کوي.

ستاسو تږي زړونه به دعلمي اوا دبي سمندر په خوږو اوبو خړوبوي.

تعلیم القرآن راډیو به ددین په لاره کي ستاسو ددیني میني همتونه  لوړ ساتي.

تاسو به ددین په لاره کي دیوه خوشاله ژوند لوري ته سوقوي.

تعلیم القرآن راډیو ستاسو راډیو ده او ستاسو په مالي مرسته به بقا پیدا کوي، ځکه نو تاسو یې بقا خپل مسؤلیت وبولئ.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

 

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …